کرېس ګېل چې سږ کال یې ویلي وو، هغه به له نړیوال جام وروسته استعفا کوي، خو تازه خبر دا دی چې بېرته له نړیوال جام وروسته هم لوبو ته دوام ورکوي.
نوموړی به په دوه اړخیزه لوبلړۍ کې د هند خلاف ولوبېږي.
له هغه څخه په مانچېسټر ښار کې پوښتنه وشوه، چې راتلونکی پلان یې څه دی؟
کرېس ګېل وویل له نړیوال جام وروسته به د هند خلاف یوه ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې ولوبېږي.
ګېل ویلي له نړیوال جام وروسته به د ویسټ انډیز لپاره هیڅ یو ورځینۍ لوبه ونه کړي.
د ویسټ انډیز لوبډلمشر جېسن هولډر ویلي؛ چې هغه د ګېل د پرېکړې په اړه معلومات نه درلودل، خو هغه ته یې لوبډلې ته د راتګ ښه راغلاست ویلی دی.
هولډر وایي ما له کرېس ګېل څخه له نړیوال جام وروسته د لوبېدو په اړه څه نه دي اورېدلي، زه به هغه سره جدي خبرې اترې ولرم، هولډر زیاته کړې، که چېري ګېل غواړي چې ویسټ انډیز لپاره ولوبېږي ویسټ انډزیان ورته ښه راغلاست وايي.
کرېس ګېل د نړیوال جام څخه وړاندې په ویسټ انډیز کې د انګلستان خلاف سیریز کې خورا ښه وچلېده؛ نو نړیوال جام ته هم د ویسټ په نوملړ کې ورشامل کړل شو.
کرېس ګېل له نړیوال جام وړاندې وویل چې له جام وروسته د ویسټ لپاره یو ورځنۍ لوبې نه کوي؛ خو اوس یې یو ځل بیا هند خلاف لوبو ته زړه ښه کړی.
د هندوستان او ویسټ سیریز
هندوستان له نړیوال جام وروسته ویسټ انډیز ته د اګسټ په دریمه نېټه د درې شل اوریزو، درې یو ورځنیو او دوه ټېسټ لوبو لپاره سفر کوي.
د ډېسمبر په میاشت کې بیا ویسټ انډیز بېرته هند ته سفر راکوي.
دلته به ویسټ انډیز درې شل اوریزې او درې یو ورځنۍ لوبې ولري.
کرېس ګېل اوس ۳۹ کاله عمر لري او د نیوزیلېنډ خلاف یې د نړیوال جام یوه لوبه کې په ۸۴ توپونو ۸۷ منډې وکړې.
اوس ویسټ انډیز تکړه ځوان کيڼ لاسي توپ وهونکي لري، نیکولاس پوران او شېمرن هېټمېر دوه هغه توپ وهونکي دي، چې د کرېس ګېل ځای ډکولی شي، خو شپږیزې یې د کرېس ګېل په شان اوږدې نه دي او دا ځکه چې کرېس ګېل د شپږیزو په پاچا مشهور دی.