کریس ګیل په یوه قضیه له بریالیتوب وروسته ۲ لکه او ۲۱ زره ډالر وګټل

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

کرېس ګېل د فېرفاکس په نامه یوې رسنۍ له خوا تورن شوی و، چې یوې ښځينه همکارې سره بلد چلند کړی دی؛ خو اوس کرېس ګېل د هغوی خلاف د نیو ساوت ویلز په محکمه کې بریالی شوی او د رسنۍ څخه یې ۲ لکه او ۲۱ زره امریکایي ډالر د جریمې په توګه ترلاسه کړل او محکمې کرېس ګېل ته دا پېسې ورکړي دي.
نوموړي باندې تور و، چې په ۲۰۱۷ م کال کې یې د یوې مېرمنې سره ناسم چلند کړی دی.
نیو ساوت ویلز د اسټرالیا یوه سیمه ده، چې کرکټ برخه کې له انګلستان سره اوږه په اوږه مرسته کوي او د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول لري.
قاضي لوسي مکالم ټول هغه راپور په تفصیل سره ولوست چې محکمې یې د جرم د اثبات او یا نه اثبات په هکله باید لوستلی وی.
پرون د دوشنبې په ورځ چې د ډېسمبر ۳ مه نېټه وه دا پېښه څېړل شوې ده.
په کرېس ګېل تور و، چې په ۲۰۱۵ م کال نړیوال پنځوس اوریزجام کې چې اسټرلیا او نیوزیلېنډ کې ترسره شو، د یوې ښځې پر وړاندې ناسم چلند کړی دی.

دا ښځه د فېرفاکس په نامه د یوې رسنۍ خبریاله وه؛ دغې رسنۍ د کرېس ګېل د ناسم چلند په اړه کېس یا راپور ثبت کړی و.
اوس کرېس ګېل په دغې قضیه کې بریالی راوخوت او دې سره، سره یې د رسنۍ څخه ۲ لکه او ۲۱ زره امریکایي ډالر چې ۳ لکه اسټرالیایي ډالر سره برابر دي ترلاسه کړل.
پېښه:
د ۲۰۱۵ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام پوښښ لپاره ډېری خبریالان او خبریالانې د سېډني لوبغالي ته راغلي ول، چې دې مهال کې د ویسټ انډیزیانو د جامو یا لباسونو بدلولو خونه کې لوبغاړو جامې بدلولې او له همغه ځای څخه په کرېس ګېل تور لګېدلی و، چې ناسم یا غئېر اخلاقي چلند یې کړی دی.
دا خبر هغه مهال د سېډني رسنیو سربېره د سېډني سهار هرالډ، کانبېرا ټایمز او مېلبورن ایج ورځپاڼو او رسنیو خپور کړی و.
په دې اړه د فېر فاکس ورځپاڼې تر نورو لومړی خبر خپور کړی و او بیا دهمدغه خبر په اړه کرېس ګېل هم محکمې ته عریضه کړې وه، چې بالاخره رسنۍ ناکامه شوه او کرېس ته د جریمې په توګه ډېرې پېسې په لاس ورغلې.
کرېس ګېل د بې رحمه توپ وهونکي سربېره، د ښو اخلاقو څښتن او ګپ شپ لګوونکی لوبغاړی دی، چې وخت ناوخت خلکو او لوبغاړو سره خورا ښه خوش طبیعتي کوي.
محکمې ویلي، چې دا کار د کرېس ګېل شخصیت ته سپکاوی دی او په همدې وجه یې رسنۍ جریمه کړه.
د فېر فاکس رسنۍ ویلي، چې دوی به دا قضیه لا وڅېړي او د محکمې دا پرېکړه به چلېنج کړي.