د اقتصادي جګړې سربېره چین له امريکا سره له سپوږمۍ راوړې کمسارې ډبرې شريکوي

هغه کمسارې تیږې چې چین غواړي له امریکا سره یې شریکې کړي

چین به د شپږو هېوادونو ساینسپوهانو ته، چې امریکا هم پکې شامله ده، اجازه ورکړي چې هغه ډبرې وڅېړي چې چين له سپوږمۍ راټولې کړې دي.

دا ساينسي همکاري د چين او امریکا تر منځ داسې مهال ترسره کېږي چې دواړه هېوادونه په سخته سوداګريزه جګړه کې ښکېل دي.

د چين ملي فضايي ادارې د پنجشنبې په ورځ وويل، دوو امریکايي ادارو ته چې د ناسا له خوا تمويل کېږي له سپوږمۍ د راټولو شويو ډبرو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شوې ده.

دوی وايي دا ډبرې د چانګ اې ۵ ماموريت له لارې په ۲۰۲۰ کال کې راټولې شوې دي.

د ځايي رسنيو د راپور له مخې د چین ملي فضايي ادارې مشر شان ژونګدې ويلي، “دا بېلګې د ټول بشريت يوه ګډه خزانه ده”.

چینایي څېړونکي تر اوسه نه دي توانېدلي د ناسا له خوا راوړل شوې د سپوږمۍ بېلګې وڅېړي، ځکه چې د امریکا د کانګرس لخوا پر ناسا داسې محدودیتونه لګول شوي چې له چین سره د فضايي همکاریو مخه نیسي.

د ۲۰۱۱ کال د یوه قانون له مخې، ناسا ته له چین یا د چین ملکیت لرونکو شرکتونو سره پر همکاري بنديز لګول شوی، خو کانګرېس د ځانګړې اجازې ورکول واک لري.

د جورج واشنګټن پوهنتون د فضايي سیاست انستیتیوت پخواني مشر، جان لاګسډن، بي بي سي ته وويل چې له سپوږمۍ د راوړلو شويو ډبرو دغه تبادله “له سیاست سره ډېر لږ تړاو لري”.

هغه زیاته کړه چې، که څه هم د فضايي ټېکنالوژۍ په برخه کې محدوديتونه شته، خو د سپوږمۍ د بېلګو څېړنه “هېڅ ډول پوځي ارزښت” نه لري.

ده وویل، “دا د ساینس په برخه کې نړیواله همکاري او عادي خبره ده.”

واشنګټن پر چينايي توکو تر ۲۴۵٪ پورې تعرفې لګولي دي، په داسې حال کې چې بیجینګ پر امریکایي توکو ۱۲۵٪ تعرفې وضع کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سوداګریزې جګړې د کمولو اشاره ورکړې وه، خو بیجینګ ویلي د دواړو خواوو ترمنځ کومې رسمي خبرې نه دي شوې.

ډاکټر لاګسډن وايي، د چانګ اې-۵ د سپوږمۍ ډبرو ځانګړتیا دا ده چې “دا د اپولو ماموریتونو له خوا له راټولو شويو بېلګو څخه یو میلیارد کاله ځوانې ښکاري.” نوموړی زیاتوي، “دا ښيي چې د سپوږمۍ پر مخ د اورشېندنې فعالیتونه تر هغه ډېر وروستي دي چې مخکې یې خلکو فکر کاوه.”

راپورونه وايي، د امریکا او چین د فضايي ادارو چارواکو تېر کال هڅه وکړه چې د سپوږمۍ د بېلګو د تبادلې لپاره خبرې وکړي.

د امریکا د براون پوهنتون او سټوني بروک پوهنتون سربېره، نور بریالي غوښتنلیکونه د فرانسې، جرمني، جاپان، پاکستان او بریتانیا له ادارو څخه وو.

د چين فضايي ملي ادارې مشر شان وايي، دا اداره به “په نړیواله کچه د فضا د تبادلې او همکارۍ لپاره لا ډېر فعال او خلاص دریځ وساتي”.