ماشوم او محرومیت؛ مور او پلار باید کوم ټکي په پام کې ونیسي!؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

 

داسې ډېری کورنیو کې ماشومان شته چې د کمۍ او محرومیت احساس کوي، دا احساس هم خپل دلایل لري.

هر مور او پلار ته دا اړینه خبر ده چې د خپلو ماشومانو ترمنځ توپیر ونه کړي، ځکه همدا توپیر ماشوم ته د کمۍ احساس پیدا کوي.

هر ماشوم ته مور او پلار باید ارزښت ورکړي ترڅو یې پر ځان اعتماد او باور لوړ شي، که ماشوم ته ارزښت ورنه کړو راتلونکې کې د ډېرو ستونزو سره مخ کېږو.

که غواړو ماشوم مو د کمۍ یا محرومیت احساس ونه کړي، نو باید درناوی ورته وکړو، بد چلند ورسره ونه کړو ځکه تاوتریخوالی د ماشوم روحیه ورخراپوي او کېدای شي هر ډول اروايي ناروغی ورته پیدا شي.

اوس وخت کې افغانستان کې هم کورنۍ ستونزې ډېري شوي او همدې ستونزو له امله دوی یو له بله جلا کېږي یا طلاق اخلي، چې دا کار ماشوم کې یوه لویه ستونزه جوړوي.

کله چې مور او پلار یې سره جلا شي نو کومې مینې ته چې یو ماشوم اړتیا لري هغه مینه ورته نه رسېږي نو دلته ماشوم د کمۍ احساس کوي.

هر کور کې باید د ماشوم غوښتنو ته په سم ډول پام وشي؛ ځکه که د دوی غوښتنو ته پام ونه شي ځان کم احساسوي او ځان د نورو ماشومانو سره پرتله کوي.

په افغانستان کې ماشومانو کې دا ستونزه ډېره ده ځکه ډېری کورنۍ بېوزله او غریبې دي او نشي کولای خپلو ټولو ستونزو ته ورسېږي، له همدې امله دوی ځانونه خوار او کم احساسوي.

له ماشوم څخه هېڅکله باید ډېره توقع او غوښتنې ونه کړو ځکه یو ماشوم نشي کولای لکه څنګه چې موږ غواړو دوی هماسې اوسی یا هماغسې چلند وکړي.

ډېری کورنۍ چې شمېر یې ډېر وي کله چې کسان ډېر وي ماشومان هم ډېر وي نو مور او پلار نشي کولای ټولو ته لاسرسی ولري له همدې امله کله چې ورته پام ونه شي ماشوم ځان محرومه احساسوي.

تر ټولو د ماشوم د کموالي یا محروم ګڼل دا دی چې کله د کورنۍ کوم غړی له لاسه ورکړي دوی ځان کم احساسوي ځکه د هغوی مهرباني هم له لاسه ورکوي، او ښايي له یو ډول اروايي ناروغي سره هم مخ شي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.