ژباړه: عطا محمد میاخېل
له ماشومانو سره د والدین د چلند ډول د زېږون له لومړیو څخه کولای شي، د هغوی په شخصیت او راتلونکې باندې ډېره زیاته اغېزه ولري. ماشومان د والدینو رښتینې مینې او پام ته ډېره زیاته اړتیا لري، ترڅو وکولای شي، خپل دننني استعدادونه او وړتیاوې وغوړوي. یو له لاملونو څخه، چې کولای شي، د ماشومانو د بارز او مثبت شخصیت له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وکړي، له خپلو همزولو سره د هغوی پرتله کول دي.
ښایي تاسو هم زما په څېر دا جملې ډېرې زیاتې اورېدلې وي، چې ( ته نه پوهېږې، خو د ګاونډي زوی، چې تر تا یو ټولګی ښکته هم دی، ډېرې پوهېږي.) ( ته ډېره لټه او ټنبله یې، خو د ترور لور دې، له تا څخه ډېره پوهېږي او ځیرکه ده) د ماشومانو دا ډول سپکاوی او پرتلنه نه یوازې کوم درد نه شي دوا کولای، بلکې له خپلو شاوخوا همزولو څخه د هغوی د کرکې او نفرت سبب ګرځي او له سختې انزوا سره یې لاس و ګرېوان کوي.
اروا پوهان په دې باور دي، چې ماشومان باید په هېڅ ډول له یو بل سره پرتله نه شي، ځکه د ماشومانو پرتله کول، د دې سبب ګرځي، چې ماشوم په خپل ځان باندې باور له لاسه ورکړي او خپل استعدادونه او وړتیاوې کمې وګڼي. دا ډول ورانونکي چلندونه په لویوالي کې، له ماشومانو سره وده کوي او د دې سبب ګرځي، چې ماشوم تل خپل ژوند له نورو سره پرتله کړي او له خپلو شته څیزونو څخه هېڅ خوند وانخلي او تل خپل ژوند د ځان لپاره تور کړي او ووایي، چې نور د ژوند په ټولو برخو کې له ما څخه ښه او غوره دي.
درنو میندو او پلرنو! هر ماشوم له هغه وخته، چې دې نړۍ ته سترګې غړوي، د بې شمېره وړتیاوو او استعدادونو لرونکی دی، نو تاسو هڅه وکړئ، چې هغه وړتیاوې او استعدادونه پیدا او د یادو وړتیاوو او استعدادونو د بالقوه کولو لپاره لاره هواره کړئ او تل له هغه سره د مینې کولو او د هغه د هڅولو په لاره کې مثبت ګام پورته کړئ او نور نو د ماشومانو له پرتله کولو څخه ډډه وکړئ.