د وینسټون چرچیل شل انګېزه بښونکې خبرې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ په یوه ملت باندې د واک لرلو لپاره، خاین اقلیت او ناپوه اکثریت ته اړتیا ده.
۲ ـــ له باور پرته هنر، د مېږو د هغې رمې په څېر دی، چې شپون نه لري او له نوښت پرته هنر بې روحه جسد دی.
۳ ـــ بریا پای نه دی؛ ماتې له منځه وړونکې نه ده، دا د دوام ورکولو زړورتیا ده، چې ارزښت لري.
۴ ـــ کمزوری اقتصاد او بېوزلي یوازې او یوازې دوه دلیلونه لري: یا حاکمان احمق دي او یا هم احمقان حاکمان دي. وچکالي او جګړه یوه بهانه ده.
۵ ـــ زوړتیا یعنې درېدل او خبرې کول او زړورتیا یعنې کېناستل او غوږ نیول.
۶ ـــ بد بین انسان په هر فرصت کې سختي ویني او خوش بین انسان په هرې سختۍ کې یو فرصت ویني.
۷ ـــ د نړۍ تر ټولو سخته کار د یوه احمق محکومول دي.
۸ ـــ تجربه تل د انسان په ګټه نه ده، ځکه چې هېڅ پېښه دوه ځلې په یو ډول نه رامنځته کېږي.
۹ ـــ قبرونه له هغو کسانو څخه ډک دي، چې ویل به یې له دوی پرته د نړۍ څرخ نه څرخي.
۱۰ ـــ د ټولنې عیب دا دی، چې ټول غواړي مهم انسان واوسي، خو هېڅوک نه غواړي، چې ګټور انسان واوسي.
۱۱ ـــ سم کار ترسره کول مهم دی، خو رښتینولي هم ډېره زیاته مهمه ده.
۱۲ ـــ د هېڅ څیز بیه له غچ اخیستنې څخه ډېره نه ده.
۱۳ ـــ موږ له نړیوالو، پرته له درنښت او احترام څخه بل څه نه غواړو.
۱۴ ـــ له انګېزې او لېوالتیا پرته، ټولې ښېګڼې به خپل مفهوم له لاسه ورکړي.
۱۵ ـــ د خبرې په خوړلو سره به مو هېڅکله د هاضمې سیسټم خراب نه شي.
۱۶ ـــ له پیسو پرته آرامتیا به په ډېرې سختۍ سره تر لاسه شي.
۱۷ ـــ اشخاص تل ګناه د شرایطو او بې نظمۍ په غاړه ور اچوي، زه په شرایطو او بې نظمۍ باندې باور نه لرم. بریالي انسانان په شرایطو او نظم پسې ګرځي او رامنځته کوي یې.
۱۸ ـــ د لید بڼه هغه کوچنی څیز دی، چې ستر توپیر رامنځته کوي.
۱۹ ـــ تاسو هغه مهال یو با سواده کس یاست، چې وکولای شئ، کابو هره خبره واورئ، پرته له دې، چې غوسه شئ او یا هم په خپل ځان باندې باور له لاسه ورکړئ.
۲۰ ـــ دوې ډلې خلک بدمرغه دي، لومړی هغه چې د هیچا خبرې ته غوږ نه نیسي او دویم هغه چې د هر چا خبرې ته غوږ نیسي.