ژباړه: عطا محمد میاخېل
وده او بدلون له ذهن څخه پیلېږي او بهرنۍ نړۍ ته را ایستل کېږي.
که چېرې یو ماشوم ولرم، نو د لوبو تر هرو وسایلو زیاتې ورته پوکاڼۍ اخلم.
له پوکاڼیو سره لوبې ماشوم ته ډېر څیزونه ور زده کوي. دا ور ښيي، چې باید ستر واوسي، خو سپک نه، ترڅو وکولای شئ، مخ په بره لاړ شي.
دا ور زده کوي، چې مینه ناک څیزونه کولای شي، له کوم دلیل او نیمګړتیا پرته په یوه شېبه کې له منځه لاړ شي، نو نباید ور پورې ډېر زیات زړه وتړي.
تر ټولو مهمه، دا ورزده کوي، کله چې له کوم څیز سره مینه لري، نو نباید دومره ور نږدې شي او پرې فشار راولي، چې د ساه ایستنې لاره یې ور بنده کړي، ځکه ښایي د تل لپاره یې له لاسه ورکړي.
یو بل تر ټولو مهم ټکی، چې زما پام ځانته را اړوي، داده، چې پلرونه ټولې هیلې د خپلو ماشومانو لپاره لري، خو نه پوهېږم، چې ولې په خپله د خپلو هیلو په څارلو پسې نه ځي، ولې خپله هڅه نه کوي، ترڅو همغو هیلو ته ورسېږي، کومې چې د خپلو ماشومانو لپاره یې لري؟
داسې ژوند وکړه، چې بله ورځ د ماشوم لرونکی شوې، نو د خپل ماشوم لپاره یو اتل واوسې، نه یو پلار، چې د بریالي کېدو لپاره، یوازې نصیحت کوي.
په ډاډ سره ویلی شم، که چېرې زه خپله کوم ځای ته نه وای رسېدلی او دا خبرې مې کولای، نو هېچا به ورته غوږ نه و نیولی او باور به یې پرې نه و کړی. تاته هم سپارښتنه کوم، داسې ژوند وکړه، چې د خپلې مېرمنې او اولادونو په وړاندې سر لوړی وې.
دا سمه ده، چې بریالی او شتمن کېدل، ډېرې زیاتې هڅې او کوښښ ته اړتیا لري، خو په ناسم تګلوري کې هڅه او کوښښ تاسو کوم ځای ته نه رسوي.