سبا د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چمپینز ټرافي لوبې پیلږي، د افغانستان لومړی لوبه د جمعې په ورځ ده

د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی رحمن الله ګربز

سبا چهارشنبې د (فبرورۍ ۱۹مه) د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چمپینز ټرافي د لوبو لړۍ پیلږي.

په لومړۍ لوبه کې به کوربه پاکستان د نیوزیلنډ له لوبډلې سره مخامخ شي.

په دې لړۍ کې افغانستان د لومړي ځل لپاره برخه اخلي، او د جنوبي افریقا، انګلستان او اسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په بي ګروپ کې لوبېږي.

د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره پلان شوې او دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او دریمه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.

د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل پاکستان ته ولاړ شي.

About ياران ټیم 3419 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.