![05e00000-0a00-0242-d781-08d98f204fa1_w1200_r1](https://yaraan.com/wp-content/uploads/2025/02/05e00000-0a00-0242-d781-08d98f204fa1_w1200_r1-678x381.png)
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د چمپينز ټرافۍ سياليو له پيله وړاندې خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه د ۱۵۰ منډو په توپير د پاکستان الف لوبډلې ته وبايلله.
پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او افغانستان ته يې د ۳۱۵ منډو هدف وټاکه.
افغانستان ونتوانېد ټاکلی هدف پوره کړي او ټوله لوبډله يې د ۱۶۴ منډو په جوړولو وسوځېده. د افغانستان راتلونکې تمریناتي لوبه د يکشنبې په ورځ له نيوزيلنډ سره ده.
افغان لوبډله د تیرې چهارشنبې په ورځ د چمپینز ټرافي په لوبو کې د ګډون په موخه پاکستان ته تللې وه.
د چمپینزټرافي لوبې د روانې فبرورۍ په ۱۹ مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیلږي او فاینل لوبه به یې د مارچ په نهمه وي.
د دې لوبو یوه برخه په متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې ځکه ترسره کیږي چې د هند لوبډلې پاکستان ته له تګه ډډه کړې ده.
افغانستان په دې سیالیو کې به په دوهم ګروپ کې له استرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا سره سیالي کوي.
افغانستان به لومړۍ لوبه د کب په دریمه په کراچۍ کې له جنوبي افریقا سره ترسره کړي.