د سږکال د چمپینز ټرافي جایزه نژدې ۷ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې چې ډیره برخه يې ګټونکې لوبډلې ته ورکول کیږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) نن اعلان کړی چې د چمپینز ټرافي جایزه به سږ کال ۶،۹ ملیون ډالرو ته لوړه شي، چې د ۲۰۱۷ کال پرتله ۵۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دې سیالیو ګټونکو ته به یې ۲،۲۴ ملیون ډالر ورکړل شي.

پاکستان چې په ۲۸ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د ICC جام سیالیو کوربه دې، د اتو غوره ټیمونو په ګډون به یو ورځنۍ سیالۍ د فبرورۍ په ۱۹ په کراچۍ کې پیلیږي او فاینل لوبه به یې د مارچ په نهمه نیټه وي.

په پام کې ده چې د دې جام لوبې په پاکستان او د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې ترسره شي ځکه د هند لوبډلې پاکستان ته له تلو ډډه کړې ده.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته رسیدلې. افغانستان به په دوهم ګروپ کې له استرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا سره سیالي کوي.

 افغانستان به لومړۍ لوبه د کب په دریمه په کراچۍ کې له جنوبي افریقا سره ترسره کړي.