پاکستان کې د اتلانو جام سیالۍ، افغان مینوالو ته ویزې نه ورکول کیږي

د افغان کرکټ ملي لوبډله

په افغانستان او بهر کې میشت د کرکټ ګڼ مینه‌وال شکایت کوي چې له پاکستان څخه د ویزو ترلاسه کول ورته ستونزمن دي، که څه هم دوی غواړي د اتلانو جام سیالیو د نندارې لپاره سفر وکړي او خپله لوبډله له نږدې وهڅوي.

یاران په یو شمیر ولایتونو کې د هغوو ځوانانو سره چې غواړي پاکستان ته د خپلې لوبډلې د ملاتړ لپاره لاړ شي وايي، د پاکستان حکومت ویزې نه ورکوي او د ویزې غوښتنې یې ردیږي.

دوی وايي، د پاکستان ویزې په تور بازار کې تر ۱۲۰۰ ډالرو پورې پلورل کېږي، چې دا بیه ډېری مینه‌وال نشي پرېکولای.

بل پلو، په اروپا کې مېشت افغان کرکټ مینوال وايي، دوی هیله درلوده چې دا سیالۍ له نژدې وګوري خو ویزې نشي ترلاسه کولی.

له نړیوالو اداره د کرکټ مینوالو غوښتنې

د کرکټ مینه‌وال له نړیوالو ادارو غوښتنه کوي چې پر پاکستان فشار راوړي څو د سیالیو د نندارې لپاره د افغان مینه‌والو لپاره د ویزو پروسه اسانه کړي.

دوی له افغان د کرکټ بورډ نه غوښتنه شوې چې د دواړو هېوادونو د کرکټ ادارو ترمنځ د دې موضوع د حل لپاره رسمي خبرې اترې وکړي.

خو په پاکستان کې د اتلانو جام سیالۍ کله دي؟

تمه ده د روان کال د فبرورۍ په ۱۹مه د اتلانو جام سیالۍ په پاکستان کې پیل شي، خو د سیالیو یو شمېر لوبې به په متحده عربي اماراتو کې هم ترسره شي.

د افغانستان لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ۲۱ مه، د کراچۍ په ښار کې د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کېږي.

د افغانستان دوهمې لوبې د فبرورۍ په ۲۶ او ۲۸ مه، د لاهور په قذافي لوبغالي کې د انګلستان او استرالیا پر وړاندې سیالي کوي.

دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله د اتلانو جام په دې کچه سیالیو کې ګډون کوي، او د کرکټ مینه‌وال تمه لري چې د هېواد لوبډله به ښه ځلېږي.