د چلنج کپ تازه خپور شوی مهالوېش او د لوبډلو نوملړونه!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
لیکنه: محمدصابر حمیدي

ټاکل شوې د روانې اګسټ میاشتې په ۱۳مه نېټه افغان کرکټ بورډ د چلنج کپ کرکټ لوبې پيل کړي، چې تر لسو ورځو دوام وروسته د اګسټ په ۲۲مه نېټه بیرته پای ته رسیږي.
د چلنج کپ په نوم په دې سیالیو کې به کابل، کندهار، خوست، هلمند، بلخ، میدان وردګ، ننګرهار او فاریاب کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې په دوو ګرپونو کې ولوبیږي.
تازه کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې ددې سیالیو مهالوېش خپور کړی، چې په لومړۍ ورځ به خوست د هلمند او کابل به بیا د بلخ لوبډلې په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شي.

کرکټ بورډ وایې، چې دا سیالۍ د خوست ولایت په دوو بیلابیلو کرکټ لوبغالو کې ترسره کیږي، خو پایلوبه به یې بیا په کابل ولایت کې د اګسټ میاشتې په ۲۲مه نېټه ترسره شي.
څه موده وړاندې کرکټ بورډ د ټولو لوبډلو نوملړونه خپاره کړي وه، چې په دې ډول دي:

بلخ

اسدالله متاني (لوبډلمشر)، ظفرخان، احسان مندوزی، کامل، عبدالمالک، فرهان زاخېل، محمد ابراهیم )ویکټ ساتونکی(، جمشېد، عبدالستار، عظیم خان، محمد حسن، سلیمان عربزی، محمد حلیم، عبدالرزاق او وسیم مندوزی) شامل دي. ترڅنګ یې خیرمحمد، احمدالله او سمیع سالارزی په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

فاریاب

مرادعلي (لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، هدایت الله، زاهد زاخېل، جمعه ګل، سلیم ساپی، فضل حق، ابراهیم ساپی، اعجازاحمد، ظهیب، عبدالهادي، عبدالباسط، خیرالله، عیدمحمد، رستم او حیات الله) شامل دي چې سربېره پر دې نعمت، بلال او عزت د یاد ولایت په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

هلمند

شریف الله، قدرت الله (ویکټ ساتونکی)، عبدالباري، زلمی خان، عبدالنافع، رحیم سهاک، نظیراحمد، کبیراحمد، عبدالحکیم، انصارالله، احمدضیاء، نوید زابلی، دستګیر دوتاني (لوبډلمشر)، حکمت الله او باري کاکړ شامل دي چې سربېره پر دې پکې هبت الله، لطف الله او محمدرسول په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

کابل

دروېش رسولي، یونس احمدزی، امان رفیقي، انعام الله، شفیق الله غفاري، عبدالرحمن، نثار وحدت (لوبډلمشر)، شاکر، اصف موسی زی، فرمان الله، عظمت الله، ګلاب عمرزی، پرویز، اسحاق ځاځی (ویکټ ساتونکی) او عمران جنت شتون لري چې سربېره پکې روښان زرملوال، اقبال ځاځی او بلال سهاک په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

کندهار

منیر کاکړ (لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی) نصیب الله شېردلي، عبدالمالک، عبدالرازق، محمد ابراهیم، عین الدین کاکړ، بلال احمد، احمدظاهر، نجیب الله، خیال محمد، عبدالباقي، محمدعالم، وقارالله اسحاق، عبدالله تره خېل او واسق الله شامل دي چې دغه راز صدیق الله باوري، عبدالله اغا او عبدالعزیز د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې شتون لري.

خوست

په نوملړ کې رحیم منګل، نوید عبید،اصغر اتل، شاهد کمال (لوبډلمشر)، صدام منګل، محمدالله، رحمن الله ځدراڼ، باختر اتل، حسیب الله، ضیاءالرحمن شریفي، شاهین (ویکټ ساتونکی)، نوراحمد، هاشم خلیل ګربز او ایمل شتون لري چې احسان منګل، نسیم او نعمت پکې په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

ننګرهار

طارق ستانکزی، بهیر محبوب، شوکت زمان (لوبډلمشر)، طاهر عادل، باطن شاه، ابراهیم عبدالرحیمزی، عبدالله عادل، عابد محمدي، زبید اکبري، تمیم، اسحاق محمدي (ویکټ ساتونکی)، بهارعلي، قاري فطرت، ولي اغا او ناصرعمر شامل دي او په احتیاطي لوبغاړو کې یې اکبر موسی زی، مجید عالم او عارف خان شامل دي.

میدان وردګ

صدیق فرهاد، محمد سردار (لوبډلمشر)، اسلام ځاځی، فیصل، بریال، عرفان الله، محمد حفیظ، نصرت قریشي، وسیم اکرم، محمدالله، صادق اتل، وقار سلامخېل، ضیاءالحق پرواني، صابر بهرامي او میرویس ځاځی شتون لري چې دغه راز په احتیاطي لوبغاړو کې نورالحق ملکزی، میوند او هارون شامل دي.
د یادولو ده وړ ده چې یادي سیالیو د ځوانو او غوره لوبغاړو په موندلو کې خورا مهمې دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.