اسراییل او حماس په غزې کې د اوربند بل پړاو ته چمتووالی نیسي

د امریکا،مصر او قطر په منځګړیتوب د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند خبرې اترې

حماس او اسراییلو پرون شنبې اعلان وکړ چې په غزه کې د اوربند د بل پړاو لپاره چمتووالی نیسي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ حماس وسله والې ډلې ویلي، د اوربند د دوهم پړاو د پیل لپاره مثبتې نښې شتون لري خو په دې اړه نور جزییات ورکړل شوي نه دي.

د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، اسراییلو د امریکا له ملاتړه د برخمنو منځګړو بلنه منلې او د دوشنبې په ورځ به د خبرو اترو د پرمختګ لپاره یو پلاوی دوحې ته واستوي.

په ورته وخت کې د حماس یو پلاوی په قاهره کې له مصري منځګړو سره د اوربند د امکان په اړه خبرې کوي.

مصري منځګړي د قطري چارواکو په همکارۍ د دې مذاکراتو د اسانتیا لپاره هڅه کوي او غواړي چې د غزې د اوربند د تړون دوهم پړاو عملي شي.

د اوربند لومړی پړاو چې د برمته وو راخوشي کیدل په شامل وو، تېره اوونۍ پای ته ورسېد.

About ياران ټیم 3431 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.