په نړیوال جام کې د کېچونو غورځولو سلنه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

تر دې دمه د نړیوال جام ۳۳ لوبې شوي او پنځلس لوبې یې پاتې دي، په دغو لوبوکې د افغانستان په ګډون ټولو لوبډلو کېچونه غورځولي یا ډراپ کړي دي، دا چې افغانستان څو سلنه کېچونه غورځولي او څو یم مقام کې دی دلته یې په اړه ولولئ.
هندوستان په نړیوال جام کې لومړۍ لوبډله ده، چې ښه کېچونه یې نیولي دي، دې لوبډله کې جدیجا د ګلېن مکسویل تر ټولو خطرناک کېچ نیولی دی.
دې لوبډلې په سلو کې ۹۹ سلنه کېچونه نیولي دي او یواځې یو فصد کېچونه یې غورځولي دي، د کېچ نه غورځولو په سلنه کې هند لومړی او غورځولوکې یې وروستی ځای لري.

دې لوبډله کې یواځې د پاکستان خلاف لوبه کې (کی ایل راهول) د چهال په اوور کې کېچ ډراپ کړی و.
پاکستان کېچونو غورځولو کې لومړی دی
پاکستان د کېچ نیولو په برخه کې پوره ستونزه لري او د کېچونو غورځولو په برخه کې لومړی مقام لري.
دې لوبډلې تر دې دمه ۱۴ کېچونه ډراپ کړي دي او ۳۵ سلنه کېچونه یې غورځولي دي.
دوهم انګلستانۍ لوبډله ده؛ انګلستانیانو په نړیوال جام کې تر دې دمه ۱۲ کېچونه غورځولي او له پاکستان وروسته په دوهم مقام کې دی.
په کېچونو غورځولو کې دریم مقام د نیوزیلېنډ دی، دې لوبډلې تر دې دمه په نړیوال جام کې ۹ کېچونه ډراپ کړي دي، څلورم مقام د سهیلي افریقا دی، د دوی ډګر ساتونکو تر دې دمه ۸ کېچونه غورځولي دي.
shahidi.jpg
ویسټ انډیز بیا ۶ کېچونه غورځولي او پنځم ځای یې نیولی دی.
اسټرالیا څلور کېچونه ډراپ کړي او شپږم ځای يې نیولی دی، بنګله دېش هم ۴ کېچونه غورځولي دي اووم مقام کې دی، سریلانکا درې کېچونه غورځولي او اتم ځای يې خپل کړی دی.
افغانستان تر دې دمه په ۷ لوبو کې دوه کېچونه ډراپ کړي او نهم ځای کې دی او هند بیا یواځې یو کېچ غورځولی او لسم ځای يې خپل کړی.
تر دې دمه کېچ نیولو کې افغانستان هند پسې دوهم ځای کې دی.