ژباړه: حمیدالله حمیدي
که تر اوسه هم په خپل مسلکي ژوند کې د خپلې خوښې وړ ځای ته نه یۍ رسېدلي، نو لاندې څلور عادتونه به ارو مرو لری.
زموږ د وروسته پاتې کېدو اصلي لامل د تېروتنو بیا، بیا تکرار دی. (د بریالي ژوند نهه رازونه) کتاب لیکوال سکېپ پریچارډ وایي، ما به تل په دې اړه فکر کاوه چې ولې ځینې کسان بریالي کېږي او ځینې نور بیا ماتې خوري.
پریچارډ د ارواپوهنې او مرکو د یوه ګروپ مشري کړې ده. دی وایي، د دې ماموریت پر مهال مو د ۱۰۰۰ کسانو تېروتنې څېړلې دي، چې تر ټولو ډېرو عامو ته یې دلته کتنه کوو.
۱- د نورو په خوښه مخ ته ځئ
کېدای شي د مور و پلار په خوښه مو تحصیلي څانګه ټاکلې وي یا هم رئیس مو دا تشخیص کړې وي، چې د مارکېټېنګ لپاره ښه یې. په داسې حال کې چې ستاسو له مالي مسایلو سره جوړه ده. تاسو یوه هیله درلوده، خو هغه مو اوس وژلې ده. کله چې تاسو د بل چا له هیلې سره مخ کېږئ او یا د هغوی د هیلو قرباني کېږئ انګېزه مو نوره هم وژل کېږي او انرژي مو له منځه ځي. همدا لامل دی، چې په دنده کې پرمختګ نه کوئ او له ځان سره دې پایلې ته رسېږئ، چې تاسو ددې دندې لپاره جوړ شوي نه یاست. خو کله چې د خپلې خوښې په دنده وګمارل شئ هره ورځ به انرژي اخلي او پرمختګ به کوئ. ډېر کله داسې هم کېږي، چې دنده مو درته په زړه پورې وي، خو چاپیریال یې بیا ستاسو په زړه نه وي. له ټولو مخکې ځان وپېژنئ، دنده او کاري چاپیریال مو په خوښۍ وټاکئ.
۲- ارزښت مو نور ټاکي
د پنځو افغانیو پر سېکې لږ تر لږه یوولس افغانۍ مصرف راځي، خو موږ ټولو دا منلې، چې دغه سېکه یوازې پنځه افغانۍ ارزښت لري، ځکه پر سېکه یوازې د پنځو افغانیو لېبل وهل شوی دی. کېدای شي ډېر کله ستاسو په اړه نورو قضاوت کړی وي. د ځان په اړه به مو له نورو دا هم اورېدلي وي چې وایي: ((د ورزش لپاره جوړ نه یې.)) یا دا چې: ((ته نو ځان ته څه شی وایې؟!)) بریالي کسان ډېر کله هغه لېبل ته نه ګوري، چې خلک یې پرې وهي. پر ځان باور وکړئ او د قوت هغه ټکي مو در په یاد کړئ، چې لرئ یې. د خلکو پر هغو خبرو باور مه کوئ، چې د حسادت له مخې یې ستاسو په اړه کوي. خلکو ته ولې اجازه ورکوئ، چې دوی ستاسو ارزښت وټاکي؟
۳- د تېروتنو لپاره بهانې لټوئ
موږ او تاسو ډېری دا عادت لرو، کله چې یو څوک ډېر عذرونه او بهانې لټوي ان که قانع کوونکي هم وي خلک بیا ورته ارزښت نه ورکوي. نننۍ نړۍ د هغه چا په مالکیت کې ده، چې تېروتنه کوي، خو مني یې هم. هغوی وایي، هڅه مې وکړه، خو ونه توانېدم، دا ځل په سمه لاره ځم. دوی له خپلو تېروتنو نه تښتي. هغوی چې تېروتنې کوي او بهانې ورته تراشي، پام مو وي، چې هېڅکله هم پرمختګ نه شي کولای.
۴- له ګډو وډو خلکو سره سرو کار لری
هغه کتابونه چې تاسو یې مطالعه کوئ او هغه کسان چې ور سره په اړیکه کې یاست تر راتلونکو پنځو کلونو پورې ستاسو پر ژوند اغېز پرېباسي. شاوخوا مو څه ډول کسان دي؟ ذهن مو په څه شي تغذیه کوئ؟ په اصل کې تاسو د هغه چا پر ګډوله بدلېږئ، چې شاوخوا مو ژوند کوي. نو پام مو وي، چې هغوی تاسو پر کوم لوري بیایي. همکارانو ته مو پام وکړئ، آیا هغوی د خپلې ښې راتلونکې لپاره هڅه کوي؟ او که د نورو په سپکولو پسې یې را اخیستې ده؟ دغه څه مو باید عادت وګرځوئ، څومره چې د جامو په اخیستو کې دقت کوئ، په هماغه کچه مو د ملګرو په ټاکنه کې هم دقت وکړئ.