لیکنه: براین ټرایسي
ژباړه: غازي عابد
ایا له دې خبر وۍ چې لس مهمې خبرې یا ټکي شته چې په ښه او پراخه ډول سره ستاسې د کاروبار د بریالیتوب او یا ناکامۍ لامل کیدای شي؟ که چیرته په واقعیت او صداقت سره دا لس برخې یا ټکي له ځانه سره عملي کړئ، ښه تصمیمونه به ونیولی شئ او ښې لاسته راوړنې به هم ولرئ.
راځئ چې دا ټکي په لنډ ډول را واخلو:
۱- مهم هدف- د پیریدونکو ډیرول
د یوه کاروبار یا بیزنیس هدف څه شی دی؟
ډیر خلک فکر کوي چې د کاروبار هدف د ګټې لاسته راوړل دي، خو دا غلطه خبره ده. ځکه د کاروبار اصلي او مهم هدف دا دی چې ډیر پيریدونکي راپیدا، راخپل او له ځانه سره وساتي.
همداراز د یو کاروباري پنځوس سلنه وخت، کوښښونه او لګښتونه باید په دې متمرکز وي چې په یوه نه یوه لاره مشتریان یا پيریدونکي راپیدا، ډیر او له ځانه سره ویې هم ساتي.
۲- مهم مقدار- د پیریدونکي رضایت
د کاروبار د کامیابۍ یوه مهمه برخه د پیریدونکي رضایت او خوشحالي ده. تاسې باید د مشتریانو د رضا کولو دا وړتیا ولرئ چې هغوی د نور پر ځای له تاسې سودا واخلي، بیا بیا یې وپيري، یعنې هر ځل تاسې ته راشي او دومره متاثره شي چې د خپل ځان ترڅنګ نور ملګري هم ستاسې خواته راولي. چې همدا ستاسې د ډیرې ګټې او لویې بریا لامل کیږي.
۳- مهمه اړتیا – ارزښت لوړول
د پیاوړي او کامیاب کاروبار مهمه او کلیدي اړتیا دا ده چې له بیلابیلو لارو خپل ارزښت لوړ کړئ. د شتمنۍ سرچینه د کیفیت ښه والی او په باارزښته کولو کې دي، ځکه هر کاروبار هغه وخت ګټه او پراختیا مومي چې کله ارزښتمن وي، یعنې هم یې کیفیت ښه وي او هم په ښه ډول سره کاروبار پرمخ وړي.
نو هره ورځ باید کوښښ وشي چې په بیلابیلو لارو مو کاروبار ارزښتمن کړئ او د پیریدونکي تجربې ته مو نوي څه ور اضافه کړئ.
۴- مهم تمرکز – تل په پیریدونکي پام لرل
په کاروبار کې مهم شخص پيریدونکی دی. نو ځکه باید تل او هر وخت په مشتري ډیر پام و تمرکز وکړئ.
پیریدونکي بې ثباته، بې وفا، بدلیدونکي، بې صبره او د بیلابیلو تقاضاوو لرونکي وي، باید ورسره اړین تګ وشي او هیڅ یو خفه نه شي.
۵- مهم لغات – مرستندویه اوسیدل
په ژوند، کار او بیزنیس کې ددې لپاره چې خوشحاله او بریالی اوسې، نو باید له نورو سره مرستندویه اوسې.
له نورو سره مرسته او همکاري ستاسې کمپنۍ، پیریدونکو او ټولنې ته یوه مهمه مرکزي اړتیا ده، چې دا ددې لامل کیدای شي څو ډیر خلک ستاسې خواته راجلب شي.
۶- مهم سوال – څنګه؟
ډیر مهم سوال چې تاسې یې د ستونزې د حل، په خنډونو د بریالي کیدو او یا د کاروبار د هدف د ترلاسه کولو لپاره پوښتئ، هغه د (څنګه یا HOW) پوښتنه ده. ښه خلک تل د (څنګه) پوښتنه کوي او بیا یې د ځواب لپاره لازم ګام پورته کوي. څو یې حل لار پیدا کړي. نو تاسې هم باید په هره برخه کې له ځانه سره ووایئ چې څنګه ګټه او څنګه تاوان او بیا ورته د حل لارې په لټه کې شئ.
۷- مهمه ستراتیژي – دوامداره پرمختګ
په دې چټکه بدلیدونکي نړۍ او تېزو رقابتونو کې باید په شخصي ژوند او د کاروبار په هره برخه کې پرمختګونه دوامداره وساتئ.
د باسکټبال یو روزونکی پټ رایلي وايي، که چیرته ښه والي لور ته لاړ نه شئ، نو د بدوالي پر لور به ورځئ.
یعنې که موږ بې له پرمختګه پاتې شو یا ورته کار ونه کړو، دا ددې لامل کیږي چې د بدوالي په طرف لاړ شو.
۸- مهم فعالیت – پلورنه
هغه چې ستاسې د بیزنیس زړه لړزوي، پلورنه یا خرڅول دي. ډن او براډسټریت دوه څیړونکو په زرګونو هغو کمپنیو څیړنه کړې، چې ماتې شوي دي، د ماتیدو د ډیرو نورو علتونو ترڅنګ یې هم یو دا و چې (کمزوري یا کمه پلورنه) یې درلوده. یعنې خرڅلاو یې ډیر نه و.
نو هغوی په خپلو پایلو کې دیته ورسیدل چې د یوه کاروبار کامیابي (په لوړه کچه خرڅلاو) کې ده.
۹- مهم هدف – وده، پراختیا
هر کاروبار باید د ودې او پراختیا یو پلان ولري. د کاروبار پراختیا باید ستاسې د فعالیتونو اصلي هدف وي. تاسې باید په هر کال کې د ۱۰ فیصده، ۲۰ سلنه یا ۳۰ سلنه ودې او پراختیا هدف ولرئ.
داسې کمپنۍ شته چې په یوه کال کې یې تر ۵۰ سلنه او ان سل سلنه پرمختګ کړی او دا ممکن دی، کوم تصادف نه دی.
.