د اماراتو لخوا کلکتې لوبډلې ته ځانګړی ښه راغلاست+ويډيو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبريال: مدثر دعوت
د عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې لپاره ځانګړي ښه راغلاست مراسم ترسره سوه.
د ای پي ايل سياليو په دوام نن ماښام شپږ نيمي بجې کلکته نائټ رايډرز او ممبی انډيانز لوبډلې سره مخ کېږې.
یاران uncategorized 1846 د اماراتو لخوا کلکتې لوبډلې ته ځانګړی ښه راغلاست+ويډيو
تاسو ته مالومه ده چې روان ای پي ايل ليګ په عربي اماراتو کې ترسره کېږي چې تر اوسه يې څلور لوبې ترسره سوي.
نن ماښام د کلکتې لومړنۍ لوبه ده ،نو په همدې خاطر د دوبۍ د خليفه برج تېره شپه د کلکتې په نښان او سکواډ روښانه سوی وو،او د ښه بخت هيله يې ورته درلودلې وه.


د خليفه برج په تاريخ کې تر اوسه د هيڅ لوبډلې ملاتړ لپاره داسې څه نه وو ترسره سوي، او کلکته لومړنۍ ورزشي لوبډله ده چې ددې ټاور په رڼاګانو کې تشريح کېږي.
دا برج د نړۍ تر ټولو ستره ودانۍ ده او اکثريت وختونه د خپلواکۍ د ورځو په وياړ د ځينو هيوادونو بیرغونه ورته ښودل کېږی او مبارکۍ ورکول کېږي.
د هند لپاره تر اوسه ددې هيواد د خپلواکۍ همدارنګه د مهاتما ګاندي او شاهرخ خان د کليزو په وياړ مبارکۍ او رڼاګاني خپرې سويدي.
د کلکتې مينوال دا ددې لوبډلې لپاره ستر وياړ بولي او د باليووډ د باچا څخه يې مننه کړې چې تل يې د خپل هيواد نوم لوړ ساتلی.
د کلکتې لوبډلې مسولينو هم د خلیفه برج او ددوبۍ د حکومت څخه مننه کړې چې ددوی ملاتړ کوي.


دا لوبډله پر ټولنيزو رسنيو د ۲۲ ميليونه مينوالو په درلودلو سره تر ټولو مخکې ده.