له محمد نبي، حشمت شهیدي او هندي بالر بومرا سره مرکه؛ دوی د نننۍ لوبې په اړه هم غږیدلي

رنګین تجريدي ډیزاین

 د کرکټ نړیوالې شورا له دوو افغان او یو هندي لوبغاړي سره ویډیویي مرکه کړې ده.
حشمت الله شهیدي وایي، هندوستان سره لوبه کول، زمونږ لپاره یوه سخته ننګونه ده، مونږ پوهېږو، چې مونږ د نړۍ  له یوې غوره لوبډلې سره مخ یو، تاسې ښه پوهېږئ، چې دوی په درې واړو فارمټونو( شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ) لوبوکې ښې لوبې کوي.
هند ډېر ښه لوبغاړي لري لکه ویرات کولي او روهېت شرما؛ ویرات کولي په نړۍ کې لومړی نمبر توپ وهونکی دی.
828156 hashmatullah له محمد نبي، حشمت شهیدي او هندي بالر بومرا سره مرکه؛ دوی د نننۍ لوبې په اړه هم غږیدلي
دی وایي، زه باید د هغوی پر وړاندې ښه لوبه وکړم، زه به په خورا جوش له لوبې خوند واخلم. غواړم د هندي بالرانو پر وړاندې ښه توپ وهنه وکړم او ښې منډې ترلاسه کړم.
زه له هندوستان سره لوبه نه هېروم، د دوی په اړه په ډېرڅه پوهېږم. همېشه د دوی د بالرانو ویډیوګانې ګورم.
حشمت الله شهیدي د خپلې لوبډلې د توپ وهنې په اړه وایي، مونږ اته یا نهو پورې توپ وهونکي لرو دوی کولای شي، چې ښه لوبه وکړي او هر لوبغاړی باید پوره هڅه وکړي، چې د هندوستان خلاف ښه لوبه وکړي.
محمدنبي وایي
mohammadnabi1 1558767797 له محمد نبي، حشمت شهیدي او هندي بالر بومرا سره مرکه؛ دوی د نننۍ لوبې په اړه هم غږیدلي
په څو لوبو کې هندوستان ښه مبارزه کړې، زیاتره اسیایي هېوادونه د انګلستان په ویشتن ځایونو ښه لوبه کوي، مونږ هم په دې پیچونو ډېره خواري کوو، چې ښه توپ وهنه وکړو، مونږ به پوره هڅه کوو، چې ښه لوبه وکړو. څلور لوبې لرو او مونږ غواړو چې دا لوبې په ښه ډول پای ته ورسوو.
جسپرېت بومرا
بومرا کاږي، مونږ په دې فکر نه کوو، چې لوبه کې به څه کېږي او چا سره مخ یو، بلکې مونږ غواړو چې ښه توپ اچونه وکړو، ښه ایکانومي وساتو، عادي لوبه کوو، موږ د پاکستان خلاف ډېره ښه لوبه وکړه، په توپ اچونه کنټرول ساتو او نه غواړو چې دایره کې مقابلې لوبډلې ته زیاتې یا اضافي منډې ورکړو.
دا هغه څه دي، چې مقابل لوری له مونږ څخه وېره کوي او زمونږ بالېنګ ته احترام کوي.
دی وايي، د افغانستان او پاکستان لوبډلو سره مخکې مخ شوي یو او پاکستان سره مو مخکې لوبې کړي دي، مونږ دا دواړه لوبډلې تعقیب کړي او ډېره تجربه مو اخېستې.
رېشاب پنټ چې د شېکر دوان پرځای هندۍ لوبډلې ته راغلې، د ده په اړه بومرا وایي، رېشاب پنټ یو بهترینه لوبغاړی دی، هغه کولای شي، هند ته ښه لاسته راوړنه ولري او کولای شي د لوبې اړخ د هند لپاره بدل کړي، د هغه توپ وهنه ډېره خطرناکه ده.
د سیالي په اړه بومرا داسې نظر لري؛
دا ډېره په زړه پورې سیالي ده، ځېنې بالران ښه توپ اچونه کوي، ځېنې لوبغاړي لږ خواري کوي، ځېنې ډګرساتنه کې کمزوري وي؛ زه د هر لوبغاړي سره عادي یم، زه خوښ یم، زه تیاری نیسم، خواري کوم او پایله یې هم ښه وي.
د مرکې لېنک: