کرونا؛ ناورین که فرصتونه؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: جان اغا بهار
زه هم په دې باور یم چې هر بُحران په خپل ذات کې یو فرصت دی. او زده کړه ورڅخه کېدلای شي. مثلاً؛ کوویډ ــ ۱۹ ویروس ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان کې له هر اړخه بّحرانونه رواستي:
همدا اوس یې زمونږ ټولنه د شدید روغتیایي بُحران سره مخ کړې.
د لوږې له جدي او دردونکي بُحران سره یې مخ کړې ده.
د توکو د نرخونو لوړوالي له بېرحمه بُحران سره یې مخ کړې ده.
د مرګ له بُحران سره یې مخ کړې ده.
د پیسو د نشتون له بُحران سره یې مخ کړې ده.
د کاروبار او شدید اقتصادي بُحران سره یې مخ کړې ده.
د کورني تاوتریخوالي له بُحران سره یې مخ کړې ده.
د اړیکو د پاللو له بُحران سره یې مخ کړې ده.
خپل صحت ته د پام کولو له ستړي کوونکي بُحران سره یې مخ کړې ده.
د پاکوالي د جدي نیولو او ستړي کوونکي بُحران سره یې مخ کړې ده.
د سیاحت له بُحران سره یې مخ کړې ده.
د زده کړو له بُحران سره یې مخ کړې ده.
او …..
او له دې هر بُحران زده کېدلای شي. مثلاً.
له روغتیایي بُحرانه دا زده کړه کېدلای شي چې دولت باید روغتیایي سکتور ته پام وکړي. پانګوونه ورباندې وکړي، ترڅو یو باوري او د ډاډ وړ سکتور رامنځته شي. چې په دې د درملو د فابریکو ایجاد او صنعت هم پام کول شامل دي.
د لوږې له بُحرانه دا زده کړه کېدلای شي چې زمونږ په ټولنه کې باید د خوراک او غذایي توکو په برخه کې له اسراف ځان وساتي. دولت او خلک باید کرنیز او رزاعتي سکتور ته ډیره مخه کړي.
د توکو د نرخونو د لوړوالي له بُحرانه دا زده کړه کېدلای شي چې زمونږ دولت او خلک باید تولیدي صنعت ته مخه کړي. خپل تولیدات باید ولرو، کارخانې او فابریکې باید جوړې کړو، ترڅو په نورو هیوادونو له اتکاء را خلاص شو او د ناورینونو پر وخت له خطرناک حالت سره مخ نشو.
د مرګ له بُحرانه دا زده کړه کېدلای شي چې مرګ حتمي دی. مخکې تردې چې ومرو. مرګ راته راشي، حداقل داسې عملونه مو ترسره کړي وي چې هغه دنیا کې پرې د جهنم له اوره نجات ومومو.
د پیسو د نشتون له بُحرانه ده زده کېدلای شي چې مونږ باید په خپل ژوند کې سپما(پس انداز) ته توجو وکړو. دا اوس له لویه سره خلک له دې ستونزې سره مخ دي. سپما نه یوازې زمونږ بلکې راتلوونکي نسل سره هم مرسته کولای شي.
د کاروبار له بُحرانه دا زده کړه کېدلای شي چې مونږ و تاسې انلاین کارکولو ته هم مخه کړو. یوازې په ټیکسه وانۍ، دوکاندارۍ او نورو تمرکز ونه کړو. اړتیا دا ده چې په نورو داسې کارونو هم فکر وشي چې هر حالت کې یې ترسره کېدل ممکن وي، د عاید د یوې ښې لارې په توګه.
د کورني تاوتریخوالي له بُحرانه دا زده کړه کېدلای شي چې باید د کورني حکومت نظم او چارو ته ډیر پام وشي. د هرچا حقوق او وجایب باید معلوم او ور وښودل شي، یو پر بل تیری ونشي. چاته په کمه سترګه ونه کتل شي، ښه انتخاب وشي. درناوی او یو بل منل دود شي.
د اړیکو پاللو له بُحرانه دا زده کړه کېدلای شي چې مونږ و تاسې باید د خپلو کحارونو ترڅنګ په ټولنه کې د خپل ــ خپلوانو او نورو سره د اړیکو پاللو لپاره باید وخت بېل کړو. غم و ښادۍ کې یې ګډون وکړو. او هغه فرصت چې هلته یې لرو باید قدر یې وکړو.
خپلې روغتیا ته د پام کولو له ستړي کوونکي بُحرانه دا زده کړه کېدلای شي چې مونږ و تاسې باید د بوختیاوو باوجود باید هر حالت کې خپل صحت ته ډیر پام وکړو. پاکوالی باید جدي مراعات کړو. ورزش وکړو، له لارو ځان وساتو چې روغتیا مو ګواښي. او هر هغه څه چې زمونږ روغتیا پیاوړې کوي، که څومره سخت او ستړی کوونکی تمرین او کار وي، که هره ورځ او ساعت هم وي باید ترسره یې کړو. ځکه تر روغتیا هېڅ مهم نه دي.
د پاکوالي له ستړي کوونکي بُحرانه دا زده کېدلای شي چې مونږ و تاسې باید د ځان، کورنۍ او چاپیریال پاکوالي ته دقیق فکر وکړو. که ځان مو پاک وي، له ناورغیو او هر ډول میکروبونو به خوندي وه. نه یوازې ځان بلکې خپلې کورنۍ او چاپیرچل ته هم باید پاک وکړو، ځکه د هغوی له پاکوالي پرته بیا هم له ناروغیو نشو خوندي کېدلای. یعنې هر ساعت او هره ورځ باید دا کار وکړو.
د سیاحت او تفریح له بُحرانه دا زده کړه کېدلای شي چې مونږ و تاسې باید د خپلو مصرفیتونو سره ــ سره باید سیاحت او تفریح ته هم وخت ورکړو. وګرځوو. د خدای تعالی له نعمتونو خوند واخلو. مخکې له دې چې ومرو، باید ډیرو ځایونو ته مو سفرونه کړي وي. یوه خبره دا ده چې دا سیاحت او تفریح باید ددې سبب ونه ګرځي چې له مونږه ژوند، کورنۍ او کاروبار هیر شي. یعنې کورنۍ ته هم باید وخت ورکړو.
د زده کړو له بُحرانه دا زده کېدلای شي چې مونږ و تاسې یوازې او دولت باید یوازې د ښوونکي او محصل فزیکي شتون چې په ټولګي وي، هغې په تمه باید ډیر ونه پایو. انلاین زده کړې سیستم ته هم باید کار وشي.(نسبي تاوانونه یې په خپل ځای) اما ګټور دی. خاصتاً بُحراني او سختو حالتو کې.
هیله ده له کرونا ویروس وروسته اړوندو برخو ډیر پام وشي او دا فرصتونه ضایع نشي!

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.