
د کرکټ له پیله تر اوسه په لوبډلو کې ورونه او خوېندې لوبېدلي او لا دا لړۍ روانه ده.
اوسمهال په افغان لوبډله کې اصغر افغان او کریم جنت، نوروز منګل او احسان الله جنت لوبېدل او دوی سکني ورونه وو.
خو د کرکټ په نړۍ کې نور لوبغاړي هم شته، چې یوې لوبډلې لپاره یې نړیوال کرکټ کړی، دلته یې په اړه درته وایو:
مېچل هسي او ډېوېډ هسي
دواړه اسټرالیایي لوبغاړي وو، چې په ۲۰۱۱ م کال نړیوال جام کې د اسټرالیا لپاره ولوبېدل او اوس دواړه تقاعد شوي دي.
مېچل هسي کیڼ لاسی خطرناک توپ وهونکی و او ډېوېډ هسي بیا ښي لاسی توپ وهونکی و.
هارډېک پانډیا او کرونل پانډیا
دواړه د هندۍ لوبډلې پیاوړي الراونډران دي، هارډېک پانډیا د ښي لاس چټکې توپ اچونې او توپ وهنې الراونډر دی او کرونل پانډیا بیا په کیڼ لاس توپ وهنه او کیڼ لاس کراره توپ اچونه هم کوي.
دواړه هم په هندۍ لوبډله او هم په آې پي ایل کې له ممبيي انډینز لوبډلې سره لوبېږي.
یوسف پټان او عرفان پټان
یوسف پټان د سپېن بالینګ الراونډر و او عرفان پټان بیا چټک کیڼ لاسی توپ اچوونکی و، دواړه تر ۲۰۱۵ م کال پورې له هندۍ لوبډلې سره ولوبېدل. یوسف اوس هم د باقاعده لوبغاړي په حیث له سنرایزر سره لوبیږي.
کیوین اوبراین او نیل اوبراین
کیوین اوبراین او نیئل اوبراین دواړه د ایرلېنډ لوبډلې پیاوړي الراونډران دي، چې نیل اوبران اوس له ایرلېنډۍ لوبډلې سره نشته؛ خو کیوین اوبراین لا هم دم کې دی او لوبې کوي.
برېنډ مکالم او نتن مکالم
د نیوزیلېنډۍ لوبډلې پیاوړي لوبغاړي وو، چې نتن مکالم الراونډر و او برېنډ مکالم بیا ټاپ ارډر چټک توپ وهونکی و او دواړه تقاعد شوي دي.
عمر اکمل او کامران اکمل
د پاکستانۍ لوبډلې تکړه ټاپ ارډر او مېډل ارډر توپ وهونکي دي، چې لا هم لوبډلې سره مل دي.
کامران اکمل وېکټ ساتونکی دی او کله، کله بیا عمر اکمل هم وېکټ ساتنه کوي.
مورنی مورکل او ایل بي مورکل
دواړه د سهیلي افریقا لوبغاړي دي، ایل بي مورکل الراونډر دی او مورني مورکل بیا چټک توپ اچوونکی دی.
ډیجی براوو او ډېرين براوو
د ویسټ انډیز په لوبډله کې دوه ورونه لوبغاړي وو، چې براوو یې الراونډر و او ډېرین براوو بیا کیڼ لاسی توپ وهونکی دی.
ډوېن یا ډیجی براوو اوس تقاعد شوی.
مارک واف او سټیف واف
۱۹۹۱ م کال کې د اسټرالیا لوبډلې دوه ورونه وو، چې دواړه په یوه لوبډله کې لوبېدل.
دوی ۲۰۰۱ کاله پورې لوبې وکړې او بیا تقاعد شول.
الېک او ایرېک بېډزر
دواړه انګلستاني ورونه وو، چې دواړ د انګلستان لپاره په ۱۹۶۰ کلونو کې لوبې کولې، دوی دواړه ډېره مشهوره جوړه وه.
فېرني او رین شیویل خویندې
دوی دواړو خویندو د اسټرالیا لپاره ۱۹۳۴ م کال کې لوبې کولې.
الېکس او کېټ بلېک وېل
دواړه اسټرالیایي ورونه وو، چې په ۲۰۰۴ م کال کې په یوه یو ورځنۍ لوبه کې د اسټرالیا لپاره ولوبېدل.
همېش او جېمز مارشال
دواړه نیوزیلېنډي ورونه وو او په ۲۰۰۵ م کال کې هم نیوزیلېنډ لوبډله کې وو.
الیزابېت او روز سېګنال
دواړه نیوزیلېنډۍ خویندې وې او غبرګولې هم وې، دوی د انګلستان خلاف یوه لوبه کې ولوبېدې او بیا یې یو ورځنیو لوبوکې هم ونډه اخېستې وه.
کېشونا او کایسیا نایټ
دواړه ویسټ انډیزۍ خویندې وې او په زیاترو یو ورځنیو لوبو کې د ویسټ انډیز لپاره لوبېدلې وې.
سي سیلیا او ایسوبېل جایس
دوه ایرلېنډۍ خوېندې دي، چې د ایرلېنډ په لوبډله کې لوبېدلې دي.