هغه زرینې کرښې چې د ژوند په روښانتیا کې مرسته کوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

راټـولـونـه: نـورالله زهـيـر

«لطفاً مه ساده کېږه» د ښاغلي مصطفی صفا تاليف او ژباړه ده چي د ځان پېژندني،  ځان جوړوني او ځان خبري مو ضوعات رانغاړي. ځيني ويناوي مي ترې را اخيستي له تاسو سره ئې هم شريکوم، هیله ده درته ګټور اوسي.

*هيڅکله له سيوري مه ډارېږئ د سيوري موجوديت په دې دلالت کوي چي دلته رڼا هم شته.
*له جهنمه وېره خپله جهنم دی او جنت ته اميد خپله جنت دی.
*تر غلطو معلوماتو لرلو معلومات نه لرل ښه دي.
*هغه څوک چي اميد بايلي هر څه له لاسه ورکوي.
*پرون تاريخ دی، نن سوغات دی، سبا معما ده.
*پر ځان واکمني تر ټولو واکمنيو غوره ده.
*د چا په زړه کي چي خزان وي د هغه په لاسونو کي ګلونه نه غوړيږي.
*خوشحاله او سوکاله اوسېدل د ټولو حکومتونو لنډيز دی.
*توبه ايستل اسانه او ګـناه پرېښودل ګرانه ده.
*د خپلو ناپوهيو په لاملونو پوهېدل پوهه ده.
*حتا د همت درلودل هم همت غواړي.
*له ماتي وېره خپله ماته ده.
*ناپوهي د ذهن شپه ده داسي شپه چي نه سپوږمۍ لري او نه ستوري.
*اوچت فکر وکړه تر څو اوچت و اوسې.
*د غم بهترين علاج دادی چي يا هېر شي يا قبول.
*مينه يوازي په مينه کولو زده کيږي.
*انسان د رود په شان دی څومره چي ژور شي هغومره ارام درومي.
*کار کول ورځي لنډوي  خو  ژوند  اوږدوي.
*د دوست ساتل د دښمن تر مهارولو زيات مهارت غواړي.
*که خلک تا ونه پېژني پروا نشته که ته خلک  ونه پېژنې د خپګان ځای دی.
*د وزګارو خلکو ماغزه هم وزګار وي.
*هدف ته د رسېدلو لومړی ګام د هدف درلودل دي.
*که غواړئ کارونه موپه ښه توګه تر سره شي نو خپل ځان ورته ښه کړئ.
*موفقيت د زړورتيا او تلاش نتيجـه ده.
*هغه ژوند چي د سبا په تمه تېريږي همېشه يوه ورځ پس پاتي دی.
*زړه نا زړه خلک هيڅ وخت نه بريالي کيږي.
*ماته خوړونکي دوه ډوله دي هغه چي فکر ئې کړی مګر عمل ئې نه دی کړی، دويم هغه چي عمل ئې کړی مګر فکر ئې نه دی کړی.
*هيڅکله ځان په وړه تله مه تلئ.
*د ملګري د موندلو لپاره ځان د ملګرۍ وړ کړئ.
*که په جېب کي پيسې نه لرې په خوله کي شات ګرځوه.
*زياتره خلک د ماتي له ويري ماته خوري.
*د هيچا زړه مه  خپه کوه ځکه ته هم زړه لرې.
*هر څوک چي خوښ وي هغه بريالی دی.
*تا ته چي څه پکار دي د خندا په زور ئې تر لاسه کړه نه د ژړا.
*که د تېروتنو لپاره دروازې وتړې نو ښېګڼي هم بيرون پاتيږي.
*د خلکو عيبونو ته پاملرنه زموږ تر ټولو ستر عيب دی.
*د خپلي خوښۍ لپاره د نورو خوښۍ مه خاوري کوه.
*مهمه نه ده چي څو ځله پر ځمکه لوېدلی يې مهمه داده چي څو ځله درېدلی شې.
*له مشکلاتو څخه د تېرېدلو لپاره پل جوړ  کړه، نه د ډوبېدلو ګرداب.
*هيله د قدرت او برياليتـوب مور ده.
*ته کولای شې شکايت وکړې چي ګلونه اغزي لري او هم کولای شې  خوشحاله و اوسې چي اغزي ګلونه لري.
*خزانه او وېرانه دواړه ستا په وجود کې دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.