برینډن مکالم؛ د نړۍ خطرناک او چټک توپوهونکی وپيژنئ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د کرکټ په نړۍ کې ډول، ډول توپ وهونکي او توپ غورځوونکي تېر شوي او لا به نور لوبغاړي هم دې نړۍ ته راشي؛ خو له دوی ځېنې بیا ډېر زړور او ځانګړو خصوصیاتو سره تېر شوي، د همدغو توپ وهونکو له ډلې په دې لیکنه کې درته د نیوزیلېنډ د پخواني کرکت لوبغاړي او لوبډلمشر برېنډن مکالم په اړه راسره ولولئ!
برېنډن مکالم په ۱۹۸۱ م کال د سپټمبر په ۲۷ مه نېټه د نیوزیلېنډ په اوټاګو سیمه کې زېږېدلی دی، پلاریې سټوارټ مکالم و.
په ۲۰۰۴ م کال کې د نیوزیلېنډ لوبډلې ته راغلی او په ټولو ډولونو لوبو کې لوبیدلی او لوبډلمشري یې هم کړې ده.

په ۲۰۰۳ م کال کې یې ایلېسا مکالم سره واده کړی دی، دوه اولادونه لري، چې زوی یې رایلي مکالم نومېږي او لوریې مایا مکالم ده.
برېنډن مکالم د کرکټ په نړۍ کې هغه لوبغاړی دی، چې هر ډول توپ اچوونکي پسې له کریز بهر راووت او د قدمونو استعمال یې کاوه، نوموړي چې به کله په توپ پسې د قدمونو کارونه وکړه، بیا به ۹۹ سلنه بریالی و او توپ به یې د څلوریزې او یا هم شپږیزې لپاره لوباوه.

هغه د نیوزیلېنډ لوبډلمشر، وېکټ ساتونکی او پیلوونکی لوبغاړی تېر شوی دی، نوموړي په ۲۰۱۵ م کال کې د نیوزیلېنډ لپاره د هرډول لوبو څخه د استعفا اعلان وکړ او په ۲۰۱۶ م کال کې یې وروستۍ لوبه له اسټرالیا سره وکړه او بیا د خپل هېواد لپاره ونه لوبېده.
د نوموړي یواځې یو ورور دی، چې هغه نتن مکالم نومېږي او د نیوزیلېنډۍ لوبډلې لوبغاړی دی.
مکالم لومړۍ ټېسټ لوبه په ۲۰۰۴ م کال کې د انګلستان پر وړاندې وکړه او په یوه پاڼۍ کې یې ۹۶ منډې جوړې کړې.
بیا یې د بنګله دېش خلاف سلیزه ووهله او د سریلانکا خلاف لوبه کې په ۹۹ منډې وسوځېد؛ خو د زِمبابوې پر وړاندې یې ۱۱۱ منډې ترسره کړې.

په ۲۰۰۵ م کال کې لومړي ځل لپاره د نړۍ شل اوریزه غوره لوبغاړو لوبډله کې شامل شو او د کرکټ نړۍ والې شورا سوپر لوبلړۍ یا سیریز کې یې برخه واخېسته.
په ۲۰۰۷ م کال کې نیوزیلېنډۍ لوبډله یواځېنۍ لوبډله وه، چې اسټرالیا ته یې ماته ورکړه، چې د مکالم ۸۶ ناسوځېدلې منډې پکې د یادولو وړ وې.
د ۲۰۰۷ م کال ډېسمبر په میاشت کې یې د بنګله دېش خلاف یوه لوبه کې په ۱۹ توپونو ۵۰ منډې جوړې کړې او په ۲۸ توپونو یې بیا خپلې منډې ۸۰ وو ته ورسولې، چې ۹ څلوریزې او ۶ شپږیزې پکې شاملې وې.
https://www.youtube.com/watch?v=xrvZGoeDm7E
کله چې د نړۍ دغه خطرناک کرکټ لوبغاړي په ۲۰۱۶ م کال کې د فبروري په ۲۲ مه نېټه خپله استعفا وړاندې کوله، د نړۍ ډېری لوبغاړي یې مخې ورغلل او درناوي ته یې ولاړ وو.
مکالم وروستۍ ټېسټ لوبه د اسټرالیا خلاف وکړه.
په ۲۰۰۶ م کال کې د انګلستان په سوداګریزکرکټ لیګ کې د ګلامورګن لوبډلې لپاره په لومړي ځل ولوبېد او ۱۶۰ منډې یې ترسره کړې.
هغه د نړۍ په ۲۲ لوبډلو کې د مختلفو لیګونو پر مهال لوبېدلی او له لاسته راوړنو ډکې لوبې یې نندارې ته وړاندې کړي دي.
په ۲۰۱۷ م کال کې کله چې ګوجرات لاینز سره لوبېده، برېنډن مکالم او اېرون فېنچ د راشدخان له خوا وسوځول شول.

د بنګله دېش خلاف یو ورځنۍ لوبه کې برېنډن مکالم په ۲۰۱۰ کال کې ۱۸۵ منډې ترسره کړې او مارټېن ګوپټېل سره یې ۳۳۹ منډې ملګرتیا وکړه، چې د نړۍ دوهم نمبر ملګرتیا ده.
مکالم په یوه شل اوریزه لوبه کې ۱۲۳ منډې ریکارډ هم لري؛ خو له ده وړاندې بیا ایرون فېنچ دی، هغه د ۱۷۲ منډو ریکارډ څښتن دی.
مکالم په اې پي ایل کې په ۲۰۱۷ م کال کې د ۸ ملیونه ډالرو په ارزښت له ګوجرات لاینز لوبډلې لپاره ولوبېده او په ۲۰۱۸ م کال کې رویال چلینجرز بنګلور لوبډله کې اخېستل شوی و.
مکالم په ټولنیزو رسنیو انسټاګرام او ټوېټرکې هم فعال دی، په انسټاګرام یې د مینه والو شمېر ۵۲ اعشاریه ۷ (کی) دی او ټوېټرکې یې بیا د تعقیبوونکو یا فالورز شمېر ۱۷۴ (کی) دي.
Instagram 52.7 k
Twitter Followers 174 k

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.