براوو له چینای سره د دوه اونیو لپاره مخه ښه وکړه

سپینه تجريدي ډیزاین

د ویسټ انډیز تکړه الراونډر دیجی براوو د ټپ له امله له چینای لوبډلې سره نه لوبېږي.
د چینای لوبډلې د توپ وهنې روزونکي مېچل هسي وویل، چې براوو ژوبل دی او نه شي کولای چې د پنجاب لوبډلې خلاف نننۍ لوبه کې ولوبېږي.
مېچل هسي ویلي هغه به دوه اوونیو کې بېرته عادي حالت ته راشي او ستونزه به یې حل شي.
مېچل هسي زیاته کړه، مونږ هڅه کوو چې د هغه پر ځای ځواکمن لوبغاړی ځای پرځای کړو او د پنجاب خلاف یوه ښه لوبډله برابره کړو.
dwyane bravo براوو له چینای سره د دوه اونیو لپاره مخه ښه وکړه
براوو په آې پي ایل کې د منځنیو اورونو لپاره مناسبه توپ اچونه کوي او هم په ستونزمن حالت کې د چینای لپاره توپ وهنې ته راځي.
توپ اچونې برخه کې براوو چټک، منځنی سرعت او چېنج یا بدل توپونه ډېر غورځوي او توپ وهونکي یې په اسانۍ نه شي لوبولی.
هسي ویلي ډوني او د توپ اچونې روزونکی سټيفن فلیمینګ فکر کوي، چې د براوو پر ځای یو فسټ یا سپېن توپ اچوونکی واخلي، له دوی سره په اټېک بالېنګ کې ډیپک چهر، شاردول تاکور او موهېټ شرما توپ اچونه کوي.
سپېن بالېنګ کې بیا ورسره عمران طاهر، جدیجا، هاربجن سېنګ او کېدرجداف هم توپ اچونه کولای شي.
خو د براوو پر ځای افریقایي چټک توپ اچوونکی لونګي اینګېډي غوره توپ اچوونکی دی.
چینا په څلور لوبو کې یوه بایللې او درې یې ګټلي دي، د نومرو په جدول کې دریم ځای کې ده.