په کرکټ کې توپ اچوونه او د چټک او سلو بالرانو ځانګړنې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

په هره برخه کې ځېنې کسان داسې وي، چې خپل ځانګړي مهارت او استعداد سره نړۍ ته راغلي وي او له کوچینوالي ځانګړی استعداد لري؛ خو ډېری کارونه داسې دي، چې باید زده شي او کسبیږي.
کرېکېټ کې هم داسې استعدادونه شته، چې فطري یو لوبغاړي کې موجود وي؛ خو بیا هم مسلکي تمرین ته اړتیا لري؛ ترڅو یې توپ اچوونه لا اغېزمنه شي.
لومړی باید مونږ د کرکټ د توپ اچونې په برخه کې مسلکي زده کړې وکړو، د توپ اچونې د ځانګړو ماهرینو څخه د توپ د سوېنګ، نیولو، غورځولو، پېس کولو، سټایل او نورو په اړه مهارتونه باید زده کړو.
مونږ نړۍ کې په ټوله کې دوه ډوله توپ غورځوونکي لرو، لومړی فسټ یا چټک توپ اچوونکي او دوهم سلو، څوکه یا سپېن توپ غورځوونکي دي.
فسټ یا چټک توپ اچوونکي بیا په څلور ډوله دي:
لومړی: فسټ یا چټک توپ اچوونکي بیا عبارت دي له فسټ بالرانو، چې منډه هم تېزه وهي او توپ هم له ۱۴۵ سرعت څخه نېولې تر ۱۶۰ او یا هم له دې پورته سرعت سره غورځوي، دې بالرانو ته پېسر یا پېس مېن هم وایي.
لکه د پاکستان شعیب اختر، د اسټرالیا برېټلي، د اسټرالیا مېچل سټارک، حمید حسن، دولت ځدران او داسې نور.
دوهم ډول یې فسټ میډیم دي، دا ډول بالران له ۱۳۰ سرعت څخه نیولې تر ۱۴۴ سرعت پورې توپ غورځونه کوي. نړۍ کې ډېری توپ اچوونکي په همدغې کټګورۍ کې موندل کېږي.
دریم میډیم فسټ بالران: دا هغه بالران دي، چې د ۱۲۰ او ۱۲۹ ترمنځ سرعت سره توپ اچوونه کوي.
څلورم ډول یې: میډیم یا منځني توپ اچوونکي دي، چې سپيډ یې له سلو ۱۰۰ نیولې تر ۱۱۹ پورې وي.
دوهم سپېن توپ اچوونکي
په ټوله کې په څلور ډوله دي.
اول: لېګ برېک
لېګ برېک توپ اچوونکی له ګوتو او مړوند دواړو څخه کار اخلي او ډېره پورې توپ غورځونې ته لاس چپه کوي، ورغوی پاس لوري ته او د لاس پنجې شا د ځمکې خواته کېږي او توپ ته په ګوتو سوېنګ ورکول کېږي، دې کې بیا لېګ برېک او ګوګلي باندې وېشل شوي.
لېګ برېک ته ډېره پورې بال په ګرېپ یا پټه باندې نېول کېږي او په دریمه ګوته سوېنګ ورکول کېږي.
ویډیو

دوهم : اف برېک
دې کې بالر یواځې این سوېنګ او اوټ سوېنګ دواړه وېشتی شي؛ دې کې لاس مخامخ وي او ګوتو باندې بال ډېر سوېنګ کېږي.
اف برېک توپ اچونه کې زیاتره بالران سوېنګ په شهادت ګوته ورکوي او توپ په اوږدو په ګرېپ نیول کېږي. داسې بالران کیڼ لاسي توپ وهونکي ډېر ژر سوځوي.
لکه محمدنبي عیسی خېل، محمدحفیظ، سونېل نرېن او نور.

 
دریم : ارتودوکس
د ده توپ هم په ګوتو کې په ګرېپ نیول کېږي، خو د ده توپ ډېره پورې د لېګ طرف نه اف سټم وېکټ باندې زیات لګېږي او اف بریک سره په لږ توپیر سره ترسره کېږي.

څلورم: چېنامېن
چېنامېن او لېګ برېک تقریباَ سره نږدې دي، لېګ برېک د توپ په سوېنګ کې له څلورمې ګوتې ډېره ګټه پورته کېږي او څلور ګوتې ډېر رول لري؛ خو چېنامېن کې بیا پنځه واړه ګوتې مصروفه وي او کوچنۍ یا خچه ګوته د توپ په بیخ ګرېپ کې اېښودل کېږي او توپ ډېر زیات سوېنګ، بونس او سرعت سره وي.
افغانستان کې ظاهر خان چېنامېن توپ اچوونه کوي او هندوستان کې کولډیپ یداف همداسې توپ اچونه کوي.
https://www.youtube.com/watch?v=DxWiFiK0Osc

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.