د ځنو ملي لوبغاړو په شتون کي سبا د بُست غوره لیګ پایلوبه کیږي

رنګین تجريدي ډیزاین

خبریال: فضل الله فضلي
په کندهار کي د کرکیټ لوبو د بُست شل اوریز غوره لیګ جریان لري او سبا (چهارشنبه) یې پایلوبه ترسره کیږي.
د بُست غوره لیګ تېره دوشنبه د پنځو لوبډلو په شمول پیل سو او سبا یې نهمه ورځ ده او پای ته رسیږي.
پدې لیګ حیات د میوند اتلان، الفرهاد ابراشیم کاروان، ناصر افغان بالاحصار زلمیان، نعمت الله اختیارالدین قلعه ستوري او د یاسین خان بُست ساتونکي لوبډلي ولوبېدلې.
120333187 134070791739775 5468381789746292741 n.jpg? nc cat=109& nc sid=8bfeb9& nc ohc= T b2QxRiwAX 8vCbQ& nc ht=scontent lga3 1 د ځنو ملي لوبغاړو په شتون کي سبا د بُست غوره لیګ پایلوبه کیږي
ددې لیګ له ګروپي لوبو وروسته په نیمه پایلوبو کي د اختیارالدین قلعه ستورو او د میونداتلانو لوبډلي وتوانېدلې چي پایلوبي ته لاره پیدا کړي.
سبا سهار ۹ بجې د دواړو لوبډلو ترمنځ پایلوبه د کندهار کرکیټ بورډ اړوند په عمومي لوبغالي کي ترسره کیږي.
120199649 133946478418873 4316387621542174503 n.jpg? nc cat=103& nc sid=8bfeb9& nc ohc=KkEH6jTX5Q8AX87Kcax& nc ht=scontent lga3 1 د ځنو ملي لوبغاړو په شتون کي سبا د بُست غوره لیګ پایلوبه کیږي
د بُست غوره لیګ په لومړي ځل په بُست کرکیټ زون کي ترسره کيږي، چي د هیواد د ملي لوبډلو یو شمېر لوبغاړو هم پکښي برخه واخیستل.
د ملي لوبډلي لوبغاړی رحمن الله ګربز د بالاحصار زلمیانو سره په نیمه پایلوبو کي ولوبېدئ، چي په یوه لوبه کي یې په ۱۳ توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهل او د لوبي غوره لوبغاړی هم اعلان سو.
120426842 134070215073166 4956164408154482155 n.jpg? nc cat=105& nc sid=8bfeb9& nc ohc=Fp9TQXjogiAAX txUow& nc ht=scontent lga3 1 د ځنو ملي لوبغاړو په شتون کي سبا د بُست غوره لیګ پایلوبه کیږي
د ۱۹ کلني لوبډلي او تېر شپږیزه لیګ ځوان لوبغاړی عضمت الله عمرزی هم د بالاحصار زلمیانو لوبډلي سره ملګری وو، چي ښې لوبي یې وکړې.
بل ملي لوبغاړی شراف الدین اشرف او د ۱۹ کلنو لوبډلي عبدالرحمن وو، چي د الفرهاد ابراشیم کاروان لوبډلي لپاره یې نیمه پایلوبي ترسره کړې.
120415960 134069828406538 1100944118493597175 n.jpg? nc cat=102& nc sid=8bfeb9& nc ohc=5NOayWRbSwkAX8Sbwsq& nc ht=scontent lga3 1 د ځنو ملي لوبغاړو په شتون کي سبا د بُست غوره لیګ پایلوبه کیږي
په سبا لوبه کي د بُست زون او ملي لوبډلي لوبغاړی منیرکاکړ د اختیارالدین قلعه ستورو لپاره لوبډلمشري ترسره کوي.
دا لیګ چي سوداګریزه بڼه یې خپله کړې، ګڼ شمېر مینوال او تماشاچیان هم لري او لوبي په لوبغالي کي ننداره کوي.
120445374 134405948372926 6719430016667385875 n.jpg? nc cat=101& nc sid=8bfeb9& nc ohc=1nR23Zx0sD0AX9l6CMU& nc ht=scontent lga3 1 د ځنو ملي لوبغاړو په شتون کي سبا د بُست غوره لیګ پایلوبه کیږي
ددې ترڅڼګ ددې لیګ ټولي لوبډلو هم ملالي ملاتړ ترلاسه کړئ دئ.
ددې لیګ مسؤلین وايي چي ددې لیګ لپاره یې لا له وړاندي بولۍ ترسره کړې وه او هري لوبډلي په ۵ کټګوریو کي لوبغاړي اخیستي.
دا په هیواد کي دننه له شپږیزه لیګ وروسته دوهم ستر لیګ دئ، چي په کندهار کي ترسره کیږي او د کندهار کرکیټران دا د کندهار لپاره یو ستره لاسته راوړنه بولي.