د هندي سینما د لسو غوره فلمونو په تړاو لیکل اسانه دي ځکه د فلم په نړۍ کې داسې ډېر کامیاب فلمونه شته چې زیات لېدونکي یې لرل.
مثلا ځينو فلمونو په خپل هېواد کې څومره ګټه کړې؟ فلم له خپل هېواد بهر څومره ګټه کړې؟ د فلم څومره ټکټ خرڅ شوي؟ په فلم څومره لګښت راغلی؟ فلم ته د سټلايټ، ډیجیټل، ټلویزیون او د میوزیک د حقوقو څخه څومره عاید لرلی؟ او داسې نور…
دلته مونږ تاسې ته د بالیوډ هغه لس فلمونه درپېژنو چې د خپل هېواد سربېره یې په نوره نړۍ کې زیاته ګټه کړې او ریکارډونه یې جوړ کړي:
1) دنګل
د بالیوډ یا هندي سینما په فلمونو کې تر ټولو د زیاتې ګټې وټې لرونکی فلم د عامر خان دنګل فلم دی چې په ۲۰۱۶ کال د سینما په پردو نندارې ته وړاندې شو، په دغه فلم باندې ۷۰ کروړه هندۍ روپۍ لګښت راغلی وه.
دا فلم په چین کې ښه ګرم بازار پیدا کړ او فقط په تائیوان او هانکانګ ښارونو کې یې د ۱۰۰۰ کروړه روپيو څخه زیاته ګټه وکړه.
په ټوله نړۍ کې د دغه فلم تجارت تر ۲۰۰۰ کروړه روپۍ رسیده.
دنګل په چین کې ځينې د هالیوډ لوی فلمونو هم مات کړل او د لسو غوره فلمونو د فهرست په سر کې راغی.
2) باهو بلي2
په دغه فهرست کې دویم نوم د باهوبلي۲ فلم یادیږي او دغه فلم د تامل او تیلګو په ژبه باندې جوړ شوی او هندي او ملیالم ژبې باندې هم ترجمه شوی.
دا فلم په خپل هېواد کې په ټولو ژبو باندې نږدې زر کروړه روپو ګټې ریکارډ جوړ کړی و خو له خپل هېواد بهر د دنګل فلم څخه ۳۰۰ کروړه وروسته دی.
په ۲۵۰ کروړه لګښت جوړ شوی فلم تر اوسه په ریلیز شوي فلمونو کې یو له قیمترینو فلمونو دی، چې په نړۍ کې یې ۱۷۰۰ کروړه ته نژدې تجارت کړی، دغه فلم په ۲۰۱۷ کال کې ریلیز شوی و، په فلم کې د تلګو د فلم ستوري پربهاس او دانا ډګوبتی مرکزي رول اداکار کړی و.
د دنګل او باهوبلي ورهاخوا تر اوسه کوم بل فلم تر اوسه زر کروړه څه چې په طرف یې هم نه دی ورنژدې شوی.
3) پي کی PK
د بالیوډ په کامیابو فلمونو کې دریېم نوم د پي کی فلم راځي چې په ۲۰۱۴ کال کې نندارې ته وړاندې شوی و.
دغه فلم له هند څخه بهر په نوره نړۍ کې ۷۰۰ کروړه څخه زیاته ګټه کړې وه، دا هغه فلم و چې د لومړي ځل لپاره یې ۳۰۰ کروړه روپۍ پورې وګټلې، په دغه فلم کې د عامر خان تر څنګ بومن ایراني او انوشکا شرما هم شامل وه.
پي کی ۷۵ کروړه بودیجې په لګښت سره جوړ شوی و، دغه فلم دغه راز لومړی هندي فلم وه چې په چین کې یې تر ۳۰۰ کروړه روپو یې تجارت وکړ.
4) بجهرنګي بهائی جان
د بالیوډ څلورم کامیاب فلم هغه د هندي سینما د دبنګ خان سلمان خان دی (بجهرنګي بهائي جان) فلم دی.
دغه فلم په کال ۲۰۱۵ کال ریلیز شو چې نږدې ۹۰ کروړه لګښت پرې راغلی و.
بجرنګي بهائي جان په نړۍ کې ۶۲۶ کروړه ګټه کړې وه او دغه فلم کې د سلمان خان سره کرینه کپور او نوازالدین صدیقي هم وه.
5) سلطان
په پنځم نمبر کې د لسو غوره فلمونو په لیست کې د سلمان خان بل فلم چې د پهلوان په رول کې په کې لوبېدلی (سلطان) فلم دی.
په دغه فلم کې سلمان خان سره انوشکا شرما مرکزي رول لوبولی، د نوموړې دغه فلم په نړۍ کې ۵۹۰ کروړه ته نژدې تجارت وکړ او په دې فلم هم تقریبا ۹۰ کروړه لګښت شوی وه او په ۲۰۱۶ کال کې نندارې ته وړاندې شوی و.
6) دهوم تري
په ۲۰۱۳ کال کې د عامر خان ریلیز شوی فلم (دهوم۳) هم د لسو عوره هندي فلمونو په ډله کې راغلی، دغه فلم کې ځکه ځینو فلم مینوال ډېره دلچسپي لري چې په کې خپله عامر خان په ډبل رول کې راغلی وه.
یاد فلم د خپل وخت قیمت ترینه فلم وه او پرې ۱۲۵ کروړه خرچه راغلې وه او په نړۍ کې ۵۰۰ کروړه څخه زیاته ګټه کړې وه، په دغه فلم کې ابهشیک بچن او ادي چوپړا هم کار کړ.
7) چینايې ایکسپریس
د شاه رخ خان او ډپيکا پډوکون فلم چې په ۲۰۱۳ کې کال کې نندارې ته وړاندې شوی وه چینایې ایکسپریس هم د بالیوډ کامیابو فلمونو کې شمارل کیږي.
په دغه فلم نږدې ۱۱۰ کروړه خرچه راغلې وه، د دغه فلم لارښونه روهیټ شيټهي کړې وه.
ددغو ټولو لسو غوره فلمونو په لومړیو پنځو کې د شاه رخ خان کوم فلم نه دی شامل، داسې وخت هم وه چې پر ټوله سینما د شاه رخ خان راج و.
یو وخت سلمان خان او عامر خان هم د شاه رخ خان د فلمونو د مقابلې نه وه خو د عامر خان فلم ۲۰۰۰ کروړه او د سلمان خان فلم ۶۰۰ کروړه ګټلی شي خو د شاه رخ فلم یوازې ۵۰۰ کروړه ګټه باندې کامیابیږي.
8) پریم رتن
په لسو غوره فلمونو کې په اتم نمبر د سلمان خان او سونم کپور د پریم رتن دهن پایو فلم دی چې سلمان خان په کې په ډبل رول سره راغلی.
د باهو بلي ۲ وروسته دغه فلم د بالیوډ په قیمتي ترینو فلمونو کې حسابیږي چې تقریبا په ۲۰۰ کروړه بودیجي سره جوړ شوی.
په ۲۰۱۵ کال کې ریلیز شوي دغه فلم ۴۰۰ کروړه څخه زیاته ګټه وکړه او سلمان یو ځل د خپل پخواني ډايریکټر سورج برجاتیه سره کار کولو پيل کړل.
9) تهري ایډیټس
د کامیابو او غوره لسو فلمونو په ډله کې د ۲۰۰۹ کال ریلیز شوی فلم چې عامر خان، مادهون او شرمان جوشي په کې کار کړی و هم شامل دی.
د دغه فلم لارښود راج کمار هیراني و چې تر د منابهائي فلم سریز او پي کی فلمونه يې کامیاب شوي دي.
په فلم فقط ۵۵ کروړه لګښت راغلی وه او فلم په نړۍ کې ۴۰۰ کروړه ته نژدې ګته وکړه.
دغه فلم په خپل هېواد کې لومړی و چې تر ۲۰۰ کروړه یې وګټلې، او په لسو غوره کې تر ټولو پخوانی فلم هم ورته ویلی شو.
10) دل والي
د هندي سینما په لسو غوره فلمونو کې وروستی یې د شاه رخ خان، کاجل او ورون دهون فلم (دل والي) دی او دغه فلم په ۱۵۰ کروړه قمته لګښت جوړ شوی وه خو ۳۹۰ کروړه ګټه وکړه.
۲۰۱۵ کال کې له دغه ریلیز شوي فلم وروسته د شاه رخ کرئیر مخ په ځوړنده روان شو.