د بین سټوکس پلار ناروغ دی؛ دوو ټیسټ لوبو کې یې رخصتې اخیستې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
لیکنه: محمدنسیم حمیدي

د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړی بین سټوکس د پاکستان پر وړاندې راتلونکې دوې ټیسټ لوبې له لاسه ورکړې.
د انګلستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، بین سټوکس د کورنیو ستونزو له کبله نسې کولاي، چې د پاکستان پر وړاندي دوو ټیسټ لوبو کې ولوبیږي.
سټوکس به د دې اونۍ په پای کې نیوزیلینډ ته سفر وکړي او هلته به له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

د راپورنو له مخې د بین سټوکس پلار له ډیسمبر میاشتې راهیسې د خپلې ورپیښې ناروغۍ له امله کړېږي او په نیوزلینډ هیواد کې په یوه روغتون کې بستر دی.
سټوکس د انګلستان لپاره یو ډیر پیاوړی لوبغاړی دی، چې هر وخت یې د لوبډلې لپاره ښه توپوهنه او ښه توپ‌اچونه ترسره کړې ده.
هرو‌مرو به یې د پاکستان پر وړاندې سیالیو کې انګلستانۍ لوبډله کې تشه احساس شي.

۲۹ کلن بین سټوکس تردې دمه پوري ۶۷ ټيسټ، همدارنګه ۹۵ یو ورځنۍ او ۱۲۳ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ۶۷ ټیسټ لوبو کې ۴۴۲۸ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۲۶۸۲ منډې او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۲۳۳۰ منډې جوړې کړې دي.
سټوکس ددې ترڅنګ د توپ‌اچونې برخه کې په ۶۷ ټیسټ لوبو کې ۱۵۸ ویکټې، په ۹۵ یو ورځينو لوبو کې ۷۰ ویکټې او په ۱۲۳ شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۶۸ ویکټې اخیستې دي.

بین سټوکس د ټیسټ لوبو د الرانډرانو په نړیواله درجه بندي کې په لومړي ځای کې شتون لري.
همدارنګه د ټيسټ لوبو د توپوهنې په نړیواله درجه بندي کې اووم او د یو ورځنیو لوبو د توپوهنې په نړیواله درجه بندي کې بیا ۲۳ ځای کې شتون لري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.