څلور افغان لوبغاړي بیګ باش ته ورغلل

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د اسټرالیا بېګ باش کرکټ لیګ کې د لوبېدو لپاره محمدنبي عیسی‌خېل، مجیب‌الرحمن، ظاهرخان او نورمحمد لکڼوال، یاد هېواد ته ولاړل.
محمدنبي عیسی‌خېل په خپله فیسبوک پاڼه د جمعې په ورځ لیکلي، چې اسټرالیا ته پر لاره.
له ده سره په انځور کې مجیب‌الرحمن، ظاهرخان او نورمحمد هم لیدل کېږي.
د اسټرالیا بېګ باش کرکټ لیګ کې راشدخان هم موجود دی.
محمدنبي عیسی‌خېل او نورمحمد لکڼوال په مېلبورن رېنېګېډز لوبډله، راشدخان په اډیلایډ سټرایکرز کې، مجیب‌الرحمن په برېسبین هیټ کې او ظاهرخان په مېلبورن سټارز لوبډله کې اخېستل شوی دی.
تېرکال قیس احمد د هوبرټ هرېکېنز کرکټ لوبډلې پېرلی و، خو سږ کال یوې لوبډلې هم ونه پېره.

د اسټرالیا بېګ باش لیګ او پیل یې

دا لیګ د راتلونکې ډېسمبر میاشت په ۳ یمه د اته لوبډلو په ګډون پیلېږي.
نوموړی لیګ شاوخوا دوه میاشتې دوام کوي او د ۲۰۲۱ کال د فبروري په شپږمه پای ته رسېږي.
یاد لیګ په ۲۰۱۱م کې تاسیس شوی، چې لومړی پړاو سېډني سېکسرز وګاټه، دویم پړاو یې ۲۰۱۲م او ۱۳ کې برېسبین هیټ ګټلی، درېیم پړاو په ۱۳ او ۱۴ کلونو کې ترسره شو، چې اتلولي پېرت سکارچرز خپله کړه، څلورم پړاو په ۱۴ او ۱۵ کې وشو، چې پېرت سکارچرز وګاټه، ۱۵ او ۱۶ کې یې پنځم پړاو سېډني تندر وګاټه، ۱۶ او ۱۷ کې بیا پېرت سکارچرز وګاټه، ۱۷ او ۱۸ کې یې اووم پړاو اډیلایډ سټرایکرز خپل کړ، ۱۸ او ۱۹ کې یې اتم پړاو مېلبورن رېنېګېډز وګاټه او نهم پړاو یې ۱۹ او ۲۰ کې سېډني سېکسرز وګاټه.
د افغانستان کرکټ بورډ خپلو لوبغاړوته؛ باید ایرلینډ پر وړاندې لوبو ته د اسټرالیا لیګ پرېږدئ
د افغانستان کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې وویل چې افغان لوبغاړي مکلف دي، د خپلو لوبو لپاره تجارتي لوبې پرېږدي او د ایرلېنډ خلاف لوبو کې برخه واخلي.
افغانستان او ایرلېنډ د ۲۰۲۱ د جنوري په ۱۸ مه، ۲۱ مه او ۲۳ کې درې یو ورځنۍ لوبې لري.
ښایي دا لوبې په عربي متحده اماراتو کې ترسره شي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.