هغه هیوادونه چې تر ټولو لوی د کرکټ لوبغالي په کې دي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

هره لوبه چې ترسره کېږي، باید یو معیاري ځای ولري، ترڅو لوبغاړي پکې پرته له خطر لوبه وکړي، د دې سربېره باید د ننداره کوونکو لپاره محفوظ او ارام ځای ولري.
د لوبڅارانو، ټېکنالوژۍ او نورو ټولو برخو لپاره باید لازم تدابیر هم شوي وي.
د کرکټ لوبغالي لکه تاسې چې پوهېږئ، دایروي وي او ۳۶۰ درجې دایره یې جوړه کړي وي، په دې کې دوه دایرې وي، یوه دایره د چونې او رنګ په وسیله جوړېږي او یوه یې هم پړی، رسۍ او یا هم فوم وي، چې هغه دایره وروستۍ وي او بونډري یا پوله ورته وایي.
داخلې سرکل یا دایره چې د لوبو د پاور پلی او د ډګر ساتونکو د تعداد لپاره وي، چې دا شا اخوا دېرش یارډه یا متره وي.
یارډ هم د اندازه کولو یو واحد دی، چې واټن پرې معلومېږي.
نړۍ کې بیا ډېر پرمختللي کرکټ لوبغالي یا ګراونډونه جوړ شوي، چې د ټېکنالوژۍ او لایټېنګ یا روښنایۍ اسانتیا سربېره د زیاتو ننداره کوونکو ظرفیت هم لري.
د نړۍ ستر یا لوی کرکټ لوبغالي
دا لوبغالي هم د ساحې د پراخوالي او هم د ننداره کوونکو د ظرفیت له پلوه ستر لوبغالي دي.
لومړی ستر لوبغالی
د نړۍ په کچه ستر لوبغالی د اسټرالیا هېواد کې دی، دا لوبغالی مېلبورن کرکټ لوبغالی نومېږي، په انګریزي ژبه کې ورته لنډیز ایم جي سي وایي، چې مطلب ترې د مېلبورن کرکټ ګراونډ دی.
87 هغه هیوادونه چې تر ټولو لوی د کرکټ لوبغالي په کې دي
دا لوبغالی د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې دی.
مېلبورن لوبغالي کې په یو خت یو لک او ۲۴ زره کسان یا ننداره کوونکي ځایېږي یا ظرفیت لري.
په دغه لوبغالي کې د یوې لوبې لپاره یو لک او ۲۲ کسان ناست شوي دي، چې د نړۍ په کچه د ډېرو ننداره کوونکو یو ریکارډ دی.
د دغه لوبغالي یو طرف څخه بل طرف ته اوږدوالی له ۱۴۶ مترو څخه نېولې تر ۱۷۱ مترو پورې رسېږي.
د دغه لوبغالي د پرانېستې مراسم په ۱۸۵۳ م کال کې ترسره شول، د لومړي ځل لپاره یې په جوړولو یو سلو ۵۰ ملیونه امریکایي ډالر ولګېدل دا ګراونډ په ۱۹۹۲ م کال کې لوبو ته په بشپړه توګه چمتو شو.
په ۲۰۰۶ م کال کې یې د پرمختیایي چارو او بیا رغونې لپاره ۴ سوه ۶۰ ملیونه ډالر ځانګړي شول.
له ۱۹۹۲ کال څخه وړاندې په ۱۸۷۷ م کال کې هم په دغه لوبغالي لومړۍ ټېست لوبه د هندوستان او اسټرالیا لوبډلو ترمنځ شوې وه.
دا لوبغالی سرپوښلی سیسټم هم لري، چې بره چت یې پټ وي او د باران پر مهال پرې کولای شي لوبډلې لوبه وکړي.
د دې ګراونډ چت مېچل هسي چې د اسټرالیا کیڼ لاسی توپ وهونکی دی، په یوه لوبه کې په شاټ ویشتلی و، چې امپایر منډې نه وې ورکړې او توپ یې ډېټ یا هیڅ حساب کړی و.
دا چت شاهد افریدي هم په شاټ ویشتلی دی.
دویم ستر لوبغالی
اېدن ګارډېن لوبغالی دی، دا لوبغالی د هندوستان په کلکته ښارکې موقیعت لري، نوموړی لوبغالي په یو وخت د ۶۶ زره ۳۴۹ ننداره کوونکو د جذب ظرفیت لري.
eden gardens هغه هیوادونه چې تر ټولو لوی د کرکټ لوبغالي په کې دي
د دغه لوبغالي د تاسیس چارې په ۱۸۶۴ م کال کې پیل شوې، ۱۹۸۷ م کال کې ۴۰ زره کسان د لوبې ننداره پکې ناست شوي دي، بیا وروسته دغه لوبغالي ته پراختیا ورکړل شوه او ۹۴ زره کسانو ته یې د جذب ظرفیت ورسېد.
په دې لوبغالي لومړۍ ټېسټ لوبه په ۱۹۳۵ م کال کې هندوستان او انګلستان ترسره کړې ده.
دریم ستر لوبغالی
335 هغه هیوادونه چې تر ټولو لوی د کرکټ لوبغالي په کې دي
شهید ویر نریان سېنګ لوبغالی؛ دا لوبغالی د هندوستان په اتل نګر سیمه کې چې د ډیلي ښار اړوند سیمه ده، موقیعت لري، دغه لوبغالی د ۶۵ زره کسانو د جذب ظرفیت لري.
د ۲۰۰۸ م کال د سپټمبر په میاشت کې پرانېستنه شوې ده.
څلورم لوبغالی
the new perth stadium and sports precinct cricket format هغه هیوادونه چې تر ټولو لوی د کرکټ لوبغالي په کې دي
څلورم لوبغالی د پېرت لوبغالی دی، چې په اسټرالیا کې موقیعت لري، دا لوبغالی د ۶۰ زره ننداره کوونکو ظرفیت لري.
دا لوبغالی په ۲۰۱۴ م کال کې زوړ شوی او ویجاړ شوی و، چې په ۲۰۱۷ م کال کې یو ځل بیا له رغولو وروسته فعال شو او لومړۍ ټېسټ لوبه پرې په ۲۰۱۸ م کال کې هندوستان او اسټرالیا وکړه.
څلورم ستر لوبغالی (ایډلایډ‌)
5085626 3x2 هغه هیوادونه چې تر ټولو لوی د کرکټ لوبغالي په کې دي
اډیلایډ لوبغالی هم د اسټرالیا سترو لوبغالو څخه دی، دغه لوبغالی د ۵۵ زره او ۳۱۷ ننداره کوونکو د جذب ظرفیت لري.
لومړۍ ټېسټ لوبه پرې په ۱۸۸۴ م کال کې د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ ترسره شو.
پنځم ستر کرکټ لوبغالی
green news هغه هیوادونه چې تر ټولو لوی د کرکټ لوبغالي په کې دي
ګرین فیلډ لوبغالی د هندوستان په کېرالا ایالت کې موقیعت لري، دا لوبغالی د ۵۰ زره کسانو د جذب ظرفیت لري.
دا لوبغالی ۲۰۱۲ م کال کې زوړ او ویجاړ شو او په ۲۰۱۵ م کال کې بېرته ورغول شو.
دا لوبغالی په ۵۴ ملیونه ډالرو جوړ شوی دی.
یوه یو ورځنۍ لوبه پرې د ویسټ انډیز او هندوستان ترمنځ شوې او یوه شل اوریزه لوبې پرې د نیوزیلېنډ او هند ترمنځ شوې ده.
شپږم لوبغالی
Ekana International Cricket Stadium هغه هیوادونه چې تر ټولو لوی د کرکټ لوبغالي په کې دي
د اټل بهاري واچپایي لوبغالی دی، چې ۵۰ زره ننداره کوونکو د جذب وړتیا لري.
دا لوبغالی په ۲۰۱۷ م کال پرانېستل شوی دی او د هندوستان په اُتراپردېش ایالت کې موقیعت لري.
دې لوبغالي باندې د ویسټ انډیز او هند ترمنځ یواځې یوه شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۸ م کال کې شوې ده.
اووم او اتم لوبغالي
sydney cricket ground هغه هیوادونه چې تر ټولو لوی د کرکټ لوبغالي په کې دي
دا دواړه لوبغالي په استرالیا کې دي، چې ډوکلېنډ او سېډني لوبغالي دي، دواړه لوبغالي د اته څلوېښت، اته څلوېښت زره ننداره کوونکو د جذب وړتیا لري.
نهم لوبغالی
دا لوبغالی د سریلانکا رنګیري ډمبولا لوبغالی دی، چې د ۴۶ زره ننداره کوونکو د جذب وړتیا لري.
نور لوبغالي هم شته چې ستر ظرفیتونه لري، شا او خوا ۱۰۱ ستر کرکټ لوبغالي د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې موجود دي.
33333333 هغه هیوادونه چې تر ټولو لوی د کرکټ لوبغالي په کې دي
تر اوسه پورې د نړۍ په لویو لوبغالوکې ریکارډ د اسټرالیا د مېلبورن لوبغالي دي او هندوستان اعلان وکړ، چې په ګوجرات ایالت کې به نوی لوبغالی پرانیزي، چې دا لوبغالی به د نړۍ په کچه ستر او د زیاتو ننداره کوونکو وړتیالرونکی لوبغالی وي.
دا لوبغالی به له یو لک څخه د بره ننداره کوونکو ظرفیت ولري.
دا لوبغالی د موټېرا په نامه سره یادېږي دا لوبغالي په ۱۹۸۲ م کال جوړ شوی؛ خو اوس یې پراختیایي چارې ترسره کېږي، چې د نړۍ په کچه به تر ټولو ستر لوبغالی وي.
دا اعلان د جنوري په میاشت کې د هندوستان کرکټ بورډ وکړ.