د اسټرالیا ښځينه بېګ باش لیګ پنځم پړاو د اکټوبر په ۲۵ مه پیل شوی دی، په دغه لیګ کې د راتلونکې شنبې په ورځ اته لوبډلې په څلورو لوبو کې مخ دي.
ورپسې د یکشنبې په ورځ هم اته واړه لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې لوبې نشته او د نیمه پایلوبو لپاره لوبډلې چمتوالی نیسي.
د لیګ لومړۍ نیمه پایلوبه د نومبر په ۲۵ مه د دوو مخکښو لوبډلو ترمنځ کېږي او دویمه نیمه پایلوبه د نومبر په ۲۶ مه ترسره کېږي.
د لیګ پایلوبه د نومبر په ۲۸ مه کېږي.
د نومرو جدول:
لومړی مقام د مېلبورن سټارز لوبډلې سره دی، دویم مقام د برېسبین هیټ لوبډلې سره دی، درېیم مقام د سېډني تندر دی، څلورم ځای د پېرت سکارچرز دی، پنځم ځای له سېډني سېکسرز سره دی، اډیلایډ سټرایکرز شپږم ده، مېلبورن رېنېګېدز اووم ده او هوبرټ هرېکېنز کرکټ لوبډله تر ټولو وروستۍ ده.
د اسټرالیا ښځینه بېګ باش لیګ اتلولۍ
لومړی ځل اتلولي یې په ۲۰۱۵ کې مېلبورن سټارز لوبډله وګټله، په ۲۰۱۶ کې یې اتلولي سېډني سېکسرز وګټله، ۲۰۱۷ کې یې بیا هم اتلولي سېډني سېکسرز خپله کړه، ۲۰۱۸ کې یې اتلولي برېسبین هیټ وګټله او ۲۰۱۹ کې یې د اتلولۍ جام برېسبین هیټ لوبډلې هسک کړ.
د بېګ باش ښځینه لیګ د نورو ښځینه وو د تشویق ستر لامل
د اسټرالیا ښځینه بېګ باش کرکټ لیګ هر کال د ژمي په وروستیو کې پېلېږي او د اسټرالیا تر پسرلي پورې دوام کوي.
دغه لیګ له خورا ښه شهرته برخمن دی، د اسټرالیا ځوانې او هم یې باتجربه یا سېنېئر لوبغاړې پکې لوبېږي.
د اسټرالیا د ښځينه وو لوبغاړو سربېره پکې د هندوستان، پاکستان، ویسټ انډیز، انګلستان، سویلي افریقا، بنګله دېش، نېپال، نیوزیلېنډ او نورو هېوادونو ښځینه کرکټرانې لوبېږي.
دې لیګ د هندوستان کرکټ بورډ هم تشویق کړی، چې د ښځینه وو لپاره آی پي اېل لوبې ترتیب کړي.
د ۲۰۱۹ کال په سرکې په دې تړاو یوه هڅه وشوه او په هندوستان کې یې کوچنی لیګ ترسره کړ.
سږ کال یې په دوبۍ کې د ومېن یا ښځينه وو چلېنج شل اوریزې لوبې د درې لوبډلو ترمنځ ترسره کړې، چې ټرېل بلېزرز یې اتلولي ترلاسه کړه.
د هندوستان کرکټ بورډ ویلي، چې د ښځینه وو لپاره به آی پي اېل لوبو ترسره کوي.
خو دا چې سږ کال د کرونا ویروس شدت و، نو لوبې یې چمتو نه شوې.
په ټوله کې بېګ باش ښځينه لیګ د کرکټ نړیوالې شورا ته هم فرصت ورکړی، چې د ښځینه لوبډلو ته وخت ورکړي او ټورنمنټونه ورته جوړ کړي.