د کرکټ له ډګره درته دا ځل په تر ټولو اوږد او لوړو شپیږیزو غږیږي. دلته یې په مسلسل ډول ولولئ:
لومړی شاهد افریدي
شاهد افریدي چې د پاکستانۍ لوبډلې پښتون الراونډر او لوبډلمشر تېر شوی، تر کرېس ګېل وړاندې د شپږیزو د پاچا په نامه مشهور و.
شاهد افریدي د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ څخه مخکې ۴۷۶ شپږیزې وهلې وې او کرېس ګېل هم همدومره شپږیزې وهلې وې، خو د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ کې بیا کرېس ګېل تر افریدي مخکې شو.
شاهد افریدي تر دې دمه د اوږدې شپږیزې نړیوال ریکارډ لري، هغه د ۲۰۱۳ م کال د مارچ په ۱۷ مه نېټه د سهیلي افریقا خلاف په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې ۱۵۸ متره شپږیزه ووهله او توپ یې له مېدانه بهر وغورځاوه.
برېټ لي
برېټلي چې اسټرالیا چټک توپ اچوونکی و، په ۲۰۰۵ م کال کې یې په ټېست لوبه کې د ویسټ انډیز خلاف د سترې شپږیزې ریکارډ جوړ کړ، نوموړي ۱۴۳ متره شپږیزه ووهله، توپ یې له مېدانه بهر کړ او له لوبغالي څخه بیرون یې د موټر ښيښه ماته کړه.
دا تر ۲۰۱۳ م کال پورې د اوږدې شپږیزې لومړی ریکارډ و، چې بیا په ۲۰۱۳ م کال کې افریدي مات کړ.
کوري اېنډرسن
د نیوزیلېنډۍ لوبډلې کیڼ لاسی الروانډر دی، نوموړي په ۲۰۱۴ م کال کې د هندوستان خلاف لوبه کې ۱۲۲ متره اوږده شپږیزه ووهله.
هغه دغه شپږیزه د هندي بالر محمدشمي په ۱۳۲ سرعت توپ باندې ووهله، توپ یې د لانګ آن په سر د مېدان څخه بهر کړ.
یوراج سېنګ
یوراج سېنګ چې د هندۍ لوبډلې کیڼ لاسی ټاپ ارډر یا غوره توپ وهونکی و، ده په ۲۰۰۷ م کال کې د اسټرالیا خلاف په شل اوریزه لوبه کې ۱۱۹ متره شپږیزه ووهله، هغه وخت د اسټرالیا چټک توپ اچوونکی برېټ لي و، چې یوراج پرې دغه شپږیزه د فاین لېګ په لوري ووهله.
دا شپږیزه یوراج سېنګ د ۲۰۰۷ م کال په نړیوال شل اوریز جام کې ووهله، دغه جام په سهیلي افریقا کې ترسره شو، چې بیا یې اتلولي هم هندوستان وګټله؛ په دغه کال یوراج سېنګ د انګلستانۍ لوبډلې په چټک توپ اچوونکي سټورټ براډ شپږ شپږیزې هم وهلې وې.
https://www.youtube.com/watch?v=UQUmIrAzOEQ
یوراج په ۲۰۰۷ شل اوریزجام او ۲۰۱۱ م کال پنځوس اوریز جام ګټلوکې کلیدي رول لوبولی و.
مارک واف
مارک واف اسټرالیایي ښي لاسی توپ وهونکی و، چې په ۱۹۹۹ م کال کې یې په ټېسټ لوبه کې د نیوزیلېنډ په خوش اخلاقه لوبغاړي کیڼ لاسي اف برېک توپ اچوونکي ډانیل وېکټوري دا شپږیزه ووهله، توپ د لانګ په سر د ۱۱۸ متره شپږیزې لپاره واوښت.
کرېس ګېل
کرېس ګېل چې تاسې ټول یې له نوم او څېرې سره اشنا یاست، په کرکټ کې نه هېرېدونکې څېره ده.
هغه کله کله داسې توپ وهنه کړې، چې توپ اچوونکي یې تر پوزې راوستي، که هغه په نړیوالو لوبو کې وي او که په سوداګریزو کرکټ لیګونو کې.
نوموړي د اسټرالیا خلاف په ۲۰۱۰ م کال کې ۱۱۸ متره شپږیزه وهلې او بال یې د ډیپ مېډ وېکټ په لوري له لوبغالي بیرون کړی و.
ایم ایس ډوني
ایم ایس ډوني یا مهېندراسېنګ ډوني، چې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې منځنی توپ وهونکی او بریالی لوبډلمشر تېر شوی. اوس له پامه غورځیدلی ښکاري، په وروستیو ټېسټ لوبو کې د اسټرالیا خلاف نه دی اخېستل شوی.
ده په ۲۰۰۹ م کال کې د نیوزیلېنډ خلاف ۱۱۴ متره شپږیزه وهلې وه او توپ یې د مېدان په سر ور اړولی و.
د دې سربېره پاکستاني اعجاز احمد په ۱۹۹۹ م کال کې د هندوستان خلاف ۱۱۴ متره شپږیزه وهلې وه.
دا هغه شپږیزې دي، چې په نړیوالو یو ورځنیو، شل اوریزو او ټېسټ لوبو کې وهل شوي دي؛ په دې کې د سوداګریزو کرکټ لیګونو لوړې شپږیزې نه دي شاملې.
ښایي په سوداګریزو لیګونوکې لا هسکې شپږیزې وهل شوي وي.