پرون چهارشنبه د ۲۰۲۰م د جون میاشتي درېیمه نېټه وه، چې د بایسکل ځغلوني د نړیوالي ورځې په نوم نومول شوې ده.
د جون درېیمه د ملګرو ملتونو له لوري د بایسکل ځغلونې د ورځې په نوم ټاکل شوې.
د راپورونو له مخي دوه کاله مخکي (۲۰۱۸م) په همدې ورځ ملګرو ملتونو د جون میاشتي درېیمه د بایسکل ځغلونې د نړیوالې ورځې په نوم یاده کړه.
ملګرو ملتونو په هغه وخت کې ویلي وه، چې له دې څخه یې موخه داده، تر څو د ورزش مینوال د بایسکل ځغلونې لوبې ته مخه کړي او په دې توګه یې د دې ورزش له لاري روغتیا ته ته ګټه ورسیږي.
تر دې مخکي افغان ښځينه او نارینه بایسکل ځغلونکو د جون درېيمه د بایسکل ځغلوني د نړیوالي ورځې په نوم نمانځله، خو سږ کال د کرونا ویروس له امله دا ورځ نه نمانځل کیږي.
دا په داسي حال کي ده، چي یو شمېر افغان بایسکل ځغلونکو پر خپلو فیسبوک پاڼو د دې ورځي یادونه کړې او نورو بایسکل ځغلونکو ته یې د دې ورځي مبارکي ویلې.
ځینو نورو افغانانو خپلې خاطرې لیکلي چې یو مهال یې بایسکل د تګ راتګ وسیله وه او اوس یې هم کاروي. ترڅنګ یو شمیر خلکو بایسکل ډیر کارونکي د امن ټولنې، پاک چاپيریال او ورزشپاله بللي دي.