د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

آی پي اېل کې د ځېنو مخکښو لوبغاړو کارکرده ګي

سږ کال تردې دمه د آی پی اېل ۱۷ لوبې شوي او دې لوبو کې ځېنو لوبغاړو ښه کارکرده ګي کړې ده.

اورنج کېپ یا د زیاتو منډو خولۍ

د زیاتو منډو خولۍ اوسمهال د ډیلي لوبډلې له پیلیز توپوهونکي شېکردوان سره ده، هغه په څلورو لوبو کې ۲۳۱ منډې کړي او تر دې دمه مخکښ منډې جوړوونکی لوبغاړی دی.

د زیاتو وېکټو خولۍ یا پرپل کېپ

د زیاتو وېکټو خولۍ تر دې دمه د رایلز چلېنجرز بنګلور لوبډلې چټک توپ اچوونکي هارشل پټېل سره ده، هغه په څلورو لوبو کې د بنګلور لپاره دولس وېکټې ترلاسه کړي دي او هره لوبه کې یې اوسط ۳ دی.

په یواځې ځان یوه پاڼۍ کې د زیاتو منډو جوړول

په یواځې ځان په یوه پاڼۍ کې زیاتې منډې د راجستان لوبډلې لوبډلمشر سنجو سمسن جوړې کړي، هغه په خپله لومړۍ لوبه کې د پنجاب پر وړاندې لوبه کې ۱۱۹ منډې وکړې.

د غوره توپ اچونې څېره

سږ کال تر دې دمه یوه لوبه کې غوره توپ اچونه د کلکتې لوبډلې الراونډر یا کرکټ ټولچاري انډری رسل کړې ده.

هغه د ممبيي پر وړاندې لوبه کې پنځه وېکټې واخېستې او پنځلس منډې یې ورکړې.

با ارزښته لوبغاړی

د ډیلي پیلیز توپوهونکی شېکردوان تر دې دمه د روان آی پي اېل تر ټولو باارزښته یا ولوییبل لوبغاړی دی، د هغه د ارزښت نومرې ۱۰۷ اعشاریه ۵ دي.

د مناسبې لوبې ځای

چینای سوپرکېنګز کرکټ لوبډلې له یوې ماتې وروسته بېرته ښه راتګ یا کم بېک وکړ، دې لوبډلې پرله پسې درې لوبې وګټلې او د مناسبې لوبې ځای دې لوبډلې نیولی دی.

په ښه ایکانومي توپ اچونه

په هر اوور کې د توپ اچوونکو لخوا د کمو منډو ورکولو ریکارډ د پنجاب لوبډلې له اسټرالیايي الراونډر مایسِس هېنرېکېز سره دی، هغه په هر اوور کې ۴ اعشاریه ۷۷ منډې ورکړي دي.

ډاټ بالونه

تر دې دمه په ۱۷ لوبو کې ۱۹۷۸ توپونه مِس یا ډاټ شوي او ۲۱۸ وېکټې سوځېدلي دي.

غوره سټرایک رېټ یا ګوزارکچ بیا د اې بي ډیویلیرس سره دی، هغه د کلکتې پر وړاندې لوبه کې ۱۸۹ اعشاریه ۳۹ کوزارکچ مخ ته وړی دی.

شپږیزې

تر دې دمه روانو ۱۷ لوبو کې ۲۱۷ شپږیزې لګېدلي دي او اوږده شپږیزه کېرن پولارډ وهلې، چې یاده شپږیزه یې په مجیب الرحمن ووهله او ۱۰۵ متره اوږده وه.

روان آی پي اېل کې تر دې دمه ۵۵۳۵ منډې شوي دي او ۳۲۳۴ منډې په بونډریانو په څلوریزو او شپږیزو جوړې شوي دي.