د بې خوبۍ لپاره لس طبیعي درملنې

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه: عطا محمد میاخېل

موږ ټول پر دې پوهېږو، چې د هر څه لپاره طبیعي درملنه ښه ده، په خپل ژوند کې، چې هرڅومره له طبیعي څیزونو څخه ګټه واخلئ، نو له ډېرې روغتیا څخه به برخمن وئ.
بې خوبي هغه شرایط دي، چې شپېته میلیونه کسان تر اغېزې لاندې راولي، په احتمالي توګه تاسو هم له دې شرایطو څخه ځورېږئ. د دې لیکنې په دوام له بې خوبۍ سره د مقابلې لپاره په لسو طبیعي تګلارو رڼا اچوو، په دې هیله چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور سره ولولئ.

۱ ـــ ژر خوب ځای ته لاړ شئ

تاسو باید خوب ځای ته یو ساعت ژر تګ په عادت باندې بدل کړئ، ښایي داسې احساس وکړئ، چې د بې خوبۍ په دلیل، تر ډېره وخته په خوب ځای کې ویښ پاتې شئ، خو خپل بدن ته د مبارزې فرصت ورکړئ. دا په دې مانا ده، چې د ژر ویده کېدلو لپاره مبارزه وکړئ.

۲ ـــ له خوب مخکې د خپل ځان لپاره یوه تګلاره ولرئ

د خوب کارپوهان وايي دا په خوب کې له بدن سره د مرستې لپاره تر ټولو مهم څیز دی. بدن مو ورځنۍ تګلاره او جوړښت غواړي. د تګلارې په لرلو سره، بدن له دې چې ټاکل شوې ده ویده شي، معلومات ترلاسه کوي.
دا تګلاره کولای شي، په تودو اوبو لامبو، لوستل یا لیکل او آرام بښونکې موسیقۍ ته غوږ نیول وي. اصلي ټکی دا دی، چې هره شپه یې باید په یوه ځانګړي وخت  کې پیل کړئ.

۳ ـــ د شپې له مخې برېښنایي وسایل خاموش کړئ

دا مورد د ډېری کسانو د خوب د ستونزو ریښه ده. برېښنایي وسایل، لکه موبایل، ټلویزیون او نور… آبي رڼا لري، چې په مغز کې د ګډوډۍ د رامنځته کېدو سبب ګرځي. آبي رڼا ستاسو د ورځې او شپې ریتم له منځه وړي او ستاسو په مغز کې د ملاټونین د آزادېدو مخه نیسي، چې د خوب لپاره واقعاً مهم دي. له دې امله خوب ځای ته له تګ یو یا دوه ساعته مخکې خپل برېښنایي وسایل خاموش کړئ.

۴ ـــ ورزش وکړئ

ورزش د بې خوبۍ یوه له غوره درملنو څخه ده، هغه کسان چې په منظمه توګه ورزش کوي، نو د ښه خوب راپور ورکوي، دغه راز اړینه نه ده، چې د اوږدې مودې لپاره وي. د ۳۰ دقیقو په شاوخوا، په اونۍ کې ۳ یا ۴ ځله له بې خوبۍ سره د مبارزې او د خوب په ښه‌والي باندې ډېر زیات اغېز لري.

۵ ـــ د ورځې په لومړیو کې د لمر وړانګې ترلاسه کړئ

لمر د دې سبب ګرځي چې له خوبه راویښ شئ او بدن مو دا درک کړي، چې ورځ ده. د لمر رڼا د ویښتیا هورمونونه ترشح کوي، په حقیقت کې ځلانده رڼا ستاسو بدن ته وایي، چې څه وخت د ویښتیا احساس ولري او څه وخت د ستړیا احساس وکړي.

۶ ـــ خپله کوټه تر کومه ځایه چې کولای شئ، تیاره وساتئ

دا څو وروستي ټکي ټول یو بل سره نښتي دي. د شپې په وروستیو کې برېښنایي رڼا په یاد لرئ؟ تاسو کولای شئ، د تیارې په مرسته له بې خوبۍ سره مبارزه وکړئ، تیاره دغه راز مرسته کوي، ملاټونین ترشح شي او په هغه صورت کې، چې رڼا وي دا هورمون نه ترشح کېږي.

۷ ـــ له کافئینو سره پام کوئ

تاسو د کافئینو له اغېزو څخه خبر یاست، خو کافئین له هغه څه څخه ډېر، چې په اړه یې فکر کوئ، په بدن کې پاتې کېږي. د کافئینو د پام وړ اغېزې ۱۰ تر ۲۰ دقیقو پورې څرګندېږي او کولای شي ۲ تر ۳ ساعتونو پورې وخت ونیسي.
کافئین د هغه څه لرونکی دی، چې «نیم عمر» نومېږي او کولای شي، چې اغېزې یې د وینې په جریان باندې پراخې کړي، حتا تر ۶ ساعتونو یا له دې څخه ډېر اغېز ښندونکی وي، له دې امله که له غرمې وروسته په ۴ یا ۵ بجو کې مو قهوه وڅښله، ښایي هماغه شپه ونه شئ کولای، چې ویده شئ.

۸ ـــ د بوټو چای وڅښئ

د بوټو ډېر څښاکونه شته، چې کولای شي د بې خوبۍ له منځه وړلو کې درسره مرسته وکړي. د بوټو چای کولای شي د اعصابو د آرامه کولو او له تشویش او خپګان سره د مبارزې لپاره ګټور وي، دغه راز د یوه آرام بښونکي په توګه کار کوي.

۹ ـــ په تودو اوبو لامبل وازمایئ

په تودو اوبو لامبل په طبیعي توګه له تاسو سره مرسته کوي، چې هوسا شئ او عصبي سیسټم مو آرامه کوي او د خوب راتګ حس پیدا کوي.

۱۰ ـــ خپله کوټه سړه وساتئ

د بدن تودوخه د ویدو کېدو پرمهال راکمېږي او یو سوړ چاپېریال کولای شي، بدن مو وهڅوي، چې ویده شي، ښه او ډېر خوب ولري.

وروستۍ خبره

که له بې خوبۍ څخه ځورېږئ، پوه شئ چې یوازې نه یاست، بې خوبي ځورونکې ده، خو مدیریتېدای شي. ډېرې زیاتې طبیعي درملنې شته چې د بې خوبۍ پرمهال ترې ګټه اخیستلای شئ.