ښایي بېګ باش لیګ کې د برېنډن مکالم په شمول ددې لوبغاړو وروستی کال وي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

بېګ باش لیګ چې د اسټرالیا ستر کرکټ لیګ دی، د کرکټ مینه والو ته یوه د ساعت تېرۍ ښه وسیله ده.
دغه لیګ د افغان کرکټ مینه والو لپاره هله په زړه پورې شو، چې کله پکې تېر ځل دوه افغان او اوس درې افغان لوبغاړي واخېستل شول.
دا لیګ د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه پیل شو.
دغه پنځه لوبغاړي د عمر د زیاتوالي له امله ښایي راتلونکی کال په بي بي ایل لیګ کې ونه لوبېږي.
 
 برېنډن مکالم
brendon mccullum of new zealand fields4 1450777070 800 1454174620 800 ښایي بېګ باش لیګ کې د برېنډن مکالم په شمول ددې لوبغاړو وروستی کال وي
برېنډن مکالم نیوزیلېنډی پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشردی، چې اوس مهال ۳۷ کاله عمر لري.
برېنډن مکالم اوس له مجیب ځدران سره یو ځای برېسبین هیټ لوبډلې سره لوبېږي.
مکالم ټاپ ارډر یا غوره توپ وهونکی دی، چې ډېری وخت اوپننګ یا پیل کوي او ځېنې وختونه بیا دوهم نمبر یا ون ډاون توپ وهنې ته راښکته کېږي.
مکالم چې اوس یې عمر لوړ دی؛ ښایي عمر یې نور د کرکټ کولو تقاضا ونه کړي؛ ډېر احتمال شته، چې راتلونکي بېګ باش لیګ کې ونه لوبېږي.
د بېګ باش لیګ پرانیست لوبه کې مکالم ۴ منډې وکړې او بیا وسوځېد.
Michael Klinger ښایي بېګ باش لیګ کې د برېنډن مکالم په شمول ددې لوبغاړو وروستی کال وي
مېچل کلېنګر
مېچل کلېنګر د اسټرالیا ښي لاسی توپ وهونکی دی؛ اوس مهال ۳۸ کاله عمر لري.
کلېنګر اوس د پېرت سکارچرز لوبډلې لپاره لوبېږي او ښایي راتلونکی کال د لوړ عمر له امله ونه لوبېږي.
کلېنګر تر ۲۰۱۴ م کال پورې له اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې سره و؛ خو اوس له پېرت لوبډلې سره یو ځای شوی دی.
په ۱۸۵ شل اوریزو لوبو کې یې ۵ زره منډې کړي دي.
 
 شېن واټسن
skysports shane watson australia 4249104 ښایي بېګ باش لیګ کې د برېنډن مکالم په شمول ددې لوبغاړو وروستی کال وي
شېن واټسن چې د اسټرالیایي لوبډلې الراونډر لوبغاړی و، اوس ۳۷ کاله عمر لري او د خپل وخت نامتو الراونډر و.
په مختلفو لیګونوکې یې لوبغالي د شپږیزو او څلوریزو شاهدان پاتې شوي دي.
واټسن له نړیوالو لوبو څخه په ۲۰۱۶ م کال کې استعفا کړې او اوس یواځې لیګونوکې لوبېږي.
نوموړی اوس د سېډني تندر لوبډلې په ګټه لوبه کوي.
هغه له دې وړاندې یعنې سږ کال په ټي ټېن لیګ کې د سِندي لوبډلې لوبډلمشر و، چې سمیع الله شینواری هم ورسره ولوبېد.
د هغه ۳۷ کاله عمر ښایي نوموړي ته اجازه ورنکړي، چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال بېګ باش لیګ کې ولوبېږي.
 شوون مارش
Shaun Marsh AP celebrate AP ښایي بېګ باش لیګ کې د برېنډن مکالم په شمول ددې لوبغاړو وروستی کال وي
شوون مارش او مېچل مارش دوه ورونه دي، چې دواړه په اسټرالیایي لوبډله کې لوبېږي.
دوی په کورني کرکټ کې خورا ښه وځلېدل او له همدې امله د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې ته جذب شول.
مارش ۳۵ کاله عمر لري، ده په ۲۰۰۸ م کال کې د آې پي ایل په لومړي پړاو کې تر ټولو زیاتې منډې کړې وې او د آې پي ایل سیالیو د غوره توپ وهونکي جایزه یې اخېستې وه.
مارش هم له پېرت سکارچرز لوبډلې سره لوبېږي او ښایي راتلونکي بي بي ایل پړاو کې ونه ولوبېږي.
پېټر سېډل
22f5d252d48e650dd7f9175681bd5685 ښایي بېګ باش لیګ کې د برېنډن مکالم په شمول ددې لوبغاړو وروستی کال وي
پېټرسېدل اسټرالیایي چټک بالر دی، چې اوسمهال ۳۴ کاله عمر لري، هغه د اسټرالیا لپاره د چټک توپ اچوونکي په توګه ښې لاسته راوړنې لري.
نوموړی په ۲۰۰۸ م کال کې د اسټرالیا لپاره ټېسټ لوبې پیل کړې او تر ۲۰۱۶ م کال پورې یې ټېسټ لوبې وکړې.
پېټر سېډل تېر کې په بي بي ایل یا بېګ باش لیګ کې د شپږو په خوا و شا کې په ایکانومي توپ اچونه کړې ده.
سېډل اوس له راشدخان سره یوځای په اډیلایډ سټرایکرز لوبډله کې لوبېږي.