د هندي سینما د ۱۹۹۳ کال کې نندارې ته وړاندې شوی کامیاب جریمي او جنګي فلم (بازي ګر) به د فلم د ډېرو مینوالو لا هم یاد وي.
په دغه فلم کې د شاه رخ خان تر څنګ د ځانګړي انداز لرونکي ښکلې اداکارې کاجول مرکزي رول لوبولی و.
که یوه طرف ته دغه فلم په باکس افس کې د ګټي وټې ریکارډ خپل کړ بل لور ته یې یوه سندره (یه کالي کالي انګهی) هم ډېره خوښه کړل شوې وه.
په دغه فلم کې د شاه رخ خان اداکاري خو هسې هم مشهوره وه خو په دغه سندره یې ځانګړي انداز هم د خلکو پام ځانته راړولی و.
په سور رنګ لباسونه، پتلون او پرې نقاشي، یعني ځانګړي سټایل د شاه رخ خان د ویلن رول کې نور هم خوندور کړی و.
خو تاسو ته معلومات شته چې د هندي سینما د باچا دغه ډیزاین واله څوکه وه؟
بل څوک نه وه بلکې د دغه فلم او دغه سندرې کې د شاه رخ خان لپاره ډیزاین د شاه رخ خان خپلې مېرمنې ګوري کړی و.
دغه خبرې په خپله ګوري خان په خپل ټویټر اکونټ کړي، نوموړې د شاه رخ خان او کاجول یو تصویر خپور کړی او لیکلي یې دي چې باور نه شي کولی چې په ۱۹۹۰ کې د لک ډیزان یې، سور پتلون د مرمۍ لرونکي شرټ یې د خوښې ډيزاین و.
ممکن دا خبره د ډېرو کم خلکو ته معلومه وي چې د شاه رخ خان مېرمن ګوري خان یوه ډېره ښه ډیزاینره هم ده خو نوموړې په فیشن ډیزایننګ کې خپل بخت ازمایلی دی.
که یو لور ته شاه رخ خان د بالیوډ په نړۍ کې راج کوونکی دی بل لور ته یې مېرمنې هم د خپلې طبیعي استعداد په کارولو سره د بالیوډ ډېرو ستورو ته ښکلا وربښلې ده.