د بیټ جوړولو مشهورې کمپنۍ؛ یو شمیر نړیوال لوبغاړي دا بیټونه کاروي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د کرکټ بېټ د لرګي یوه ځانګړې همواره مخ لرونکې ټوټه ده، بېټ د هېنډل یا لاستي، مخ او شا برخو څخه جوړ شوی دی.
په ۱۶۲۴ م کال کې ۳۸ اېنچه بېټ وکارول شو، د دې بېټ سور بیا ۴ اعشاریه ۲۵ اینچه و.
لومړیو کې داسې و، چې بېټ کې به مختلف توکي ګډیدل، لکه یوه اندازه فلز، فایبر او نور عناصر؛ خو په ۱۹۷۹ م کال کې پرېکړه وشوه، چې بېټ باید یواځې له لرګي څخه جوړ شي.
نړۍ کې د بېټ جوړلو خورا مشهورې کمپنۍ
۲۰۱۵ م کال کې د کرکټ نړیوالې شورا د بېټ جوړوونکو شرکتونو سره ملاقات وکړ او ورته ویې ویل چې د بېټ جوړښت ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.
سرین سپورټس بېټ جوړولو کمپني
د دې بېټونو لپاره د نوم لنډیز ایس ایس دی، چې مطلب ترې د سرین سپورټس نوم دی.
دې کمپنۍ په ۱۹۶۹ م کال کې د سرین په نامه د یو سړي تر مالکیت لاندې تولید پیل کړ، خو د هندوستان د کرکټ مارکېټ ته په ۱۹۷۶ م کال کې راغلل، دې کمپنۍ له دې وروسته بېټونه لویې برېټانیا، اسټرالیا، سریلانکا او بنګله دېش ته هم ولېږدول.
دا انګلستانۍ کمپنۍ مختلف بېټونه جوړوي، چې په دې کې د ایس، ایس ګلاډیئټرز، ایس . ایس ټن ، مېټرېکس، ایس، ایس پروفېشنل او نور.
په انګلستان کې د یووي ۲۰ پر ۲۰ او سر ریچارډ بېټونه یې نور ډولونه دي.
د دې کمپنۍ یوه څانګه د هندوستان په کشمیر کې هم شته، چې د ایس، ایس ګسټي، ایس ایس ایکسټریم، ایس ایس آر ۷ په نومونو بېټونه جوړوي.
د ایس ایس بېټونو ځانګړنې
دا بېټونه توپ وهونکي ته ځانګړی قوت وربخښي، چې توپ په ښه انداز ووهي، د سترو شاټونو لپاره یې اوچت کړي او توپ له پولو واړوي.
دې بېټونو کې ځانګړی توازن وي، توپ پرې په اسانۍ نه اېج کېږي.
دا بېټونه په لاسونو جوړېږي او څنډې یا غاړې یې ډبلې وي، اکثر وخت د هېټرانو توپ وهونکو لپاره ښه وي.
د سارواک کېن په نوم لرګي څخه یې لاستی جوړ شوی دی، چې توپ وهونکي سره مرسته کوي تر څو بېټ له بال سره ښه وصل کړي، د دې بېټونو لاستو یا هېنډل کې یو څه لچک هم وي.
maxresdefault 6 د بیټ جوړولو مشهورې کمپنۍ؛ یو شمیر نړیوال لوبغاړي دا بیټونه کاروي
په نړۍ کې د زیاتره توپ وهونکو لومړی انتخاب همدا بېټونه دي.
سېنګاکارا دا بېټ له نږدې یوې لسیزې لراهیسې وکاراوه، ۲۰۱۴ م کال کې سریلانکا په شل اوریز نړیوال جام کې هندوستان ته ماته ورکړه او اتلولي یې یوړه، سېنګا کارا ویلي چې د دې بېټ په وسیله زما توپ وهنه زما لپاره تر ټولو ښه خاطره وه.
سېنګاکارا د ۲۰۱۵ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې څلور سلیزې ووهلې.
شېکردوان، یوراج سېنګ، مشفق الرحیم او ځېنې نور لوبغاړي د ایس، ایس کمپنۍ مختلفې ډلګۍ بېټونه کاروي.
نن سبا د ایس، ایس یا سرین سپورټس کمپنۍ د نړۍ په کچه د لوړ کیفیت لرونکي بېټونه پلوري.
ګن او مور یا جي ایم بېټونه
جي ایم کمپني په ۱۸۸۵ م کال کې په انګلستان کې جوړه شوې ده، دا کمپنۍ د بېټونو ترڅنګ بوټان او نور ورزشي توکي هم تولیدوي.
دا کمپنۍ د دوو انګلستانیانو چې یو یې د انګلستان د ټېسټ لوبو توپ وهونکی ویلیم ګن دی او بل بیا یو سیمه یز سوداګر توماس مور دی؛ جوړه شوه.
د دې کمپنۍ نوم همدغو دوو کسانو له نومونو لنډیز شوی دی.
د انګلستان ښځینه لوبغاړې سارا ټېلر په جي ایم بېټ تر ټولو زیاتې منډې کړي دي.
دا بېټونه انګلستان کې جوړېږي او انګلستان کې ۹۰ سلنه کارېږي.
دا کمپنۍ ځېنې نور بېټونه هم تولیدوي لکه مانا، پراګان، شپږ، شپږ ( مکسي اوکتان ) او نور بېټونه جوړوي.
دا کمپنۍ له ۱۲۵ کلونو راهیسې دا بېټونه جوړوي، دا بېټونه هوار وي او څنډې یې ۳۸ ملي متر ډبلې وي.
کوري انډرسن، کاینټن ډیکاک، جېمز وېنس، راس ټایلر، جیني ګن، امي جونز او ځېنې نور لوبغاړي دا بېټونه کاروي.
کوکابورا بېټونه او کمپنۍ یې
ای بي ډیویلیئرس چې د نړۍ مشهور لوبغاړی دی، دا بېټ کاروي، کوکابورا بېټونه په اسټرالیا کې تولیدېږي، دا د ای جي تامپسن په نامه د یو شخص کمپني ده، کوکابورا یوه مرغۍ ده، چې اسټرالیا کې موندل کېږي او د همدغې مرغۍ له نوم څخه د بېټ نوم هم اخېستل شوی دی.
دا کمپنۍ په ۱۸۹۰ م کال کې تاسیس شوې ده، چې د بېټونو ترڅنګ بالونه هم جوړوي.
دا بېټونه په لاس جوړېږي او ماشین پکې ډېر کم کارېږي، نوموړي بېټونه په مختلفو ډولونو جوړېږي، چې مشهور ډولونه یې کهونا، ډایناسټي، سټورم، اونېکس، ګاسټ او نور دي.
kook bats 2017 د بیټ جوړولو مشهورې کمپنۍ؛ یو شمیر نړیوال لوبغاړي دا بیټونه کاروي
اسټرالیایي توپ وهونکي اډم ګېل کرېسټ، ریکي پونټېنګ، ګلېن مکسویل، جسټېن لېنګر، مېچل هسي، کرېس راجرز او ځېنې نور لوبغاړي کاروي او یا یې کاراوه.
نیوزیلېنډی مارټېن ګوپټېل هم دا بېټ کاروي.
سپرټن سپورټ کمپني
دا هم یوه اسټرالیایي کمپنۍ ده، دا کمپنۍ مختلف سپورټي توکي تولیدوي، دا بېټونه، ایم ایس ډونی، ایئن مورګن، کرېس ګېل، مېچل کلارک او وي وي ریچارډز دا بېټونه کاروي.
دا بېټونه نسبت نورو ته درانده وي، کله چې توپ وهونکی ځواکمن وي؛ نو بیا دا بېټونه کاروي په دې بېټ ټایمېنګ سره توپ ډېر ښه شپږیزه کېږي.
د دې بېټونه څنډې ډبلې وي.
انډري رسل، جو برنز، ډېوېډ ویسا او ځېنې لوبغاړي هم دا بېټونه کاروي.
ایس جي سپورټس کمپني
د سنسپاريئل ګرین لېنډز بېټونه د ایس جي په نومونو هم یادېږي.
ویسټ انډیزی مارلن سمیولس دا بېټ ډېر کاروي.
دا کمپنۍ ۱۹۳۱ م کال کې د دوو ورونو دوارکانات او کیدرنات اناند له خوا جوړه شوه.
ایس جي بېټونه سورېش رېنا، سونېل ګوسکر، راهول ډراوېډ، چېټېشور پوجارا، وېرېنډر سېواګ او ځېنې نور لوبغاړي کاروي.
د بېټونو ځېنې نورې کمپنۍ هم شته، ټن، ایم آر ایف، براډ بري، بلېک، سي ای، این بي یا نیو بلېنس، ایس ایف، باس ایکسپلوډر، لېجېنډز، بي درې، کینلي، ایچ ایس، ګری نیکولس، چېس، پېرسن…