ژباړه: عطا محمد میاخېل
ډېر څیزونه شته چې نارینه یې له درڅخه غواړي، خو هېڅکله د هغو په اړه تاسو ته څه نه وایي. د دې موضوع درک، چې ولې خپلې اړتیاوې په خوله نه راوړي، لږ سخته تر سترګو کېږي. که چېرې په اړه یې خبرې وکړي، هم ستاسو او هم د خپل ځان لپاره به یې هرڅه آسانه شي. یو له هغو دلیلونو څخه چې هغوی د دې مسایلو په اړه خبرې نه کوي، دا دی، چې فکر کوي، ویلو ته یې اړتیا نه شته او تاسو خپله باید په دې څیزونو باندې پوه شئ، په داسې حال کې، چې ډېری وخت تاسو نه پوهېږئ، چې د هغوی غوښتنې څه دي. ښه اوس وګورو، چې دا غوښتنې څه دي.
۱ ـــ درناوی
یو له مهمو څیزونو څخه، چې ښاغلي یې په ژوند کې له مېرمنو څخه تمه لري، درناوی دی. که شک لرئ، نو له خپل خاوند څخه پوښتنه وکړئ، چې تاسو ته به څه ځواب درکړي. دا غوښتنه سره له دې چې ښایي له خپلې مېرمنې څخه د یوه نارینه مهمه غوښتنه وي، له هغو څیزونو څخه، چې هېڅکله په اړه یې تاسو ته څه نه ویل کېږي، اوس په دې درناوي کې کوم څیزونه شاملېږي؟ ډېر زیات آسانه او ساده دي. د هغوی افکارو، احساساتو، باورونو، چلندونو او احساساتو ته درناوی. دا چې فکر وکړئ، مهم دي، نو دا موضوع په خپل چلند کې هم ښکاره کړئ.
۲ ـــ ستاینه
هغه څه چې باید له درناوي سره یوځای شته وي، ستاینه ده. نارینه په ستاینه باندې مئین دي، خو په یوه شرط، چې دا ستاینه باید رښتینې او واقعي وي. هغوی یو پټ رادار لري، چې هر ډول مجازي، چاپړوسانه او غیر صمیمي ستاینه پیدا کوي، د همدې لپاره هڅه وکړئ، که غواړئ هغه وستایئ، دا ستاینه مو د هغو څیزونو په اړه وي، چې حقیقت لري او واقعاً یې په اړه ستایئ، دا ده، چې هغه به له ورېځو څخه هم لوړ کړئ.
۳ ـــ ملتیا
نارینه د خپلې مېرمنې له ملتیا څخه، چې واقعاً ورته ارزښت ورکوي، خوند اخلي. د هغه خوښېږي، چې د هغو کارونو د ترسره کولو پرمهال، چې ترې خوند اخلي، له هغه سره ملتیا وکړئ، د خپلې خوښې وړ د فوټبال سیالۍ یې ورسره یو ځای ننداره کړئ او د هغه د خوښې وړ ټلویزیوني پروګرام، ورسره یو ځای وګورئ. مهم ټکی دا دی، چې هغه غواړي خپل وخت له تاسو سره تېر کړي. البته نباید هېر کړئ، چې هغه یوازیتوب او له خپلو ملګرو سره وخت تېرولو ته هم اړتیا لري، خو ستاسو ترڅنګ اوسېدو ته هم اړتیا لري، نو له هغه سره د ملتیا لپاره وخت په پام کې ونیسئ، حتا هغه کارونه چې کوئ، ډېر مو نه خوښېږي.
۴ ـــ خپل ځان ته لاسرسی
نارینه کله چې د ژوند شریک یې خپل ځان ته وخت په پام کې ونیسي او ښکلې ښکاره شي، خوند اخلي. د دې لپاره اړینه نه ده، چې د هالیوډي او بالیوډي ستورو په څېر و اوسئ، یوازې بسنه کوي، چې لږ هڅه وکړئ او خپل ځان ته رسیدهګي وکړئ، چې د هغه له نظره غوره او بېسارې ښکاره شئ. کله چې د هغه په تمه یاست، لږ وخت مصرف کړئ؛ سینګار وکړئ او وېښتان مو منظم کړئ. هغه جامې چې پوهېږئ خوښېږي مو واغوندئ، ترڅو له هغې پایلې څخه چې ترلاسه کوئ یې خپله هم حیرانه شئ.
۵ ـــ غږ مو منظم کړئ
نارینه د خپلې مېرمنې ښه غږ ستایي، خو ټولې ښځې دا ډول نه دي؟ ټول له یوه ښه او مهربان غږ څخه خوند اخلي، البته اړینه نه ده، چې خپل غږ ته بدلون ورکړئ او دغه راز اړینه نه ده، چې تل همداسې و اوسئ، یوازې بسنه کوي، چې په لږ هڅې سره غږ مو منظم کړئ او په آرامتیا او مهربانۍ سره خبرې وکړئ. دا کار نه یوازې له خپل خاوند سره په اړیکه کې، بلکې په ټولو هغو اړیکو کې، چې لرئ یې، له تاسو سره به مرسته وکړي، ځکه خلک له هغو کسانو سره، چې په آرامۍ او مهربانۍ سره خبرې کوي، غوره چلند کوي.
۶ ـــ هڅونه
ښاغلي هڅولو ته اړتیا لري. د هغه خوښېږي، له خپلې مېرمنې سره چې مینه لري له هغه څخه ملاتړ وکړي او وې هڅوي. کوم باور چې پرې لرئ، د هغه لپاره ځانګړی ارزښت لري. هغه داسې فکر کوي، که په وړتیاوو باندې یې اعتماد ولرئ، هره ستونزه، چې په ژوند کې یې شتون لري، حل به یې کړي، په مقابل کې به یې وګورئ، چې هغه ستاسو خوا نیسي او په څنګ کې به مو وي.
۷ ـــ مننه کول
نارینه غواړي چې ترې مننه وشي او دا ډېر زیات زحمت ته اړتیا نه لري یوه ساده «مننه کوم» له یوې خوږې مُسکا سره کولای شي، له هر هغه څه څخه د مننې لپاره، چې ستاسو لپاره یې ترسره کوي، کافي وي. که ستاسو پرځای یې ماښامنۍ پخ کړې وي او یا یې د کور لپاره خرید کړی وي، له هغه زحمت څخه چې ایستلی دی، مننه کول، تاسو به په هغه باندې ډېره ګرانه کړي. او وبه ګورئ، کله چې له هغه څخه مننه کوئ او زحمتونو ته یې متوجه یاست، زړه یې غواړي، چې ستاسو لپاره لا ډېر زحمتونه وباسي او خوشاله مو کړي.
۸ ـــ پېژندنه
ستاسو په څېر چې د ورځې په اوږدو کې باید بېلابېل رولونه ولوبوئ، ښاغلي هم د خپلې کورنۍ او دوستانو لپاره ډېر زیات رولونه لوبوي. یو څه وخت خپل خاوند ته د دې قضیې په یادولو تېر کړئ او هغه ته ووایئ، چې تاسو څومره ښه زوی، پلار، خاوند، دوست او ورور یاست.
نارینه له ښځینهوو څخه ډېر کم د هغو رولونو په خاطر چې په غاړه یې لري، ډېر کم د پام وړ ګرځي او ډېره کمه مننه ترې کېږي، ځکه چې ټول فکر کوي، دا یې دنده ده، هغوی دي، چې دا ټولې دندې په ښه توګه ترسره کوي. که وګوري، چې تاسو دې مسئلې ته متوجه یاست، نو ډېره زیاته مننه به درنه وکړي.
۹ ـــ خپلواکي
نارینه په خپلواکۍ باندې مئین دي، دا په دې مانا نه ده، چې هغوی غواړي هر وخت یوازې واوسي، بلکې غواړي ځینې کارونه په یوازې توګه، پرته له دې چې وڅارل شي او یا هغو ته د ګناهکار اوسېدو احساس ور ولېږدول شي، ترسره کړي. دا مه هېروئ، چې خپل خاوند ته وخت ورکړئ، ترڅو له خپلو دوستانو او یا له هغو کسانو سره، چې ورسره مینه لري، وخت تېر کړي یا حتا یوازې واوسي. هغه دې وخت ته اړتیا لري او ډاډه اوسئ، چې ستاسو د اعتماد ارزښت لري. ستاسو لپاره به هم ښه شي او وبه کولای شئ، چې دا وخت په خپل ځان او هغو کارونو باندې ولګوئ، چې خوښېږي مو.
۱۰ ـــ ملاتړ
موږ ټول ملاتړ ته اړتیا لرو او ښاغلي هم له دې قضیې څخه مستثنا نه دي. کله چې خاوند مو وایي، چې غواړي خپل کار ته پراختیا ورکړي او یا په ورزشي برخه کې بریا ته ورسېږي، له هڅو څخه یې ملاتړ وکړئ. موخه یې که هر څومره ستره وي او یا حتا داسې ښکاره شي، چې لاسرسی ورته ناشونی دی، پرېږدئ پوه شي تر شا یې ولاړه یاست او ترې ملاتړ کوئ، کله چې د هغه لپاره کوم څه مهم دي، زړه یې غواړي چې ستاسو لپاره هم مهم وي.
۱۱ ـــ غوښتل کېدل
حتا که فکر کوئ، چې هغه پوهېږي هم، چې غواړئ یې، نو خپل دا احساس ورته ښکاره کړئ. د نارینه و خوښېږي، چې ورسره مینه وشي او ستاسو لپاره جذاب وي، که دا احساس هغه ته ور ونه لېږدوئ، نو په خپل ځان باندې باور به یې له منځه لاړ شي، هغه ته دا ښکاره کړئ، چې ستاسو لپاره جذابیت لري او غواړئ یې او له هغه سره د اوسېدو له کبله د ښه چانسۍ احساس کوئ.
داسې څه شته، چې وغواړئ په دې لیست باندې یې ور زیات کړئ؟ که وي پرې ور زیات یې کړئ.