بریالي مدیران له دې کلمو څخه خورا ډېره ګټه اخلي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

د ښې او اغېزمنې اړیکې ټینګښت د هغو ځانګړتیاوې له جملې څخه ده، چې یو بریالی مدیر باید ترې ګټه واخلي. د خبرو کولو بڼه او له مناسبو کلمو څخه ګټه اخیستنه، په دې مسئله کې ډېر زیات اغېز لري. له موږ سره ملتیا وکړئ، چې تاسو ته ووایو، چې بریالي مدیران له کومو کلمو څخه ډېره زیاته ګټه اخلي.
بریالي او با تدبیره مدیران پر دې باور ته رسېدلي دي، چې له سمو او انګېزه بښونکو کلمو څخه ګټه اخیستنه، د کارمندانو په ګټورتوب او د شرکت د وضعیت په ښه کېدا باندې ښه اغېزه لري. کله چې مدیر له مثبتو او مناسبو کلمو څخه ګټه واخلي، نو د کارمندانو ترمنځ ښه احساس رامنځته کېږي او له یوې مودې وروسته هغوی له دې کلمو څخه د ګټه اخیستنې انګېزه پیدا کوي.
د دې لیکنې په دوام په هغو ۸ کلمو باندې رڼا اچوو، چې بریالي مدیران ترې ډېره زیاته ګټه اخلي.
۱ ـــ مکافات
د مکافات کلمه، تر ټولو غوره کلمه ده چې یو مدیر ترې ګټه اخیستلای شي، ځکه له انرژي او مثبت احساس څخه ډکه ده. کله چې کوم کارمند بریالی کېږي، چې تر لاس لاندې پروژه له ټاکلي وخت څخه مخکې بشپړه او مدیر ته یې وسپاري، نو د مدیر په وسیله د مکافات کلمه به له هغه فرد څخه د ملاتړ او خوښۍ ښکارندویي وکړي، سر بېره پر دې د مکافات کلمه د هغه کارمند د میاشتنۍ تنخوا په ډېرښت باندې ټینګار کوي، چې دا هم په خپل وار، له ځانه سره به ښه او مثبته اغېزه ولري.
۲ ـــ امتیاز  
ښایي فکر وکړئ چې د یوه شرکت یا سازمان کارمندان د ورزشي لوبې د ترسره کولو په حال کې نه دي، چې د هغوی په اړه د امتیاز له کلمې څخه ګټه اخلئ، خو باید ووایم، له دې وروسته، چې یو فرد د یوه ښه پلور یا د یوه نوي کارمند د ګمارنې په اړه خبرې کوي، د امتیاز له کلمې څخه ګټه اخیستنه، له هغه فرد سره د یوې ښې اړیکې د رامنځته کېدو لپاره یوه ډاډمنه لاره ده. د امتیاز کلمه د دې ښکارندویي کوي، چې تاسو د هغه فرد په بریا باندې خوشاله او ترې مننه کوئ.
۳ ـــ بریا
د بریا له کلمې څخه ګټه اخیستنه، د خبرو اترو په بهیر کې ښه او مثبت احساس رامنځته کوي. یو مدیر د بریا له کلمې څخه په ګټه اخیستنې سره، خپل کارمند په دې باندې پوهوي، چې یو ستر کار یې ترسره کړی دی او کار به یې د شرکت په پرمختګ کې اغېزمن رول ولري. له شک پرته هر کارمند، چې وګوري مدیر یې ترې خوښ او راضي دی، نو له دې کبله به ډېر زیات خوشاله شي.
۴ ـــ فوق العاده
یوه بله ښه او اغېزمنه کلمه چې ترې ګټه اخیستلای شي، فوق العاده ده. کله چې یو کارمند خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي، نو د فوق العاده کلمه د دې ښکارندویي کوي، چې  مدیر د خپل کارمند په وړتیاوو او دغه راز د هغه د اغېزمنې اړیکې په ټینګښت باندې باور لري او منندوی یې دی.
۵ ـــ ډېر ښه و
بریالي رهبران د «ډېر ښه و» له عبارت څخه په ګټه اخیستنې سره، خپل دنننی احساس ښکاره کوي. «ډېر ښه و» ډېر کوچنی عبارت، خو په زړه پورې دی، چې د یوه فرد بریا په غوره او شونې بڼه تاییدوي او هغه چاته، چې دا کار یې ترسره کړی دی، یادونه کوي، چې د شرکت لپاره یوه ارزښتمنه شتمني ګڼل کېږي.
۶ ـــ اتل
کله چې یو کارمند د بریا لوړ پړاو ته رسېږي، نو اتل یوه غوره اصطلاح ده، چې مدیر کولای شي ترې ګټه واخلي. اتل د فوق العاده ځانګړتیاوو او وړتیاوو د لرلو په مانا دی او کولای شئ، چې په یوه پروژه کې خپل ټیم او کړنې یې پرې وستایئ.
۷ ـــ هیجاني
کارمند اړتیا لري چې د خپل مدیر له احساس څخه خبر شي. دا چې یو مدیر خپلو کارمندانو ته ووایي، چې هیجاني دی، نو په هغوی کې هیله مندي زیاتوي، دا هیجان د کارمندانو د پرمختګ او د هغوی د غوره کړنو په خاطر رامنځته شوی دی او مدیر له دې مسئلې څخه خبر دی.
۸ ـــ د درنښت وړ
د درنښت وړ یوه له هغو کلمو څخه ده، چې بریالي مدیران ترې خورا زیاته ګټه اخلي. دا کلمه د یوه کارمند د ارزښت او اعتبار کچه لوړوي او ستایي یې او په کاري چاپېریال کې معجزه کوي.