ژباړه: عطا محمد میاخېل
موږ ټول په خپل ګډ ژوند کې له ستونزو سره مخامخ یو، دا د ژوند ماهیت دی، هېڅکله به دوه کسان پیدا نه کړئ، چې په ټولو مواردو کې له یو بل سره همغږي ولري، خو کله چې خپلې شاوخوا ته په ښه توګه ګورو، داسې نېکمرغه جوړې وینو، چې ګویا ورځنیو لوړو او ژورو ته په نه پام، تر نورو خوشاله ژوند کوي، هغو هم ستونزې لري، خو زموږ په پرتله، په ډېره ښه توګه یې له منځه وړي، د دې جوړو ژوند له بهر څخه ډېر خوږ ترسترګو کېږي، خو که غواړئ د هغوی په څېر واوسئ، نو باید د ژوند له دننه رازونو سره یې هم آشنا شئ.
۱ ـــ نېکمرغه جوړې د یو بل په اړه مثبت فکر کوي
هغوی د یو بل په اړه، له هیچا سره منفي خبرې نه کوي او په یو بل باندې د نیوکې پرځای، یو بل هڅوي.
۲ ـــ نېکمرغه جوړې په لومړي فرصت کې بښنه غواړي
هغوی په چټکه توګه بښنه غواړي او ډېر ژر له اختلافاتو څخه تېرېږي. د ارواپوهنې د مشاورینو د نظر پر بنسټ، ځواکمن فرد ډېر ژر بښنه غواړي حتا که یو فیصد تېروتنه یې هم کړې وي، دا کار مرسته کوي، چې پرته له ځنډه هر بحث پای ته ورسېږي.
۳ ـــ نېکمرغه جوړې له یو بل سره وده کوي او نوي څیزونه ازمویي
که له یو بل سره وده ونه کړئ، نو له یو بل څخه به لرې شئ، له یو بل سره د نویو څیزونو زده کول، معمولاً ژوند ته مو نوي خوندونه او د اړیکې د ټینګولو نوې تګلارې راوړي، ګډې تجربې له ګډو ستونزو څخه به د افرادو درک هم زیات کړي.
۴ ـــ په یوه بریالۍ اړیکه کې هر شخص په خپل چلند باندې پام کوي
هغوی له خپلو اضافي احساساتو سره په مخامخ کېدو کې،د تېرو دردونکو خاطرو او هر هغه څه، چې له یو سالم انسان اوسېدو څخه یې لرې ساتي، معلومات لري، نه پرېږدي، چې شخصي ستونزې یې د اړیکو په لاره کې خنډ وګرځي، له کار څخه را ولاړه شوې ستړیا اصلاً نه شي کولای، چې د ژوند له شریک سره د سوړ او یا توند چلند لپاره یو ښه دلیل وي. هغه شخص کولای شي، یوه بریالۍ اړیکه ولري، چې وکولای شي، خپل افکار او چلند کنټرول کړي.
۵ ـــ نېکمرغه جوړې هڅه کوي، چې ستونزو ته د یو بل له لیده وګوري
نېکمرغه جوړې دفاعي حالت نه غوره کوي، خو همدردي تمرین کوي، کله چې دا ډول جوړې د یو بل په احساساتو باندې نه پوهېږي، په ساعتونو ساعتونو له یو بل سره کېني او په ډېرې آرامۍ د وضعیت او خپلو احساساتو په اړه بحث کوي، ترڅو وکولای شي له یو بل سره همدردي وکړي. هغوی په فعاله توګه، د مقابل لوري له نظره شرایطو ته په کتو، دا ښکاره کوي، چې یو بل ته ارزښت ورکوي.
۶ ـــ نېکمرغه جوړې د تل لپاره ژمنې پاتې کېږي
هغوی هېڅکله یو بل په پرېښودلو باندې نه ګواښي، هغوی حتا پرېښودل یوه ټاکنه هم نه ګڼي. ذهن ته د طلاق راوړل، له ځنډ پرته په ګډ ژوند باندې منفي اغېزه کوي، د طلاق په اړه هر ځل فکر کول، د یو بل ترڅنګ د پاتې کېدو لپاره ستاسو تصمیم تر اغېزې لاندې راولي. مینه د انسان په غوښتنه یو حرکت دی او په پایښت کې یې د انسان تصمیم یوه اړینه چاره ده.
۷ ـــ نېکمرغه جوړې یو بل ته لومړیتوب ورکوي او د یو بل په ارزښت باندې پوهېږي
نېکمرغه جوړې هڅه کوي، ترڅو اړیکې یې د لومړۍ ورځې په څېر پاتې شي، دا کار هڅې او هوډ ته اړتیا لري، خو هڅه ده، چې په ګډ ژوند کې روښانه پایلې رامنځته کوي. هغه جوړې چې دا کار کوي، نو هېڅکله په خپل ژوند کې د یوازېتوب احساس نه کوي.