اته وسیلې چې بریالي کسان یې په خپل کور کې لري

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: عطا محمد میاخېل
د موخو یاداښت کول، ورزش کول او دغه راز سالمه تغذیه د بریالیو کسانو له ځانګړنو څخه دي، چې کولای شي، تاسو خپلو سترو موخو ته نږدې کړي.
بریالي کسان په خپل کور کې کوم وسایل لري؟
بریالي کسان د بریا تر لاسه کولو لپاره څه کوي؟ دا هغه پوښتنه ده، چې موږ ټول یې له ځان څخه کوو. په بریا کې ورځني عادتونه، وده، پرمختګ او هغه تصمیمونه، چې په ژوند کې یې نیسئ، شامل دي.
ټول بریالي کسان په خپل کور کې هغه توکي لري، کوم چې د دوی د پرمختګ، له کورنۍ سره د ښې او سمې اړیکې د ټینګښټ او دغه راز د دوی د تمرکز د ډېرښت سبب ګرځي.
۱ ـــ ورزشي وسایل
ورزشي وسایل هغه څیزونه دي، چې بریالي کسان یې په خپل کور کې لري او هغوی ورزش کولو ته هڅوي. که چېرې ورزشي لوبغالی ستاسو له کور څخه لرې وي او هغه ځای ته د ورتګ حوصله نه لرئ، د هغو توکو په در پېژندلو سره به، د ورزش نه کولو لپاره به هېڅ بهانه ونه لرئ. لکه والیبال، کرکټ توکي یا نور شیان…
۲ ـــ الهام بښونکي کتابونه
بریالي کسان ځیني وخت انګېزې ته اړتیا لري، چې په دې شرایطو کې کتاب تر ټولو غوره وسیله ده. هغه کتابونه چې د بریا رازونه، د افرادو د ماتې دلیلونه او د ژوند او کار غوره تګلارې پکې بیان شوي وي، کولای شي تاسو ته د ژوند د دوام او موخو ته د رسېدو لپاره کافي انګېزه درکړي.
۳ ـــ د کار کولو لپاره آرامه ځای
بریالي کسان ځیني وخت اړ دي، چې په کور یا په یوه آرامه ځای کې کار وکړي، هغه ځای، چې هلته د حواسو د ګډوډېدو لپاره هېڅ لامل شتون ونه لري او په ښه توګه کولای شي، چې په خپلو کارونو باندې تمرکز وکړي.
۴ د یاداښت په کتابچه کې د موخو لیکل
خلک په ژوند کې درې ډوله موخې لري:
ـــ اوږد مهالې موخې، لکه د کال په پیل کې تصمیمونه.
ـــ لنډ مهالې موخې، لکه څو اونیزې پروژې.
ـــ ورځنۍ موخې، چې په ډېرې آسانۍ د ترسره کېدو وړ دي.
د دې ټولو موخو پرمخ بیولو او هغو ته د پروګرام جوړولو لپاره، تر ټولو غوره لاره، یوازې د یاددښت د یوې کتابچې جوړول دي، چې په هغې کې دا موخې ولیکئ او پرې عمل وکړئ. د یاددښت له یوې کوچنۍ کتابچې څخه ګټه واخلئ، چې د پیسو په بټوه کې د لېږد را لېږد وړ وي.
۵ ـــ مناسب کاري مېز
کله چې په ساعتونو د خپل کاري مېز تر شاه کېنئ، د سم ناستي په لارو چارو نه پوهېږئ، خو باید پوه شئ، چې روغ بدن د سالم، خلاق او فعال ذهن سبب ګرځي، نو له دې امله د خپل کاري مېز په ټاکنه کې له ډېرې ځیرکتیا او هوښیارۍ څخه کار واخلئ.
۶ ـــ د موخو انځوریزه ښودنه
د موخو انځوریزه ښودنه، له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو په هغو باندې لا ډېر تمرکز او واک ولرئ، تاسو کولای شئ، د دې کار لپاره یوه سپینه تخته جوړه کړئ او د خپلو موخو د پرمختګ پړاوونه په هغې باندې سره له جدوله وښیئ.
۷ ـــ له سالمو خوړنیزو توکو څخه ډک یخچال
هر فرد په خپل ژوند کې د سالمو خوړنیزو توکو خوړلو ته اړتیا لري، هغه څه چې بریالي کسان یې په سمه توګه درک کولای شي، ځکه د سالمو خوړنیزو توکو خوړل د سالم ذهن سبب ګرځي، نو له دې امله اړینه ده، سالم خواړه وخورئ، ترڅو په موخو باندې د فکر کولو لپاره، کافي انرژي ولرئ.
۸ ـــ له ټلویزیون څخه لرې د خوړ خوړلو مېز
بریالي کسان د خپلو خوړ خوړلو مېز له ټلویزیون څخه لرې ږدي، ترڅو وکولای شي، په ډېرې آرامۍ او هوساینې سره خپل خواړه وخوري، ځکه دا کسان کولای شي، د خپل کار او ژوند ترمنځ توازن وساتي.
خلک په منځنۍ کچه ۴۵ تر ۶۰ دقیقو پورې خپل وخت د مانیټور په وړاندې تېروي، له دې امله فلم کتل او کمپیوټري لوبې د مغز د آرام لپاره، یو ښه فرصت نه دی، تاسو د دې کار پرځای کولای شئ، له مانټیور پرته، له نقاشي کولو او یا بڼوالۍ څخه ګټه واخلئ او د خپل مغز پرځای خپل لاسونه بوخت وساتئ.
د نړۍ ډېری بریالي کسان پورته یاد شوي ټول وسایل او یا هم لږ تر لږه څو دانې یې په خپل کور کې لري. په کاري پرمختګ کې د بریالیو کسانو تر ټولو مهم ټکی دا دی، چې په خپل کور کې آرامتیا او مینه تجربه کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.