ژباړه: عطامحمد میاخېل
ډېری کسان په خپل شخصي ژوند او کاروبار کې د بریا په لټه کې دي، خو بریا ته د رسېدو لپاره کومه مشخصه لاره نشته، لکه څنګه چې لوړې څوکې ته د رسېدو لپاره ډېرې زیاتې لارې شته، رښتینې بریا هم په بېلابېلو لارو ترلاسه کېږي.
په دې لیکنه کې بریا ته د رسېدو په ۱۲ قوانینو باندې رڼا اچوو، ښه په غور سره یې ولولئ.
بریا ته د رسېدو لپاره ډېرې تګلارې شته، چې د وخت په اوږدو کې یې خپل د ګټه اخیستنې وړ اوسېدل یې ثابت کړی دی. که کولای شئ دا مهم ټکي مراعات کړئ، نو بریا ته د رسېدو لا ډېر ضمانت به وکړي.
۱ ـــ د عمل او عکس العمل قانون
دا د جذب لپاره یو مهم قانون دی، په ژوند او کارو بار کې چې هر ډول انرژي جذب کړئ، نو شاوخوا نړۍ هم هماغه ستاسو په لور در ګرځوي، نړۍ به تاسو ته مکافات او یا مجازات درکړي؛ تاسو په خپله د بریا یا د ماتې د پیل ټکی یاست، نو باید له ډېرې زیاتې ځیرکتیا او دقت څخه کار واخلئ.
خپلو هیلو او خبرو ته ډېر زیات پام وکړئ؛ خپلو اخلاقي اصولو ته پابند پاتې شئ؛ له نورو سره د خپل چلند ډول او د پروژې په ترسره کولو کې خپلو کړنو ته ډېر زیات دقت وکړئ؛ کله چې په رښتینولۍ او د زړه له کومې چلند وکړئ، نو غوره کړنې به ولرئ.
۲ ـــ د حرکت قانون
بریا هغه څه نه ده، چې هیله یې ولرئ او ور ورسېږئ. په حقیقت کې بریا خپل په خپله نه رامنځته کېږي. بریا ته د رسېدو لپاره، باید له خپلو آیډیاوو څخه کار واخلئ، په خپل کار و بار کې د بریا لپاره، په خپل ځان باندې باور وکړئ او ټول هغه کارونه، چې د بشپړتیا، پرمختګ او ښه والي لپاره ورته اړتیا ده، ترسره کړئ.
د مناسبې انګېزې په لرلو سره کولای شئ، هرې هغې موخې ته ورسېږئ، چې غواړئ یې. ښایي ټولې اړینې وړتیاوې او مهارتونه ولرئ، خو کله چې د هغو کارونو په اړه، له خپل ځانه شور او لېوالتیا ښکاره نه کړئ، چې ترسره کوئ یې، نه شئ کولای داسې کار ترسره کړئ، چې تل پاتې پایلې ولري.
۳ ـــ د منلو قانون
د خپل ژوند د شرایطو د بدلون لپاره، باید وکولای شئ، موجود شرایط ومنئ. دا یو ډېر مهم قانون دی، ځکه کله چې ونه شئ کولای اوسني شرایط ومنئ، نو په تکلیف به وئ. که له موجودو شرایطو څخه رضایت نه لرئ، خو د دې وړتیا او ځواک لرئ، چې اړین بدلونونه رامنځته کړئ.
ښایي وغواړئ، ځانګړي شرایط حاکم شي، چې د پام وړ بدلونونه رامنځته شي، خو دا ذهني لومه یا دام دی. کله چې ونه شئ کولای له دې څخه لوړ او ارزښتمن شرایط مجسم کړئ، نو هېڅ پرمختګ ته به ونه رسېږئ. باید په دې باندې پوه شئ، چې څه څیز ومنئ او نورو څیزونه خوشې کړئ. نوی تګلوری وټاکئ او په هغو څیزونو باندې تمرکز وکړئ، کوم چې کولای شئ بدلون ورکړئ. په بشپړه توګه نوی تګلوری، نوي فرصتونه رامنځته کوي.
۴ ـــ د بشپړتیا قانون
دا قانون وایي، کله چې د خپل پرمختګ سبب ګرځئ، نو نړۍ به هم همدا ځواب درکړي. بریا یو ثابت تګلوری نه دی؛ بلکې هغې ته د رسېدو تګلوری تل د بدلون په حال کې دی. د بریا په تګلوري کې هېڅ خوندیتوب شتون نه لري، ځکه چې بریا ته د رسېدو لپاره، باید ډېر وغواړئ چې وده وکړئ، د ودې او بشپړتیا په تګلوري کې لومړنی ګام تاسو په خپله یاست. لکه څنګه چې تاسو خپله وده کوئ، کولای شئ خپل کاروبار ته هم پراختیا ورکړئ، کله چې په خپله کوچنی پاتې شئ، نو کاروبار به مو هم کوچنی پاتې شي.
۵ ـــ د مسؤولیت منلو قانون
باید د خپلو کړنو او هغو افرادو په وړاندې، چې په ژوند کې مو حضور لري، مسؤولیتمنونکی و اوسئ. د فکر دا بڼه چې یوازې پنځه اتیا سلنه په خپله بریا کې اغېز لرئ او پاتې پنځلس سلنه په چانس پورې تړلې ده، غلط ذهنیت دی.
د فکر د دې بڼې په لرلو سره د خپلې بریا احتمال راکموئ. کله چې د خپلو ماتو او تېروتنو مسوولیت د نورو په غاړه ور واچوئ او فکر وکړئ، چې بد چانسی یاست یا هېڅ څیز ستاسو تر کنټرول لاندې نه و، نو خپل ځان مو د ماتې په تګلوري کې مېشت کړی دی. د بریا تګلوری ستاسو په وړتیا او مسوولیت منلو سره وهل (طی) کېږي.
۶ ـــ د پیوستون قانون
دا قانون وایي، تېر، اوس او راتلونکې مو له یو بل سره تړاو لري، باید وکولای شئ له تېر څخه درس واخلئ یو پوه او رسېدلی (بالغ) فرد په دې باندې پوهېږي، چې باید تېر ته یوه ژوره کتنه ولري، ترڅو وویني، چې څه څیز یې په ګټه او څه څیز یې په زیان و. په اوس کې د بنسټیزو بدلونونو په لټه کې و اوسئ،چې ډاډمنه او بریالۍ راتلونکې مو په تمه وي.
که خپل تېر نالیدلی ونیسئ، نو ارزښتمنې تجربې مو له لاسه ورکړې دي، له هر هغه څه څخه، چې زده کړي مو دي، ګټه واخلئ، ترڅو ورو ـــ ورو اړین بدلونونه رامنځته کړئ او د خپل ځان لپاره ښکلې راتلونکې جوړه کړئ.
۷ ـــ د تمرکز قانون
د تمرکز قانون موږ ته وایي، نه شو کولای چې په هم مهالې توګه د دوو بېلابېلو څیزونو په اړه فکر وکړو، تمرکز ډېر زیات مهم دی. کله چې بریا او پایلې ته رسېږئ، چې په یوې موضوع باندې تمرکز وکړئ، کله چې یوې موضوع ته ډېر زیات پام کوئ او دغه راز په هغې باندې له برید زیات تمرکز وکړئ، نو په بشپړه توګه به ډېر زیات پرمختګ وکړئ، خو که چېرې په هم مهالې توګه په دوو موضوعګانو باندې تمرکز وکړئ، د منځنۍ کچې پایلې به ستاسو په تمه وي.
۸ ـــ د رښتینولۍ قانون
باید د خبرو او چلند ترمنځ مو توپیر نه وي او خپله رښتینولي وساتئ، که کړنې مو له خبرو سره توپیر ولري، نو هېڅ بریا به ستاسو په تمه نه وي. شاوخوا خلک باید په دې باندې پوه شي، کومې خبرې چې کوئ د ظاهر جوړونې لپاره نه دي، نو د نورو د اعتماد د ترلاسه کولو لپاره باید ستاسو رښتینولي او صداقت تائید شي، هڅه وکړئ چې تل رښتینی واوسئ، هغو باید وویني، چې په شخصي او مسلکي ژوند کې، د اعتبار او درنښت وړ یاست. که رښتینی واوسئ، نور به په ډېرې لېوالتیا سره، ستاسو لور ته راجذب شي.
۹ ـــ د دلته او همدا اوس قانون
دا قانون وایي، که تل تېر ته وګورئ، نو د اوس واقعیت به هېڅکله ونه منئ، که یوازې خپلو تېرو بریاوو او ماتو ته وګورئ، نو احتمالاً په خپل مخکې شته فرصتونه نه وینئ. مشهور باسکېټبالېسټ مایکل جورډن وایي: “تاسو هېڅکله نه شي کولای، چې نننۍ لوبه د پرونۍ لوبې په امتیاز سره وګټئ. هره ورځ یوه نوې ورځ ده، نو په اوس باندې تمرکز وکړئ، همدلته واوسئ او هره شېبه د خپلې بریا چانس ډېر کړئ.
۱۰ ـــ د بدلون قانون
بریا ته د رسېدو لپاره، باید د بدلون قانون ومنو. دا قانون وایي، تاریخ نه تکرارېږي، مګر دا چې له هغه څخه عبرت واخلئ. لومړی ځای چې باید بدلون پیل کړئ، د هیندارې مخامخ دی، باید په تېر کې ډوب شئ او وګورئ چې چېرته مو تېروتنه کړې ده او په کوم ځای کې مو سم ګام پورته کړی دی.
د فکر د دې بڼې په لرلو سره، کولای شئ هغو عادتونو ته، چې له بریا څخه ستاسو د لرې کېدو سبب ګرځي، بدلون ورکړئ یا هغه چلندونه تکرار کړئ او ښه والی پکې رامنځته کړئ، ترڅو د بریا په تګلوري کې مېشت شئ. بهرنی ژوند مو، ستاسو د دننني ژوند د کیفیت ښکارندويي کوي. تاسو نه شئ کولای دا تجربه تکرار کړئ، خو کولای شئ ترې درس واخلئ.
۱۱ ـــ د پایښت قانون
دا قانون وایي، چې په ژوند او کاروبار کې سترې بریاوې په زغم او پایښت سره ترلاسه کېږي، په ژوند او کاروبار کې هېڅ څیز په آسانۍ سره نه ترلاسه کېږي، په همدې خاطر که د وخت په اوږدو کې بریا ته ورسېږئ، نو پایښت یې له هغه څخه ډېر دی، چې په یو مخیز ډول بریالی شئ. د تل پاتې بریا لپاره باید ثابت قدمه واوسئ او هېڅکله تسلیم نه شئ.
۱۲ ـــ د الهام بښنې قانون
دا قانون وایي، بریا مو د هغې هڅې او انرژۍ پایله ده، چې مصرف کړې مو ده. کله چې بریا ته رسېږئ، چې داسې احساس وکړئ الهام بښونکی یاست. له ځانه د کم ارزښتی حس لرې کړئ، باید روح او اروا مو داسې موخه ولري، چې ستاسو لپاره الهام بښونکې وي.
کله چې داسې یو کار ترسره کړئ، چې ستاسو د روحیاتو او چلند ښکارندوی دی او د نورو په حالت کې هم ښه والی رامنځته کوي، په بشپړه توګه هڅېږئ، ترڅو لا ډېرې هڅې وکړئ. دا د الهام بښنې ځواک ستاسو له ودې سره په هم مهالې توګه کولای شي، لا ډېر ځواک ته ورسېږي.
د الهام بښنې قانون په هغه کار پورې، چې ترسره کوئ یې یا په شته څیزونو پورې مو تړاو نه لري، دا قانون باید ستاسو د ژوند د تګلارې یوه برخه وي.
که دا قانون ونه څارئ او د هغه په اړه مو ژمنتیا کمه شي، بریا ته د رسېدو کچه به مو ډېره زیاته را ټیټه شي، خو که له هغه سره ژوند وکړئ او د ژوند او وجود په یوه برخه باندې مو بدل شي، نو پایښت لرونکې بریا ته به ورسېږئ، نو تاسو کولای شئ، چې هم په خپل شخصي او هم په خپل مسلکي ژوند کې بریالي شئ.