بنګلدیش: د لېسې مدیر په یوې زده کوونکې جنسي تیری کړی؛ بیا یې په اور سوځولې‎

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د بنګلدیش په پلازمینه ډهاکه کې د ښوونځې یوه پيغله زده کوونکې په اور سوځول شوې ده.
نصرت جهان ۱۸ کلنه وه. نوموړې د خپلې لیسې مدیر، سراج الدوله، تورن کړی و، چې په دې يې جنسي تیری کړی. پولیسو د لیسې مدیر دوه اوونۍ وړاندې نیولی او تر څیړونو لاندې دی.
د رپوټونو په اساس د لیسې د مدیر یو شمیر ملګرو د مدیر په لارښوونه په قربانې شوې نصرت جهان تیل اړولي او اور يې ور اچولی. هغې په روغتون کې د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه.
بنګلدیش کې خلک قهریدلي او په لاریونونو يې پيل کړی. دوی له حکومته غواړي، چې د پيښې عاملینو ته سخته سزا ورکړي او د جنسي ځورونې په تړاو قوانین سخت کړي.
د بنګلدیش لومړۍ وزیرې میرمن شیخ حسینه له محکمې غوښتي چې مجرمینو ته داسې سزا ورکړي، څو نورو ته نمونه شي.
د پيښې په تړوا تر اوسه ۸ کسان نیول شوي. د پولیسو د معلوماتو په اساس په دې پيښه کې ۱۳ کسان دخیل دي، چې دوه يې نجونې دي.

پولیس وايي، د لېسې مدیر يې د مارچ په ۲۷ مه نیولی او بندي دی. د پولیسو د تحقیقاتي ډلې مشر بانج مجمودار ویلي:
“د نصرت جهان له وژل کیدو دوه ورځې وړاندې، یوه ډله خلک زندان ته د مدیر (سراج الدوله) لیدو ته راغلي ول. نوموړي د لیدنې پرمهال راغلو ملګرو ته د نصرت د وژل کیدو لارښوونه کړې.”

د نصرت جهان ورور، چې خور يې ورته په روغتون کې په ټپې حالت د پيښې کیسې کړې، رسنیو د هغې د وژل کیدو په اړه ویلي:

“خور مې د عربي ژبې ازموینه درلوده. څلور کسان راغلل او هغې ته يې وویل، چې راځه په بام ستا ملګرې درته غږ کوي. کله چې دوی بام ته پورته شول، ترې یې وغوښتل، چې د مدیر مولانا سراج الدوله په وړاندې خپله دوسیه بیرته واخلي. خور مې ونه منله. په همدې وخت کې یو کس له جیب څخه د سون تیل (کروزین) راویستل؛ په دې يې وشیندل او اور يې ورته بل کړ. په داسې حال چې د اور لمبې ترې پورته کیدې، ښکته يې په زینو کې منډې راوهلې او د مرستې غوښتنه يې کوله.”

بنګلدیش کې لاریونونو زور اخیستی او نصرت جهان ته يې د عدالت غوښتنه کړې. دوی پولیس هم په ناغیړۍ تورن کړي او ویلي يې دي، چې پولیس د نصرت په خوندي ساتلو کې پاتې راغلي.
په یو لومړني اقدام کې د پولیسو د محلې ادارې ځینې چارواکي هم له خپلو دندو بدل شوي. د قتل شوې جینې پلار موسی منیک وايي، د مجرمینو ژر تر ژره محکمه غواړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.