د کرونا ویروس په خپریدو سره د لوبغاړو او ورزشکارانو روزماره چارې او تمرینات په بشپړ ډول له ستونزو او ننګونو سره مخ شوي دي.
د بنګلادېش کریکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي رسل ډومینګو په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي؛ دا زیات وخت نیسي او ډېر کار غواړي، دده په خبره چې لوبغاړي يې بېرته په بشپړ تیاري سره نړیوال کریکټ ته راستنه شي.
د ده په خبره کله چې د یو زده کونکي ښوونځي ته تګ یو نه بله ورځ شي، یا هم زیات وخت لپآره وځنډيږي، ضرورو پرې منفي اغېز پرې باسي. همداسې د لوبغاړي روزماره مسؤلیتونه ځنډيدلي او کورنۍ دندې ورکړل شوې دي.
ډومینکو وايي؛ لوبغاړي يې په فردي ډول مصروف ساتلي، کورنۍ دنده يې ورکړې، خو دا بیا وخت نیسي، چې تر څو میاشتو وروسته دوی سره یو ځای شي،تمرینات وکړي او پلان جوړ کړي.
رسل ډومینګو داسې محال خپه اندیښنه څرګندوي، چې د کرونا ویروس له وجې د همدې بنګلادېیشۍ لوبډلې دری ستر سیریزونه تر نه معلومې نیټې ځنډيدلي دي.