د آې پي ایل سیالیو په دوام شلمه لوبه کې بنګلور لوبډلې له ډیلي کپېټلز ماته وخوړه او ویرات کولي د بریا په ارمان شو.
ټاس ډیلي وګآټه او توپ اچونه یې وکړه، بنګلور لوبډلې د ویرات کولي د ۴۱ منډو په مرسته ۱۴۹ منډې وکړې.
کګېسو رباډا د بنګلور څلور لوبغاړي وسوځول.
ډیلي؛ بنګلور لوبډلې ته په ۴ وېکټو ماته ورکړه، دې لوبه کې د ډیلي لوبډلې لوبډلمشر شیریاس ایئر ۶۷ منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی کګېسو رباډا شو.
ویرات کولي له لومړي سره تر اوسه پورې لوبه نه ده ګټلې، رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې پر له پسې شپږمه ماته وخوړه او په دې ډول یې د ماتو شپږیزه ووهله.
شیریاس ایېر چې د ډیلي لوبډلمشر دی، د بنګلور لوبډلې شپږ د صفر پر وړاندې ماتې حیرانونکې وبللې.
ایئر ویلي چې د بنګلور لوبډله ځواکمنه ده؛ خو بیا یې هم یوه بریا نه ده ثبت کړې او سږنی پړاو یې په ماتو روان کړی.
د آې پي ایل په ۲۱ مه لوبه کې بیا کلکته نایټ رایډرز لوبډلې، راجستان ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه، ۱۴۰ منډې هدف کلکتې لوبډلې په څوارلسم اوور کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
د لوبې غوره لوبغاړی هري ګرني اعلان شو.
د دوشنبې په ورځ د اپریل په اتمه نېټه به حېدراباد د پنجاب پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د نومرو جدول او د کلکتې مخکې تګ
کلکته لوبډله د اپریل تر ۷ مې نېټې په دریم مقام کې وه او له حېدراباد لوبډلې وروسته وه؛ خو د خپلې څلورمې بریا په وسیله یې د جدول لومړی ځای ونیو او خپلې نومرې یې اتو ته ورسولې.
د دوی نېټ رن رېټ مثبت یو اعشاریه صفر ۵۸ شو.
چینای لوبډله مخکې لومړي مقام کې وه او اوس دوهم مقام ته راپرېوته، حېدراباد له دوهم مقام دریم ته ولوېده.
څلورم ممبيي لوبډله ده، پنځم ډیلي لوبډله، شپږم پنجاب، اووم راجستان او اتم بیا د ویرات کولي لوبډله ده.
که حېدراباد نننۍ لوبه له پنجاب څخه وګټي د جدول لومړی ځای بېرته اخېستلای شي.