یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.
بلخ پوهنتون د يو ستر ښوونيز او اکاډميک بنسټ په توګه د ۱۳۶۶ کال د کب په ۳۰مه په مزارشريف ښار کې فعاليت پيل کړ. په پیل کې یې څلور (د انجنیرۍ، ژبو او ادبياتو، اقتصاد او کرنې پوهنځي) درلودل. په ۱۳۶۷ کال کې د دغه پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځی هم پرانیستل شو. وروسته اړتیا ته په کتو سره په ۱۳۷۱ کال کې د حقوقو او سياسي علومو او په ۱۳۷۲ کال کې د شرعياتو پوهنځي هم د دغه پوهنتون په اډانه کې ور زیات شول. همدا رنګه په ۱۳۸۲ کال کې د رودکي انستیتیوت د پیداګوژۍ څانګه هم د ښوونې او روزنې په پوهنځي بدله او د دغه پوهنتون په چوکاټ کې داخله شوه.
بلخ پوهنتون اوسمهال ۱۸ د ورځې پوهنځي لري چې د انجنيرۍ، چاپېريال ساتنې، ساینس، ټولنیزو علومو، اقتصاد، کرنې، شرعياتو، ادبياتو، کمپيوټر ساينس، ژورنالېزم، حقوقو، عامه ادارې، طب، ښوونې او روزنې، وترنرۍ او فارمسۍ له پوهنځيو څخه عبارت دي. دغه راز شپږ د شپې پوهنځي (اقتصاد، ادبيات، حقوق، ښوونه او روزنه او شرعیات ) لري.
د بلخ پوهنتون رییس مکمل الکوزی وایي، دغه پوهنتون د خپل فعاليت په لومړيو کې يوازې څلور پوهنځي درلودل، چې وروسته بيا نور پوهنځي هم ور زيات شول.
د الکوزي په خبره، بلخ پوهنتون اوسمهال څه باندې ۲۳ زره محصلین لري او په ټوله کې ۲۶ دورې فارغان ورکړي دي. دی وایي، په هره دوره کې ځکه د فارغ شویو محصلینو شمېر توپیر کوي، چې په لومړي سر کې د دغه پوهنتون پوهنځي کم و؛ اوس یې چې د پوهنځیو شمېر زیات شوی نو ښکاره خبره ده چې د محصلینو شمېر یې هم زیات دی.
بلخ پوهنتون اوسمهال له ۵۰۰ څخه زیات استادان لري چې په بېلا بېلو پوهنځیو کې محصلینو ته تدریس کوي. د بلخ پوهنتون رییس وایي، دغه پوهنتون پخوا له بهرنیو هېوادونو او پوهنتونونو سره اړیکه نه درلوده، خو اوس په دې توانېدلي چې له ځینو بهرنیو پوهنتونونو سره په اړیکه کې شي او د هغوی له تجربو ګټه واخلي. دی وایي دمګړۍ د بلخ پوهنتون له شلو زیاتو هېوادونو او له ۳۵ زیاتو پوهنتونونو سره په اړیکه کې دی. د بلخ پوهنتون د جنوبي کوريا له علمي موسساتو، د المان بوخم پوهنتون، د برلېن تخنيکي پوهنتون، د تايلنډ د ټکنالوژۍ اسيايي انستيتیوت، په امريکا کې د کنزاس پوهنتون، په ترکيه کې د سلجوق پوهنتون، په پاکستان کې د امريکا د ايلېنايز پوهنتون له نمايندګيو او همدارنګه د تاجکستان له پوهنتونونو سره نږدې علمي اړيکې لري. هر کال يو شمېر استادان او محصلين د دغو پوهنتونونو له علمي پروګرامونو ګټه پورته کوي.
د بلخ پوهنتون رییس وایي، دوی هر کال تر ۷۰۰۰ نوي محصلین په بېلا بېلو پوهنځیو کې جذبوي او د ۶۲۰۰ په شاوخوا کې محصلین فارغوي.
الکوزی وایي، د دوی له ۱۲۵ زیات استادان په بهرنیو هېوادونو کې له ماسټرۍ او دوکتورا وروسته بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي او دغه راز اوس هم ۱۵۸ استادان په بېلا بېلو بهرنیو هېوادونو کې د دوکتورا او ماسټرۍ پر زده کړو بوخت دي. له دې سره په څنګ کې د دغه پوهنتون نور استادان وخت ناوخته بهرنیو هېوادونو ته علمي سفرونه هم کوي. بلخ پوهنتون د نورو ولايتونو د محصلينو لپاره د ليليې سيستم هم لري.
د بلخ پوهنتون ټول پوهنځي په یوه ځای کې فعالیت نه کوي. د بلخ پوهنتون رییس وایي، دوی په پنځو بېلا بېلو ځایونو کې پوهنځي لري چې د وخت په تېرېدو سره به ټول پوهنځي هغه ځای ته راټول کړي، کوم چې د دغه پوهنتون پنځه پوهنځي اوس پکې فعال دي او دغه ځای زر جرېبه مساحت لري.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په کال ۱۳۶۶ کې د پوهنتون له تاسیس سره پر یوه وخت په فعالیت پیل وکړ. په ۱۳۶۹ کال کې د دغه پوهنځي په اډانه کې د تاریخ او انګلیسي ژبې دیپارتمنتونه هم ور زیات شول. د وخت له اړتیا سره سم په کال ۱۳۷۲ کې بیا د دغه پوهنځي په چوکاټ کې د ازبکي ژبې او ادبیاتو او ژورنالېزم دیپارتمنتنونه هم ور زیات شول. اوسمهال په دغه پوهنځي کې ۶ دیپارتمنتونه فعالیت کوي چې عبارت دي له: پښتو ژبه او ادبیات چې ۱۲ استادان لري، دري ژبه او ادبیات چې ۱۲ استادان لري، انګلیسي ژبه او ادبیات چې ۱۷ استادان لري، ازبکي ژبه او ادبیات چې ۸ استادان لري، عربي ژبه او ادبیات چې ۴ تنه استادان لري او بل هم د شپې پوهنځی دی چې د تاریخ، دري او انګلیسي ژبو په دیپارتمنتونو کې محصلین په کې پر زده کړو بوخت دي.
د ژورنالېزم پوهنځی په ۱۳۹۱ کال کې له ژبو او ادبیاتو پوهنځي بېل او په خپلواک ډول یې فعالیت پیل کړ. دغه پوهنځی اوسمهال دوه ديپارتمنتونه (عمومي اړیکې او ژورنالېزم) لري. دغه پوهنځی تر ډېره د امریکا د پراختیایي ادارې USID په مرسته او دUSWDP په تخنیکي همکارۍ خپلې چارې مخ ته وړي.
د وخت له اړتیا سره سم په ۱۳۶۶ کال کې د کابل د پولي تخنیک پوهنتون په مرسته د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې د انجنیرۍ پوهنځي د بلخ د نفتو او ګازو په ودانۍ کې په کار پیل وکړ، چې په همدې کال کې د بلخ د پوهنتون د بنسټ ډبره هم په همدې ځای کې کېښودل شوه. په لومړي سر کې محصلینو په دغه پوهنځي کې پنځه نیم کاله زده کړې کولې، چې اوس دغه دوره څلور نیمو کالو ته را ټېټه شوې ده. دغه پوهنتون ۲۳۰۰۰ محصلين، ۵۰۰ استادان، ۱۴۶ مامورين او ۱۴۱ کارکوونکي لري.
له اړتیا سره سم په ۱۳۹۱ کال کې د بلخ پوهنتون په دري ادبیاتو کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړ. په لومړي سر کې یې یوازې د ۲۵ کسانو د جذب ظرفیت درلود. په ۱۳۹۵ کال کې د جذب دغه ظرفیت ۳۰ کسانو ته لوړ شو. د ماسټرۍ په دغه پروګرام کې دېرش سلنه ونډه په اړوندو برخو کې خپله د دغه پوهنتون استادانو او پاتې یې د رقابتي ازموینې له لارې پر شرایطو برابرو نورو هېواد والو ته ورکړل شوې ده.
بلخ پوهنتون د هېواد په لومړۍ درجه پوهنتونو کې راځي چې د یو لک ټوکو کتابونو په ظرفيت کتابتون، د کمپيوټر د زده کړې شپږ مرکزونه او د انګليسي ژبې د پياوړتيا مرکز پکې موجود دي. د بلخ پوهنتون رییس وایي، که څه هم چې دغه پوهنتون په زیات شمېر کتابونه لري، خو د کتابتون لپاره مناسب ځای نه لري. دی وایي، موږ د کتابتون لپاره یوازې یوه خونه په پام کې نیولې، کتابونه مو سر په سر اېښي او د خوندورې مطالعې لپاره په کې ځای نه پیدا کېږي.
د بلخ پوهنتون د علمي مجلو چاپ او نشر چې د «مجله علمي بلخ» او «معرفت» تر نامه لاندې دي، دوام لري. په دواړو کې د پوهنتون د استادانو علمي او څېړنيزې ليکنې او اثار خپرېږي. همدارنګه د «چشم انداز» مياشتنۍ خپرونه د( بلخ پوهنتون خبري، تحليلي او فرهنګي خپرونه) او د «ژورناليست بلخ» مياشتنۍ خپرونه (د ژورنالېزم پوهنځي خپرونه) هم هغه مجلې دي چې په دغه پوهنتون کې چاپېږي.
په دې وروستيو کې د نړيوال بانک د مرستې او د بلخ پوهنتون د مشرتابه د توجه له مخې، د افسيټ مجهزه مطبعه له خپلو اړتيا وړ وسايلو سره (د نوې مطبعې په اتاق کې) نصب شوې ده. په پوهنتون کې ممتاز محصلين هڅول کېږي، د ټولګي په کچه اونيز او د اړوندو پوهنځيو په کچه د استادانو کنفرانسونه جوړېږي. درسونه او د استادانو علمي او اکاډميکې هڅې د علمي او معاونيتونو له خوا په منظم ډول څارل کېږي او د نيمګړتياوو د له منځه وړلو لپاره لارښوونې ترسره کېږي.
د بلخ پوهنتون مشرتابه د نوي پوهنتون اوسنی وضعيت د يو اکاډميک مرکز لپاره کافي نه بولي او هيله لري چې دغه پوهنتون باید په نړيوالو ستندردونو سمبال وي. په بلخ پوهنتون کې ۳ تنه پوهاندان، ۱۵ تنه پوهنوالان، ۲۴ تنه پوهندویان، ۵۴ تنه پوهنملان، ۹۶ تنه پوهنياران، ۶۴ تنه پوهيالي او ۵ تنه نامزد پوهيالي پر خپلو علمي- اکاډميکو دندو بوخت دي.
د بلخ پوهنتون اداري چارې له دغو څانګو څخه اداره کېږي:
د بلخ پوهنتون ریاست، علمي معاونیت، اداري معاونیت، د محصلانو معاونیت، د بهرنیو او فرهنگي اړیکو امریت، د پوهنتون کمېټه او د بلخ پوهنتون ماموریت.
د بلخ پوهنتون رییس وایي، د درسي خونو نشتوالی، د ساینسي پوهنځیو لپاره د لابراتوارونو نشتوالی، د منظم کتابتون نشتوالی او د ورزشي لوبغالي نشتوالی هغه ستونزې دي دغه پوهنتون اوسمهال ورسره لاس او ګرېوان دی. الکوزی له افغان حکومت او په تېره بیا له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې په دغو برخو کې ورسره مرسته وکړي.