که داسې احساس کوئ، چې بدرنګه یاست، نو وې لولئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: عطا محمد میاخېل
څو څو ځله تاسو ته ویل شوي، چې بدرنګه یاست، څه ښځینه او څه نارینه، لږ تر لږه له ظاهري پلوه ستاسو په لور نه جذبېږي، څه باید وکړئ؟ جنتیک خپل کار کړی دی او البته ښه او په زړه پورې هم نه دی، خو هغه څه چې باید پرې پوه شئ، دا دي، چې نړۍ پای ته نه ده رسېدلې.
په حقیقت کې تاسو کولای شئ، یو ښه انسان واوسئ او د خپل شخصیت له لارې جذابیت تر لاسه کړئ. په دې لیکنه کې په هغو تګلارو باندې رڼا اچوو، چې مرسته کوي خپل بدرنګه اوسېدل ومنئ.
راځئ چې رښتیني واوسو
که څه هم انسانان توپیري سلیقې لري او د ښکلا لپاره ځانګړي معیارونه شتون لري، چې ټول نژادونه او فرهنګونه ورسره همغږي دي، خو څېړنې څرګندوي، هغه افراد چې منځنۍ څېره لري، ډېر جذاب ګڼل کېږي او جذاب مخونه معمولاً متحد دي. په یوه متحد مخ کې نیمه ښۍ او کیڼه برخه سره ورته دي.
ښایي له ځانه وپوښتئ، ولې متحد مخ نه لرئ، خو دې پوښتنې ته اړتیا نه شته، رښتیا دا دي، چې جنتیک په ښکلا کې مهم فکتور دی او دا هغه څه نه دی، چې وکولای شئ کنټرول یې کړئ، په همدې دلیل، تر ټولو لومړی کار، چې کولای شئ ترسره یې کړئ، دا دی، چې خپل ظاهر ومنئ.
ولې خپل ظاهر لکه څنګه چې دی، وې منئ؟
دا چې یوازې باور وکړئ او وې منئ، چې ښکلي نه یاست یا په ساده الفاظو یې ووایم، چې (بدرنګه یاست) بسنه نه کوي، تاسو باید د هغه ظاهر په اړه، چې لرئ یې، باید د هوساینې احساس وکړئ او له خپل مور او پلار څخه د هغه ظاهر په اړه چې لرئ یې، شکایت ونه کړئ! د مهربانۍ له مخې داسې چلند مه کوئ، چې ګواکې یو قرباني یاست، په بدل کې یې د خپل ظاهر مسؤولیت ومنئ او تائید یې کړئ، خپل وخت په هغو څیزونو باندې بېځایه مه لګوئ، کوم چې ستاسو په کنټرول کې نه دي.
په دې باندې هم ځان پوه کړئ، چې دا یوازې تاسو نه یاست، چې بدرنګه یاست. ډېر کسان د بېلابېلو دلیلونو له امله د بدرنګه اوسېدو احساس کوي، حتا هغه کسان، چې تاسو یې ښکلي ګڼئ. په ټولیزه توګه د خپل ظاهر په اړه د شک او تردید احساس عام دی. د علمي موندنو پر بنسټ موږ په خپل ناخبره ضمیر کې په خپل ظاهر باندې له بېرحمانه قضاوت سره لېوالتیا لرو، ولې؟ پوهان وایي، کله چې په هینداره کې ځان ته ګورو، په خپل ځان کې ډېر زیات عیبونه وینو او هغه معیارون، چې د نورو د ښکلا د اروزنې لپاره یې کاروو، ځان ته په کتو سره ورک کېږي.
په دې سر بېره، زموږ عیبونه او نیمګړتیاوې، دومره زموږ پام ځانته را اړوي، چې هېڅ مثبت څیزونه نه وینو؛ له دې امله ډېره زیاته مهمه ده، چې دا ډول تصور ونه کړئ، هغه کسان، چې ستاسو له نظره ښکلي او جذاب دي، له تاسو څخه هوسا او خوشاله دي، حتا شونې ده، هغوی له تاسو څخه ډېر د خپل ځان په اړه شک او تردید ولري او د ښکلي نه اوسېدو احساس وکړي. رښتیا دا دي، چې ځینې کسان، واقعیتونه لکه څنګه چې دي نه ویني؛ له دې امله، که وکولای شئ زده کړئ، چې خپل احساس ومنئ، نو د خپل ځان په حق کې به مو ډېره زیاته مهرباني کړې وي.
په دې ترتیب تل نه یوازې د خپل ظاهر په اړه خپل وخت په بېځایه اندېښنې نه تېروئ، بلکې د نه خوندیتوب او ناکرارۍ احساس هم نه کوئ. د خپل ځان منل تاسو ته په ځان باندې باور درکوي، ځکه پوهېږئ، چې څوک یاست او له هغه څه څخه چې یاست، ډېره زیاته ګټه اخلئ.
که خپل ظاهر لکه څنګه چې دی ومنئ، نو له نورو سره به کینه ونه کړئ
دا ډېر مهم ټکی دی، کینه، حسد او افسوس هغه هیجانات نه دي، چې وغواړئ وې ازمایئ، کینه یو زهرجن احساس دی، چې د دې سبب ګرځي، د یوه قرباني په څېر چلند وکړئ او ژوند له ( قرباني کسانو ) سره ډېر ښه یاري نه کوي. ښایي داسې فکر وکړئ، چې یو ښکلی او جذاب انسان، ښه چانسی دی، ځکه ټول له هغه سره ښه چلند کوي، هوسا او په زړه پورې ژوند لري، خو رښتیا له دې سره ډېر زیات توپیر لري.
څېړنو ښودلې، ښکلي انسانان د نورو کسانو په کچه د اندېښنې او خپګان احساس کوي. ارواپوهانو د خوشالۍ او روغې سټې په اړه، په سلګونو څېړنې ترسره کړې دي او له هغو څخه هېڅ یوه یې دا نه دی ویلي، چې جذابیت او ښکلا، په ژوند کې د خوشاله او راضي اوسېدو لپاره یو مهم فکتور ګڼل کېږي، خو هغه څه چې موندنو په پرله پسې توګه ورته اشاره کړې ده، دا دی، چې (شخصیت) له ژوند څخه د خوشاله او راضي اوسېدو په کچه کې ډېر ستر رول لري. کله چې له نورو سره لیده کاته کوئ، هغه څه، چې هغوی یې په لټه کې دي، یوه ژوره، سمه او خوښي بښونکې اړیکه ده او دا هماغه څه دی، چې ډېری کسان یې غواړي.
ډاډه اوسئ، که کوم څوک یوازې په دې دلیل، چې ښکلي نه یاست، له تاسو سره دوستي نه کوي، نو هغه له هغې ډلې کسانو څخه نه دی، چې تاسو وغواړئ په هره بیه، له هغه سره په اړیکه کې واوسئ.
پایله دا چې که تاسو تل نورو ته د کینې او افسوس په سترګه وګورئ، یانې خپل ځان مو نه دی منلی او که ځان مو ونه مانه، نو هېڅکله به خوشاله او راضي ونه اوسئ.
تاسو د یوې بریالۍ او اوږدمهالې اړیکې د رامنځته کولو لپاره ډېر
 چانس لرئ
که په پرله پسې توګه ځان ته ووایئ، چې له نورو سره اړیکه ټینګول درته ستونزمن کار دی، ځکه چې ښکلي نه یاست، نو هرومرو دا ټکی ولولئ. په ډېر احتمال سره، هغه اصلي دلیل، چې له خپل ظاهر څخه خواشیني یاست دا دی، چې داسې احساس کوئ، د ژوند ښه شریک پیدا کول درته ستونزمن کار دی او په دې برخه کې ډېر چانس نه لرئ، په غوره حالت کې فکر کوئ، له داسې یو چا سره آشنا کېږئ، چې (بدرنګه) دی یا د موقعیت او ځانګړتیاوو له پلوه، ستاسو زړه ته لاره نه کوي، خو د فکر دا بڼه ډېره سطحي او بېرحمانه ده، چې واقعیت هم نه لري.
هرومرو تاسو په خپلې شاوخوا کې داسې جوړې لیدلې دي، چې اصلاً ښکلې نه دي یا حتا یو له هغو څخه اصلاً ښه ظاهر نه لري، خو د هغوی د اړیکې له کیفیت څخه حیرانېږئ. ډېرې داسې جوړې شتون لري، چې یو لوری یې واقعاً ښکلی دی، خو بل لوری یې په خپله څېره او ظاهر کې هېڅ جذابیت نه لري او په زړه پورې دا چې ډېر ښه او په زړه پورې ژوند هم لري.
دا پېښې ښه دلیل لري: کله چې په ګډ ژوند کې ژمنه او مهرباني رامنځته کېږي، نو ظاهر خپل ارزښت له لاسه ورکوي. سمه اړیکه او شخصیتي ځانګړتیاوې، ډېر مهم رول لري، چې د تصمیم نیونې پرمهال، د واده او اوږد مهالې اړیکې د ټاکلو  لپاره، د پام لویه برخه ځان ته را اړوي.
البته لنډ مهالې او هوسي اړیکې، چې افراد په هغو کې یوازې د څو ورځو خوش ګذارنۍ په لټه کې دي، د ظاهري ښکلا او جذابیت فکتور مهم ګڼي، خو آیا واقعاً دا هماغه څه دی، چې تاسو یې په لټه کې یاست؟! ښایي دا جمله کلیشه یي وي، خو دومره ارزښتمنه او واقعي ده، چې تکرار یې نباید تاسو خواشیني کړي: ظاهري ښکلا تل پاتې نه ده او هغه څه چې پاتې کېږي او ریښې ځغلوي، دنننۍ ښکلا ده، ستاسو شخصیت، ژوند او نورو ته ستاسو د لید ډول او دا چې څنګه له انسانانو سره تعامل کوئ، په یوې سمې او خوشاله اړیکه کې تر ټولو مهم فکتور دی، چې ډېر کم کسان کولای شي، ترې سترګې پټې کړي.
هالیووډ او بالیووډ او په هغو کې ټول ښکلي او جذاب کسان په پام کې ونیسئ؛ هغوی ولې په پرله پسې توګه د ملګري/ ملګرې د بدلولو په حال کې دي؟ کله چې د رښتینې مینې خبره رامنځته کېږي، ظاهر او ښکلا هېڅ ارزښت نه لري. که تاسو د نړۍ یو له ښکلو د ژوند شریک ولرئ، څو موده وروسته، دا ښکلا ستاسو لپاره عادي کېږي او نورو نو ستاسو لپاره یو ځانګړی امتیاز نه لري. موږ ټول یو وخت نه یو وخت زړېږو، نو غورده، چې داسې یو کس وټاکو، چې چلند او د فکر بڼه یې موږ ته د منلو وړ وي او هغه هم، لکه څنګه چې دی خپل ځان ومني. ارزونو ښودلې، چې د اړیکې د کیفیت له پلوه، د ډېری کسانو لپاره د جذابیت کچه ډېر کم ارزښت او مقام لري.
څه باید وکړئ، کله چې کوم څوک په لومړي لید کې تاسو ته نه جذبېږي؟
هرومرو په دې اړه فکر کوئ، چې څنګه کولای شئ له کوم چا سره آشنا شئ، کله چې په لومړي لید کې کوم څوک تاسو ته نه جذبېږي، ترڅو وغواړئ ورو ورو، ستاسو له شخصیت سره آشنا شي؟!
هغه څه چې باید پرې پوه شي، دا دی، چې تاسو د هغو افرادو برخه نه یاست، چې په لومړي لید کې یو کس د ځان خوا ته جذب کړئ یا د خپل ظاهر له لارې، د کوم چا پام ځان ته را واړوئ، چې له تاسو سره د ډېرې آشنایۍ غوښتونکی شي. تاسو او تاسو ته ورته افرادو لپاره به آشنایي لږ وخت ونیسي. تاسو د اغېزمنې اړیکې په ټینګولو کې د خپلو شخصیتي ځانګړتیاوو، ښو چلندونو او وړتیاوو له لارې کولای شئ، خپل د پام وړ کس پیدا کړئ. په ټولیزه توګه هغه تګلاره، چې تاسو یې په مرسته، کوم څوک خپل ځان ته را جذبوئ، ډېره مهمه او ارزښتمنه ده.
ولې د خپل ظاهر له امله، باید له خواشینۍ او اندېښنې څخه لاس واخلئ؟
خواشینی نه اوسېدل او ظاهر ته ارزښت نه ورکول آسانه کار نه دی، په ځانګړې توګه، که په دې باندې باوري یاست، چې ظاهر مو، ستاسو د ژوند په کیفیت او څرنګوالي باندې بده اغېزه کړې ده، خو هغه څه، چې باید پرې باور وکړئ، دا دی، چې دا ستاسو (بدرنګه) اوسېدل نه دي، چې ستاسو په ژوند باندې یې اغېزه کړې ده، بلکې د خپل ځان په اړه دا ستاسو احساس دی، چې ستاسو ژوند یې تر اغېزې لاندې راوستی دی. که تل د خپل ظاهري وضعیت په اړه اندېښمن واوسئ، په ځان باندې باور مو کمزوری کېږي او هېڅ څیز به تاسو خوشاله نه کړي.
خو که چېرې خپل ظاهر ومنئ، خوشاله یاست او خپله انرژي په اندېښنې او خپګان باندې نه مصرفوئ. په یوه څېړنه کې پوهانو له ظاهر او د بدن له وزن څخه د خوښۍ په تړاو فکتورونه ارزولي دي، هغوی دا موندلي، چې له خپل ظاهري وضعیت څخه خوښي، له ژوند څخه په ټولیز رضایت کې درېیمه نښه ده.
اوس څنګه خپل ظاهر ومنئ؟
د ښکلا معیارونه، چې د نړۍ دیجیټلي رسنۍ یې تاسو ته وړاندې کوي، لرې وغورځوئ: هو سمه ده، چې ټولنه د ښکلا لپاره ځانګړي معیارونه لري، خو اړتیا نه شته، چې تاسو دا معیارونه ومنئ، ولې باید باور وکړئ، هغه کسان، چې ټلویزیون هڅه کوي، چې د موډلانو او ښکلو کسان په توګه یې تاسو ته در وپېژني، د ښکلا معیار دي؟ په بدل کې یې هڅه وکړئ، چې ښکلا په هغو کسانو کې پیدا کړئ، چې په خپل ورځني ژوند کې یې ستایئ او چلند یې ستاسو لپاره د منلو وړ دی، پیدا کړئ.
خپل ځان د خپل ظاهر پر بنست مه تعریفوئ
بیا یې هم تکراروم، هغه څه چې ستاسو په دننه کې تېرېږي ارزښت لري، نه ظاهر مو. په خپلو شخصیتي ځانګړتیاوو باندې تمرکز وکړئ او خپلو اړیکو، احساساتو او هیلو ته پام وکړئ.
سینګار کول پرېږدئ
که غواړئ، واقعاً خپل ظاهر ومنئ، هڅه وکړئ، چې څو ورځې له سینګار پرته وګرځئ (البته که مېرمن یاست)، له سینګار پرته پوستکی مو طبیعي معلومېږي او کولای شي، ساه وباسي. که په ټولنه کې له سینګار پرته حضور پیدا کړئ، نو وبه ګورئ، چې ستاسو ظاهر واقعاً، له تاسو سره د نورو په چلند کې توپیر نه رامنځته کوي.
ډېر زیات هیندارې ته مه درېږئ
که غواړئ، خپل ظاهر ومنئ، نو یو مهم کار ترسره کړئ؛ ډېر زیات هیندارې ته مه درېږئ او خپل ځان مه ارزوئ، که ډېر زیات هیندارې ته ونه درېږئ، نو پام مو له ظاهر څخه خپل دننه ته اوړي او کولای شئ د خپلو ظاهري عیبونو په پرتله د خپلو منفي چلندونو او عادتونو په کمښت باندې ډېر تمرکز وکړئ. کله چې ډېر کم هیندارې ته درېږئ، نو دې ته متوجه کېږئ، چې اخلاق مو ښه کېږي، ځکه د ډېرې هوساینې او آرامتیا احساس کوئ.
خپلې روغتیا او سلامتیا ته ډېر زیات ارزښت ورکړئ
ارزښت مو د غړو په تناسب، نباید یوازې ښه ظاهر ته د رسېدو په دلیل وي، بلکې باید د خپلې روغتیا او سلامتیا په خاطر د مناسبو غړو په اړه فکر وکړئ. باید موخه مو دا وي، چې بدن مو په غوره توګه کړنې ترسره کړي، ورزش او ښه تغذیه له تاسو سره مرسته کوي، چې دې موخې ته ورسېږئ. که ښه احساس ولرئ او روغه سټه (تندرستي) حس کړئ، نو د خپل ځان په اړه به هم ښه احساس ولرئ.
بدرنګه اوسېدل هم امتیازات لري
که باور وکړئ او یا یې ونه کړئ، بدرنګه اوسېدل هم خپلې ښېګڼې لري.
انسانان ستاسو له شخصیت سره مینه لري، نه ستاسو له ظاهر سره
آیا پوهېږئ، چې د ښکلو او جذابو کسانو لپاره څومره سخته ده، چې د خپل ځان واقعي مینه وال پیدا کړي؟ کله چې افراد له یوه ښکلي فرد سره آشنا کېږي، یوازې د ظاهري ښکلا او حتا د بدې ګټه اخیستنې په لټه کې دي یا هغه کسان دي، چې غواړي د دې فرد ترڅنګ ښکلي ښکاره شي او د نورو پام ور واړوي.
خو ستاسو په اړه، هغه کسان چې تاسو ته نږدې کېږي واقعاً له تاسو سره، له ملتیا کولو څخه خوند اخلي او له شخصیت سره مو مینه لري. د هغو کسانو لپاره، چې ښکلا نه لري، ډېر زیات آسانه کار دی، چې له نورو سره رښتینې او واقعي اړیکې ټینګې کړي، تاسو اړتیا نه لرئ، چې په دې اړه اندېښنه وکړئ، چې نور به له تاسو څخه بده ګټه واخلي، مګر دا چې یو بدرنګه شتمن انسان واوسئ.
تاسو زده کړي دي، چې خپل ظاهر ومنئ
آیا پوهېږئ، چې څومره انسانان ستاسو د ظاهر په اړه ښه احساس نه لري؟، خو که تاسو خپل ظاهر ومنئ، نه یوازې واقعیت وینئ، بلکې خپله انرژي هم د هغه څه لپاره، چې هېڅ ارزښت نه لري، بېځایه نه مصرفوئ. تاسو د ډېرو نورو انسانانو په پرتله، په خپل نفس باندې ډېر اعتماد لرئ او ځان باورۍ ته رسېدلي یاست.
د سمو دلایلو له مخې ورزش کوئ، خپلې روغتیا او سلامتیا ته ارزښت ورکوئ
تاسو پوهېږئ، چې روغ او رمټ او مناسب اوسېدل څومره ارزښت لري، یوازې د ظاهري ښکلا لپاره ورزش نه کوئ. له ورزش او مناسبې تغذیې څخه ستاسو موخه روغتیا او سلامتیا ده، په همدې دلیل تمرکز مو په خپل ټول بدن باندې دی، نه د بېلګې په توګه په خپلې خېټې او د اندامونو په ښکلا باندې.
تاسو دا ځواک لرئ، چې وې ټاکئ
د دې لیکنې موخه دا ده، چې دا درک کړئ، ظاهر مو دومره مهم نه دی، چې د ژوند کیفیت مو تر اغېزې لاندې راولي، وخت او انرژي مو درنه واخلي، البته ډېره مهمه ده، چې روغ، جوړ، پاک او پاکې جامې وغواندئ، نباید خپله احساسي او هیجاني انرژي په خپل ظاهر باندې ولګوئ، خپل ظاهر ته ډېر زیات ارزښت ورکول د اندېښنې او خپګان سبب ګرځي.
هغه څه، چې باید ور ورسېږی، دا دی، چې بدرنګه اوسېدل ستاسو په ژوند باندې منفي اغېزه نه کوي، مګر دا چې په خپله اجازه ورکړئ. تاسو د هر بل انسان په څېر کولای شئ، چې له نورو سره ژوره او صمیمي اړیکه رامنځته کړئ او د ځان لپاره یو وړ او لایق د ژوند شریک ولرئ.
کولای شئ له دې کبله د الله (ج) شکرونه پرځای کړئ، چې روغ یاست او بې ارزښته انسانان تاسو ته نه راځي او ستاسو ارزښت هغه څه نه دی، چې په یوې پېښې، د عمر په لوړوالي او په هره بلې پېښې سره یې له لاسه ورکړئ. دنننۍ آرامتیا په خپل ځان باندې له باور او له بېځایه اروایي فشارونو څخه د خپل ذهن له لرې کولو څخه سرچینه اخلي او دا هغه څه دي، چې له تاسو څخه اصیل او غوښتونکی انسان جوړوي.