د بدخشان غرونه او کرکټ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې استازي د (کرکټ د ټولو لپاره) پروګرام ترسره کولو په پار دا ځل د بدخشان ښکلي او غرني ولايت ته تللي وو.
دغه سفر چې نږدې یوه اوونۍ وخت یې ونیوه، په ترڅ کې یې د یاد ولایت د کرکټ مینه والو، ځوان لوبغاړو، د ښوونځیو زده کوونکو، ښوونکو او قومي مخورو ته د افغانستان کرکټ ادارې، لوبغاړو، نړيوال کرکټ، د ملي لوبډلې لوبغاړو، د ملي لوبډلې د چټک پرمختګ او ګڼو لاسته راوړنو په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شو.
افغانستان کریکټ بورډ د (کرکټ د ټولو لپاره) پروګرام له تېر (۲۰۱۸ م) کال راهیسې پیل کړی، چې په ترڅ کې یې ښوونکي او استازي د هېواد د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ته د کرکټ اړوند هر اړخیز معلومات ور کوي.
کرکت.jpg
د کرکټ بورډ په وېنا کرکټ لوبې اوسمهال په هېواد کې د لومړنۍ لوبې په توګه لومړی مقام خپل کړی؛ نو له همدې کبله دا د ټولو هېوادوالو حق دی، چې د یادې لوبې په اړه پوره پوه شي او ځان ترې خبر کړي.
بدخشان ولایت چې د هېواد په شمال ختیځ کې موقعیت لري؛ ډېرې ښایسته او غرنۍ سیمې لري، دغه ولایت ۲۸ ولسوالۍ لري چې مرکز یې د فیض اباد ښار دی.
په دې غرني ولایت کې د لعل او لارجوردو طبيعي سرچينې زیاتې دي. بدخشان د هېواد یوازېنی ولایت دی، چې له درې بهرنیو هېوادونو پاکستان، تاجکستان او چين سره ګډې پولې او سيمې لري.
کرکټ بورډ وایي، د بدخشان اوسېدونکي او ځوانان د کرکټ لوبې له جوړښت او اصولو سره نه و بلد، خو بیا هم د زده کړو په موخه ورته په متواتر ډول یوه اوونۍ په همدې سيمه کې د کرکټ لوبه وشوه او هره ورځ به نږدې ۵۰ ځوانان د دې لپاره راتلل څو دوی هم په کرکټ کې برخه واخلي.
په دغو لیدنو کې د ښوونځيو مدیرانو او ښوونکو په خپلو څرګندونو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په چټک پرمختګ خوښي وښوده او زیاته يې کړه، چې تر دې دمه دوی ته د کرکټ د پوهاوي په تړاو هيڅ ډول پروګرام نه و جوړ شوی. د دوی په وینا، زده کوونکي يې غواړي چې د کرکټ معلومات ورکړل شي او د کرکټ کولو زمینه ورته برابره شي.
همدارنګه د دغه پروګرام او سفر پرمهال د بدخشان د ګڼو ښوونځيو د ورزش یا سپورټ ښوونکو ته د کرکټ د تاريخچې، افغانستان کرکټ، د لوبې اصولو، قوانينو او لومړنيو توکو په هکله هر اړخيز معلومات او چمتو شوي مواد ورکړل شول .
د کرکټ په قول ښوونکو هم د دغو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته ژمنه وکړه، چې تر دې وروسته به په خپلو ښوونځیو کې زده کوونکو ته کرکټ ور زده کوي او ټول ښوونځي باید له یو بل سره د لا ښو اړيکو په پار لوبې ترسره کړي .

د کرکټ بورډ مسئولین وایي، دغه پروګرام کې د ټولو ښوونځيو يو شمېر زده کوونکو او ښوونکو ته د کرکټ لوبې وسايل (بېټونه، توپونه، ويکټې، لباسونه) او معلوماتي مواد وسپارل شول .
کرکټ لوبې تر ډېره کچه هېوادوال سره نږدې کړي او افغانستان کرکټ بورډ اداره په پام کې لري، چې د هېواد بېلابېلو سيمو اوسېدونکو ته کرکټ ورسوي او دوی ته د لوبو کولو زمينه مساعده کړي.
د یادولو وړ ده چې (کرکټ د ټولو لپاره) پروګرام له دې وړاندې په خوست، بامیان، فاریاب، هرات او تخار ولایتونو کې ترسره شوی او په راتلونکي کې په پام کې ده چې د روان زېږدیز کال تر وروستیو په ګڼو نورو ولایتونو کې هم ترسره شي.