اجي ديوګن ۲۲ کلونه وړاندې په ۱۹۹۹ز کې د سنجی ليلا په ډايريکټرۍ د سلمان خان سره په ګډ فلم کې چې “هم دل دې چوکې سنم” په نامه وو رول لوبولی.
تر هغه راوروسته د نوموړي ډايريکټر له لورې اجی ديوګن ته ډېر فلمونه پيشنهاد سوي خو رد کړي يې دي،”باجي راو مستاني” يو له رد سويو فلمونو څخه دی چې وروسته رنوير سينګ ته ورکړل سو.
اجی ديوګن په خپل اصلي نامه “ويشال ديوګن” سره په ۱۹۶۹ز د اپريل په دويمه په ممبی کې د سينما هنر ته مخه کړه،پلار يې ويرو ديوګن د هندي سينما د مشهورو ډايريکټرانو څخه دی او مور يې وينا ديوګن هم په سېنما کې پېژندل سوې څېره ده.
د اجی ديوګن لومړنی فلم د “پول اور کانټي” په نامه وو چې خورا وستايل سو.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes