هیکرانو د امیتاب بچن ټویټر اکونټ هیک کړی؛ د عمران خان انځور یې پرې لګولی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

هیکرانو د هندي سینما د مشهور او تکړه فلم ستوري امیتاب بچن د ټوئټر اکونټ هیک کړی.
ډان نیوز د رپوټ له مخې په ټويټر کې ډېر فعاله هندي اداکار امیتاب بچن اکونټ هیک شوی، او د پاکستان سره د مینې او محبت پيغام ترې خپور شوی.
ډان نیوز د انډیا ټوډی خبري ویبپآڼې د خبر له مخې لیکلي، چې د دغه اداکار ښاغلي بچن اکونټ ترکي هیکرانو هیک کړی.
هیکرانو یې د اکونټ پېژندنې پر ځای لیکلي: پاکستان سره مینه کوونکی فلم ستوری.
هیکرانو ځينې ټویټونه ورته ډیلیټ کړي، یو ټویټ یې هم ترې کړی چې په کې په روژې میاشت کې پر مسلمانانو د ځينو هندیانو پر ظلم هم نیوکه شوې.

هیکرانو یو بل کار هم کړی چې په یوه ټویټ کې د پاکستان له بیرغ سره د ترکیې بیرغ یوځای د دغه اداکار پر ټایم لاین ځړولی.
وروسته بیا د امیتاب بچن له اکونټ څخه د عمران خان تصویر او ټول ټویټونه بېرته ډیلیټ کړی شوي دي.
د دغه مخکښ هندي فلم ستوري د اکونټ هیک کولو پړه ترکي انټرنیټې هیکرانو (ایلیډیز ټم) قبوله کړې ده.
د دغه پېښې په تړاو د ممبيې پولیسو یو افسر ویلي چې دوی سایبر یونیټ او مهاراشټر انټرنیټې ټیمونو ته معلومات استولي دي.
زیاته کړې یې ده چې د دغه پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د یادولو ده چې په تويټر حساب کې د هند دغه نوموتی ستوری امیتاب بچن د مینوالو شمېر ۳ کروړه او ۷۴ لاکو څخه اوړي په داسې حال کې چې یوازې ۱۸۵۳ کسان یې فالو کړي دي.